دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام ټولنیز نظام / طلاق

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

طلاق

طلاق په اسلام کې د دې لپاره روا شوی دی چې د ستونزو پرمهال د ازدواج تړون وشلوي، دغه کار خاوند ته ورسپارل شوی دی، دا هم باید ووایو چې طلاق د حل وروستۍ لاره ده، له دې څخه وړاندې د مشورې، صلحې او منځګړیتوب خبرې دي، چې د ستونزو پر وخت کار ترې اخیستل کیږي،که دغه لارې د میړه او میرمنې ترمنځ ستونزې حل نه کړي بیا طلاق ته مراجعه کیږي خو د طلاق لپاره ځانګړي اصول او احکام وضع شوي. طلاق په درې ډوله دی: احسن طلاق، سنت طلاق او بدعت طلاق.

۱- احسن طلاق (تر ټولو ښه طلاق) دا دی چې خپله میرمن په هغه پاکۍ کې چې ورسره یې کوروالی نه وي کړی، په یو طلاق طلاقه کړي او تر هغه وخته یې پریږدي چې عدت یې تیرشي.

۲- سنت طلاق دا دی چې خپله هغه میرمن چې ورسره یوځای شوی وي په دریو طهرونو (پاکیو) کې درې ځله طلاقه کړي.

۳- بدعت طلاق هغه دی چې درې طلاقه په یوځل ورکړي اویا درې طلاقه په یوه طهرکې ورکړي، که دغسې کار وکړي میرمن یې طلاقه ترې جداکیږي او میړه ګنهګار دی.

په طلاق کې له دوو لوریو سنت رعایت کیږي: سنت والی په وخت کې او سنت والی په عدد کې، د عدد په سنت والي کې هغه میرمن چې ورسره یوځای والی شوی وي او یا نه وي شوی برابره ده.

او سنت والی په وخت کې، یواځې هغې میرمنې پورې تړاولري چې یوځای والی ورسره شوی وي اوهغه پدې توګه چې په داسې طهرکې یې طلاقه کړي چې په هغه کې ورسره یوځای شوی نه وي، کومه میرمن چې له هغې سره یوځای والی نه وي شوی په طهراوحیض کې يې طلاقولای شي.

کومه میرمن چې دکوچني والي اویا لوی والي له کبله حیض نه ویني او خاوند ورته د سنت طلاق ورکولو اراده وکړي هغې ته به په میاشت کې یو طلاق ورکوي، کله چې میاشت پوره شوه بل طلاق به ورکوي اوپه دریمه میاشت کې به بل طلاق ورکوي، او (دې ښځې ته) داسې طلاق ورکول هم روا دي چې د طلاق اوکوروالي ترمنځ فاصله رانه ولي.

حاملې میرمنې ته له کوروالي وروسته طلاق ورکول روا دي خو د امام ابوحنیفه او ابویوسف رحمهما الله په نزد یې سني طلاق دا دی چې د دوه طلاقو ترمنځ میاشت فاصله ورکړي، او امام محمد وايي: سنت طلاق یې یواځې یو طلاق دی.

که کوم سړی خپله ښځه په حیض کې طلاقه کړي، طلاق واقع کیږي، خو مستحب داده چې ورته مراجعه وکړي، خوکله چې پاکه شوه بیاحایضه شوه بیا پاکه شوه، دی اختیار لري که خوښه یې راغله طلاقه دې کړي، او که خوښه یې شوه له ځان سره دې وساتي.

د طلاق تعریف

شرح: طلاق په لغت کې د تړون خلاصولو او خوشې کولو ته وایي او د فقهاوو په اصطلاح کې طلاق او طلاق ته ورته نورو الفاظو باندې چې د خوشې کولو لپاره استعمالیږي د ثابتې نکاح له منځه وړل طلاق بلل کیږي.

د طلاق حکم

طلاق د قرآنکریم او نبوي احادیثو په استناد د ضرورت له امله روا عمل دی.

د حکم له مخې د طلاق ډولونه

۱- تر ټولوښه طلاق(احسن طلاق).

۲- سنت طلاق.

۳- بدعت طلاق.

د دری واړو تعریف په پورتني متن کې بیان شوی دی.

د عدد له اړخه سنت طلاق

د کومې میرمنې چې حيض راځي هغې لپاره د عدد له مخې سني طلاق هغه دی چې د هر حیض نه وروسته ورته يو يو طلاق ورکړل شي.

که چیرته کومه ښځه د کوم لامل (وړوکوالي یا د عمر د ډېروالي) له کبله حیض نه وینې، د هغې لپاره سني طلاق دا دی چې په درې میاشتو کې دې ورته درې طلاقه ورکړل شي، یعنې په هره میاشت کې به یو یو طلاق ور کول کیږي، ځکه د دوی په حق کې میاشت قایم مقام د حیض ده.

