د نیوزېلنډ پر وړاندې هند لوبډله په یوازې «۹۲» منډو وسوځېدله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): وروسته له درې پرلپسې بریاو هند لوبډله د نیوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې په څلورمه یو ورځنۍ سیالۍ کې په یوازې ۹۲ منډو وسوځېدله، دا په پنځوس اوریزو سیالیو کې د هند اوومې کمې منډې دي.

دغه سیالۍ چې د ویرات کوهلي پرته ترسره شوه چې لوبډلمشري یې روهیټ شرما وکړه، او په ۳۰.۵ اورونو کې یې یوازې ۹۲ منډې جوړې کړې، چې له مخې یې زیاتې منډې ۱۸ وروستي توپوهونکي یوزویندرا چاهل جوړې کړې.

په لوبه کې پچه کین ویلیمیسن وګټله خو روهیټ شرما ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، د هند اوه لوبغاړو له لسو څخه زیاتې منډې جوړې نشوې کړای، یو مهال په ۵۵ منډو ۸ لوبغاړي له لاسه تللي وو خو وروسته کولدیو یادو او چاهل منډې تر ۹۲ ورسولې.

لوبډلمشر روهیټ شرما ۷، شیکر دهاون ۱۳، شوبمن ګیل ۹، امیتاب رایډو او دینیش کارتیک صفر-صفر، کیدر جادو ۱، هارډیک پانډیا ۱۶، کمار ۱، کولدیو یادو ۱۵، یوزویندرا چاهل ۱۸ او خلیل احمد ۵ منډې جوړې کړې، د نیوزېلنډ لخوا ټرینټ بولټ د ۲۱ منډو په بدل کې ۵ او ګرانډهومې د ۲۶ منډو په بدل کې ۳ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې د نیوېلنډ لوبډلې ټاکل هدف د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو په یوازې ۱۴.۴ اورونو کې پوره کړ، ددوی لخوا زیاتې منډې ۳۷ روس ټیلر جوړې کړې، د لوبې غوره لوبغاړی ټرینټ بولټ ونومول شو.

یاده دې وي چې د پنځه یو ورځني سیالیو کې هند لوبډلې لومړۍ درې سیالۍ ګټلې دي او سیریز یې په خپل نوم کړی دی، ددوی ترمنځ پنځمه سیالۍ به د فبرورۍ میاشتې په دریمه نېټه ترسره شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د