حامله میرمن په طلاق کې د همدوی په څیرده.

د حیض په حالت کې میرمنې ته طلاق ورکول ناروا دي، خو طلاق واقع کیږي، او که سړی وغواړي چې له ګناه څخه ځان بچ کړي، بیرته دې ورته مراجعه وکړي له ځان سره دې وساتي له طهر څخه وروسته له بل حیض څخه چې ښځه ووځي، بیا دې يې په طهر کې طلاقه کړي.

د وخت له اړخه سني طلاق

دا طلاق یواځې په هغه نکاح شویو میرمنو کې راتلای شي چې کوروالی ورسره شوی وي، د دې میرمنو سني طلاق دا دی چې په داسې طهر کې به طلاق ورکوي، چې جماع يې پکې نه وي ورسره کړې، ځکه دا د رغبت د تجدید وخت دی نوکله چې پداسې وخت کې سړی خپلې ښځې ته طلاق ورکوي، څرګنده ده چې ګوزاره ورسره نه کیږي.

هغه ښځه چې کوروالی ورسره نه وي شوی هغې ته په طهر او حیض دواړو کې طلاق ورکول یو ډول روا دي.

د هرهغه خاوند طلاق واقع کیږي چې عاقل اوبالغ وي، د ماشوم، لیوني او ویده طلاق نه واقع کیږي.
طلاق په دوه ډوله دی: صریح اوکنايي.

صریح د سړي دا خبره ده چې: ته طلاقه یې، ته مطلقه (خلاصه کړل شوې) یې، طلاقه مې کړې، پدې ټولوباندې یو رجعي طلاق واقع کیږي که له یوه څخه د زیاتو نیت وکړې بیاهم یوطلاق واقع کیږي او نیت ته اړتیا نلري.

او دا خبره چې: ته طلاقه یې، ته په دا (معلوم) طلاق طلاقه یې، اویا ته طلاقه یې په طلاق سره، که نیت یې بل څه نه و، یو رجعي واقع کیږي او که د دوو نيت وکړي هم يو رجعي واقع کيږي، اوکه نیت یې درې طلاقه وي درې واقع کیږي.

دویم ډول: په کنایاتو باندې طلاق دی (او دا طلاق) نه واقع کیږي مګر په نیت، یا د حال په تقاضا، او په دوه ډوله دی. یوهغه دری الفاظ دي چې یورجعي طلاق ورباندې واقع کیږي اوهغه (د خاوند) داخبره ده: (اعتدي) عدت تیرکړه، (واستبرئي رحمك) خپل رحم پاک کړه (وأنت واحدة) ته یوه یې.

(له دې درې الفاظو پرته) نورکنایات چې نیت ورسره د یو طلاق وي یو باین طلاق واقع کیږي، اوکه درې وي درې واقع کیږي، که د دوو نیت وکړي یو واقع کیږي، لکه چې ووایي (أنت بائن وبتة وبتلة وحرام) ته جدا، زما او ستا سره قطع ده او ته په ماحرامه یې (وحبلك على غاربك) ستاپړی ستاپرغاړه دی (والحقي بأهلك) له خپلو خپلوانو سره یوځای شه (وخلية وبرية) ته خلاصه او بري یې (ووهبتك لأهلك) ته می خپل اهل ته بخشش کړې (وسرحتك وفارقتك) ته مې خوشې اوجداکړې (وأنت حرة) ته آزاده يې (وتقنعي وتخمري واستتري واعزبي واغربي وابتغي الأزواج) ته مخ پوټی واغونده، ټکری په سرکړه، ځان پټ کړه، ځان مجردکړه، لرې لاړه شه، ځان ته میړونه وغواړه.

که نیت یې نه درلوده په دې الفاظوطلاق نه واقع کیږي، مګرکه (خاوند او ښځه) د طلاق د یادونې پرمهال وو، نو د قضا په نزد طلاق واقع کیږي او په دیانتي لحاظ، که نیت يې نه و، طلاق نه واقع کیږي.

که چیرته ښځه او خاوند د طلاق د یادونې په حالت کې نه بلکې د غضب او شخړې په حالت کې وي په ټولو هغو الفاظوطلاق واقع کیږي چې مقصد ورڅخه کنځل نه وي، او له کومو الفاظو څخه چې کنځل مقصد وي په هغو باندې طلاق نه واقع کیږي مګر په هغه صورت کې چې د طلاق نیت وکړي. کله چې د طلاق لفظ په زیادت او شدت باندې توصیف کړي باین طلاق واقع کیږي، لکه چې ووايي: ته په باین طلاق طلاقه یې، ته طلاقه يې په سخت طلاق، یا فاحش طلاق، یاشیطاني طلاق، یا بدعي طلاق، یا طلاقه يې د غره په څیر طلاق او یا د ډک کور په څیر طلاق.

که طلاق يې ټولې ښځې ته مضاف کړ او یا يې هغه څه ته مضاف کړ چې له ټول بدن څخه تعبیر ورباندې کیږي طلاق واقع کیږي، لکه چې ووايي: ته طلاقه يې، ستاغاړه طلاقه ده، ستا روح طلاق دی، ستا بدن، ستاجسد، ستا شرم ځای او ستا مخ طلاق دی. په همدې ډول که دهغې مشاع جز ته طلاق منسوب کړي، طلاق واقع کیږي، لکه چې ووايي: ستا نیمایي، ستا درېمه (برخه) دې طلاقه وي. که ووایي: ستا لاس او یا ستا پښه دې طلاقه وي طلاق نه واقع کیږي.

که هغې ته نیمایي طلاق ورکړي اویا د طلاق دریمه حصه طلاق ورکړي یوطلاق شمیرل کیږي.

ترفشارلاندې (مجبور کړل شوي) او د نشې په حال کې د سړي طلاق واقع کیږي دګونګي طلاق په اشارې سره واقع کیږي.

که طلاق نکاح ته منسوب شي وروسته له نکاح سم دلاسه واقع کیږي لکه چې (یوې اجنبي نجلۍ ته) ووایي: که ته مې په نکاح کړې نو طلاقه یې اویا ووایي: هره ښځه چې مې په نکاح کړه هغه دې طلاقه وي.

که کوم شرط ته طلاق منسوب کړي وروسته د شرط له پلې کیدوطلاق واقع کیږي لکه چې خپلې میرمنې ته ووايي: که کورته ننوتې طلاقه یې.

د طلاقوونکي اضافت سم نه دی مګر دا چې قسم ویونکی مالک وي، اویا طلاق ملکیت ته مضاف کړي.

شرح:

د الفاظو له مخې د طلاق ډولونه

د الفاظو له مخې طلاق په دوه ډوله دی چې یو ته صریح او بل ته کنایي وایي.

۱- صریح طلاق: هغه الفاظ دي چې د طلاق مراد ترې څرګند او د طلاق لپاره استعمالیږي. دا هغه الفاظ دي چې د (طلاق) له کلمې څخه راوتلي وي.

۲- کنایي طلاق: هغه الفاظ دي چې د طلاق لفظ پکې نه وي خو عرفا په طلاق کې استعماليږي. او په دوه ډوله دي:

الف: درې الفاظ دي چې د هغو په واسطه یوازې یورجعي طلاق واقع کیږي چې نيت يې وي هغه الفاظ دادی:

(اعتدي) عدت تیرکړه (واستبرئي رحمك) خپل رحم پاک کړه (وأنت واحدة) ته یوه یې.

ب: باقي ټول کنايي الفاظ چې حکم یې ترنیت پورې تړاو لري، که د سړي نیت طلاق وي بائن طلاق واقع کیږي اوکه نیت یې طلاق نه وي، نو نه واقع کیږي همدا راز که د یوه طلاق نیت وکړي یو واقع کیږي او که د دوو نیت وکړي هم یو واقع کیږي خوکه د دریو نیت وکړي، درې واقع کیږي.

يادونه: کنایي طلاق کوم خاص الفاظ نلري، بلکې عرف او نیت ته کتل کیږي، هغه داسې کوم الفاظ چې په کور کلي کې د قهر او د طلاق یادونې په مهال د طلاق لپاره استعمالیږي چې د طلاق د کلمې څخه مشتق نه وي هغه کنایي الفاظ دي، لکه: زما له کوره ووځه، د پلار په کور کښېنه…. او نور. ددې الفاظو د استعمال سره سره نیت هم ورته شرط دی.

کنځل کله طلاق شمېرل کېږي؟

ټولې کنځلې چې مقصد ورڅخه کنځل نه وي او نیت یې ورڅخه طلاق وي، طلاق شمیرل کیږي.

د طلاق په الفاظو کې ټینګار

هر ډول د ټینګار الفاظ چې له طلاق سره ملګري کړل شي د هغو په واسطه باین طلاق واقع کیږي، لکه ته په ستر، یا دروند، یا سخت او…. طلاق سره طلاقه يې.

د میرمنې غړو ته د طلاق نسبت

د استعمال له مخې په عرف او رواج کې غړي په دوه ډوله دي، یو هغه چې ټول بدن ورڅخه مرادیږي او بل هغه چې ټول بدن ورڅخه نه مرادیږي، نو که چیرې طلاق د میرمنې هغو غړو ته مضاف شي چې د هغې څخه ټول بدن مرادیږي بیا طلاق واقع کیږي لکه: غاړه، بدن، جسم، شرمګاه اوکه داسې غړو ته مضاف شي چې د هغې څخه ټول بدن نه مرادیږي لکه لاس او پښه بیا طلاق نه واقع کیږي.

د طلاق تجزیه

د طلاق اندازه یو، دوه او درې دي، که چیرې خاوند یوطلاق تجزیه کړي د طلاق، نیمایي دویمه او درېمه برخه خپلې میرمنې ته ورکوي دغه طلاق پوره یو طلاق بلل کیږي، ځکه طلاق تجزیه نه قبلوي. همدا راز بیا هم طلاق واقع کیږي که چیرته خپلې میرمنې ته د هغې یوه شایع برخه یاده کړي او ووايي: ستا نیمایي برخه، درېمه برخه… دې طلاقه وي.

د فشار لاندې اونشې په حالت کې طلاق

خاوند چې تهدید او مجبور شي د حنفي مذهب په بنا يې طلاق واقع کیږي، خو ځینې مذهبونه دغه ډول طلاق واقع نه بولي.

همدا راز که چيرې خاوند د نشې په حالت کې خپله ښځه طلاقه کړي طلاق واقع کیږي.

مشروط طلاق

هرکله چې طلاق تریوشرط پورې وتړل شي د هغه شرط په پلي کیدو باندې طلاق واقع کیږی. لکه چې خاوند ښځې ته و وايي:که له کوره ووتې طلاقه يې، چې ووځي طلاق واقع کیږي.

د طلاق د تعلیق شرط

د سړي طلاق هلته معلق کیږي چې په ښځه کې د طلاق خاوند وي او یا طلاق ملکیت ته مضاف کړي لکه چې ووايي چې که مې وکړې طلاقه يئ، یعنې چې خپله ښځه يې وي، او که پردی ښځې ته ووايي: که له کوره ووتې ته دې طلاقه يې، دا خبره يې هیڅ ځای نه نیسي، که همدا ښځه يې په نکاح کړه او بیا ووته، طلاق نه واقع کیږي.

ملکیت ته د اضافت مثال لکه: هر کله مې چې په نکاح کړې ته دې طلاقه يې دلته تعلیق سم دی او هرکله يې چې په نکاح کړي، طلاق واقع کیږي، ځکه طلاق يې د ملک سبب (نکاح) ته مضاف کړی دی، او نکاح د طلاق د مالکیدو سبب دی.

د شرط الفاظ دا دي: إن (که), إذا (کله چې), إذما (هغه وخت)، کل(هر)، کلما(هر کله چې)، متی(کله چې) اومتی ما(کله چې).

په دغه ټولو شرطونو کې چې (شرط) موجود شي قسم پای ته ورسید (یو طلاق واقع شو)، مګر یوازې د (کلما) په لفظ د شرط په تکرار سره طلاق تکراریږي ترهغه چې درې طلاقه پوره شي، که بیايې په نکاح کړه او شرط تکرار شو هیڅ نه واقع کیږي، زوال د ملک (ازدواج) وروسته له قسمه څخه هغه نه باطلوي، که شرط موجود شو او هغه يې په ازدواج کې وه قسم تماميږي او طلاق واقع کیږي، که له ملک څخه پرته (شرط) موجود شي قسم تماميږي او طلاق نه واقع کیږي.

که د شرط په موجودیت کې دواړه اختلاف وکړي د خاوند خبرې ته اعتبار ورکول کیږي، مګر په هغه وخت کې چې ښځه شاهدان راولي. که شرط داسې وي چې یوازې د میرمنې په واسطه معلومیدای شي، بیا ددې خبره د خپل ځان په حق کې د باور وړ ده. لکه چې خاوند ووايي: که ته حایضه شوې بیا طلاقه يې، هغې وویل: زه حایضه شوم طلاقه شوه، که خاوند ووایي: کله چې ته حایضه شوې طلاقه یي او فلانۍ درسره هم، هغې وویل: زه حایضه شوم همدا طلاقه شوه او فلانۍ نه طلاقیږي، که دې ته ووايي: کله چې حایضه شوې ته طلاقه یې، هغې (د حیض) وینې ولیدلې ترهغه نه طلاقیږي چې څو وینو درې ورځې دوام نه وي کړی کله چې درې ورځې پوره شوې موږ حکم کوو چې طلاق د حیض له لومړۍ نیټې واقع شو، که هغه خپلې میرمنې ته ووایي: که ته په (یو) کامل حیض باندې حایضه شوې نو ته طلاقه یې، ترهغه وخته نه طلاقیږي ترڅو چې له خپل حیض څخه پاکه نشي.

د مینځې طلاقونه دوه دي برابره خبره ده که خاوند یې آزاد وي او یا مریی. د اصیلې میرمنې طلاقونه درې دي برابره خبره ده که خاوند یې مریی وي او یا ازاد.

که سړي خپله میرمن مخکې له کوروالي څخه په یو وار په درې طلاقونو طلاقه کړه درې واړه واقع کیږي،که طلاقونه یې سره بیل بیل کړل په لومړي طلاق باندې جلا کیږي اودویم نه واقع کیږي،که میرمنې ته ووایي: ته په یوطلاق طلاقه یې او په یو(طلاق)، یو(طلاق) واقع کیږي.

اوکه ورته ووايي: په یو طلاق طلاقه یې مخکې د یو څخه یو واقع کیږي. اوکه ورته ووایي: په یوه طلاق طلاقه یې ترې مخکی به یو وي، په دوو طلاقو طلاقیږي.

که ورته ووایي: په یوه طلاق طلاقه یې وروسته د یوڅخه، دوه واقع کیږی. که ورته ووایی: په یوه طلاق طلاقه یې چې له هغه وروسته یو دی، یو واقع کیږي.

اوکه ووایي: په یو طلاق طلاقه یې وروسته د یو څخه، یا یو ورسره بل یا له هغه سره یو بل، په دوو طلاقو طلاقیږي.

که خپلې میرمنې ته ووایي: که کورته ننوتې ته دې په یو طلاق طلاقه یې نو کور ته ننوته، د امام ابوحنیفه په نزد یوطلاق واقع شو، که ورته ووایي: ته طلاقه یې په مکه کې، هرښارکې چې وي طلاقیږي، په همدې ډول که ورته ووایي ته طلاقه یې په کورکې، که ورته ووایي: ته طلاقه یې که مکې ته ننوتې، هغه وخت طلاقیږي چې مکې ته ننوځي، که ورته ووایي: ته دې طلاقه یې سبا ته کله چې سبا راوخیژي طلاقیږي.

شرح: د شرط الفاظ

په قدوري کې د شرط هغه الفاظ ذکر شوي چې په عربي ‌‌ژبه کې د شرط لپاره استعمالیږي چې له پښتو سره زیات فرق لري، خو په هره ژبه کې له اصطلاحاتو څخه کاروونکې دودیزې معناوې اخېستل کیږي. په عمومي توګه دا الفاظ په دوه ډوله دي. یو هغه چې یو ځل د شرط په وجود سره له منځه ځي، چې هغه (إن(که), إذا (کله چې), إذما(هغه وخت)، کل(هر)، متی(کله) اومتی ما (کله) الفاظ دي.

او بل د کُلَمَا لفظ دی چې د شرط په تکرار سره درې ځله تکراریږي، ځکه په درېم طلاق ښځه د ده له ملکیته وځي او د شرط مصداق له منځه ځي، نو د شرط په تکرار کوم اثر نه مرتبیږي.

د شرط د موجودیت په اړه اختلاف

کله چې خاوند خپلې میرمنې ته مشروط طلاق ورکړي، او بیا د شرط په اړه د خاوند او ښځې ترمنځ اختلاف پیداشي یو وایي: شرط موجود شوی او بل لوری وایي: نه دی موجود شوی په دې صورت کې د خاوند خبرې ته اعتبار ورکول کیږي، که میرمن شاهدان ولري بیا د شاهدانو خبره منل کیږي، ځکه چې په شرط کې د اختلاف په صورت کې ښځه د ازادۍ دعوا کوي نو دا مدعي او خاوند يې د نکاح د بقا دعوه لري، نو هغه مدعي علیه ګڼل کیږي او بینه په مدعي او قسم په مدعي علیه دی. که د شرط موجودیت یوازې د میرمنې له لوري معلومیدای شي، بیا د میرمنې خبره معتبره ده، ځکه په دې وخت کې دا په خپل ځان ښه خبره ده.

د طلاقونو شمیر

د طلاقونو د شمیر په هکله مېرمن ته کتل کیږي، که مېرمن اصیله وي، د درې طلاقو او که مینځه وي، نو د دوو طلاقونو ځای ګڼل کیږي، او په دې هکله مېړه ته نه کتل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x