د اسلام ټولنیز نظام / د طلاق وروسته رجعت

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

رجعت

کله چې خاوند خپله میرمن په یو یا دوه رجعي طلاقو باندې طلاقه کړي، دی کولای شي چې بیرته هغې ته د عدت په موده کې مراجعه وکړي، که د هغې خوښه وي اویایې خوښه نه وي.

رجوع دې ته ویل کیږي چې ووایي: تا ته مې رجوع وکړه او یا خپلې ښځې ته مې رجوع وکړه، یا کوروالی ورسره وکړي، یا یې ښکل کړي، یا يې په شهوت سره لمس کړي اویا خویې شرم ځای ته په شهوت سره وګوري.

مستحب کار دا دی چې په رجوع کولو باندې دوه ګواهان ونیسي او که شاهدان نه وي بیا هم رجوع سمه ده.

که د عدت موده تیره شي بیا ووایي: ما درته په عدت کې رجوع کړې وه او میرمن یې هم ومني، رجوع درسته ده، اوکه میرمن هغه دروغ جن وبولي د ښځې خبرې ته اعتبارورکول کیږي او د امام ابوحنیفه په نزد قسم نه ورکول کیږي.

که خاوند ووایي: ما درته رجوع وکړه او هغه په ځواب کې ووایي: زما عدت تېر شوی دی د امام ابوحنیفه په نزد رجوع نه صحیح کیږي.

کله چې د درېم حیض وینې په لسمه ورځ بندې شوې، عدت پای ته ورسيد، که څه هم غسل یې نه وي کړی. که له لسو ورځو څخه په کمه موده کې وینه بنده شوه، د امام ابوحنیفه او امام ابویوسف په نزد رجعت د غسل کولو، یا د یوه لمانځه د وخت تر پای، یا هم د تیمم او لمانځه کولو تر مودې پورې نه دی ختم شوی. امام محمد وایي:

کله چې تیمم وکړي عدت ختم شو که څه هم لمونځ يې نه وي کړی.

که غسل یې وکړ او ترې د بدن یو وچ پاتې شوی ځای وریاد شو، که دغه ځای یوه اندام او یا له هغه څخه ډېر و،د طلاق رجعت نه دی ختم شوی، او که له یوه اندام څخه کم وي بیا نو رجعت ختم دی.

شرح: د رجعت تعریف

رجعت مراجعې ته وایي او د فقهاوو په اصطلاح کې د طلاقې شوې میرمنې له نوي عقد څخه پرته د زوجیت حالت ته بیرته راګرځېدل رجعت بلل کیږي.

خاوند کومې مطلقې ته رجوع کولای شي؟

رجعت غیرله باین طلاق څخه په رجعي طلاق کې جایز دی په لاندې تفصیل سره:

۱- هغې میرمنې ته رجوع کولای شي چې د درې طلاقو څخه په کمو طلاقو په صریحو الفاظو باندې طلاقه شوې وي، نو هغې میرمنې ته چې په درې طلاقو، یا په کنایي الفاظو او یا په بل باین طلاق طلاقه شوې وي رجوع نه شي کولای.

۲- هغې میرمنې ته چې د طلاق په بدل کې ورڅخه عوض اخېستل شوی وي، رجوع نه کیږي. نو له کومې مېرمنې سره چې خلع وشي بیا ورته مراجعه نه شي کولای.

۳- رجوع یوازې په عدت کې صورت مومي، نو د کومې میرمنې چې عدت ختم شي، رجوع ورته نشي کولای.
رجعت په کومو شیانو سره راځي؟

۱- د هر هغه لفظ په واسطه چې د خاوند له خوا پر رجعت باندې دلالت وکړي او له طلاق څخه د صرف نظر کیدو په معنی تمام شي.

۲- چې خاوند داسې کار ترسره کړي چې هغه د رجوع معنا ولري.

د رجوع او نه رجوع په هکله اختلاف

کله کله د عدت په لړکې د رجوع اونه رجوع په اړه اختلاف رامنځته کیږي که سړی شاهدان و نلري د ښځې خبرې ته اعتبار ورکول کیږي او قسم پکې نشته.

د رجعي طلاق اړوند احکام: په رجعي طلاق طلاقه شوې میرمن به ځان ښکاره او سينګاروي، د هغې د خاوند لپاره مستحب دي چې کله د هغې خواته ورځي اجازه به ترې اخلي، او یا به يې د خپلو بوټانو په آوازباندې خبروي، رجعي طلاق کوروالی له میرمنې سره نه حراموي، اوکه طلاق پرته له دریوڅخه باین وي، خاوند کولای شي هغه د عدت په موده کې او یا وروسته له عدت څخه بیا په نکاح کړي.

که اصیله میرمن په درې طلاقو او مينځه په دوو طلاقونو طلاقه شي، تر هغه (طلاقوونکي) خاوند ته نه حلالیږي، ترڅو چې بل خاوند هغه په صحیحې نکاح نکاح نکړي، کوروالی ورسره ونه کړي بیا یې طلاقه کړي او یا ترې دغه خاوند مړنه شي.

مراهق هلک په تحلیل کی د بالغ په څیر دی.

د بادارکوروالی مینځه د خاوند لپاره نشي حلالولای.

که څوک د تحلیل په نیت نکاح وکړي، نکاح يې مکروه ده، که کوروالی ورسره وکړي، د لومړي خاوند لپاره حلالیږي.

که اصیله مېرمن په یو اویا دوو طلاقو طلاقه شي، د عدت له تیريدو وروسته د بل چاسره واده وکړي اوبیا د اول خاوند د نکاح لاندې راشي، له درې واړو طلاقو سره لومړي خاوند ته راګرځي، دویم خاوند تر دريو کم طلاقونه داسې له منځه وړي لکه څنګه چې درې طلاقه له منځه وړي، امام محمد وایي: له دریو څخه کم طلاقونه له منځه نه وړي.

که مېرمن په دریو طلاقو طلاقه کړي او هغه ووايي: زما عدت تیرشو، بل ميړه سره مې واده وکړ، هغه راسره یوځای شو، او طلاقه يې کړم، عدت مې تیرشو، او موده د دغو کارو احتمال ولري، خاوند ته جایز ده چې د هغې خبره ومني که دده په غالب ګمان هغه صادقه وي.

شرح: په رجعې طلاق د طلاقې شوې ښځې خاوند ته ځان ښودل او سینګار

کومه مېرمن چې په رجعي طلاق طلاقه شوې وي، کولای شي چې د خپل خاوند لپاره ځان سینګار کړي، ترڅو د هغه رغبت ورته پیدا شي اومراجعه ورته وکړي او د طلاق له بدو عواقبو څخه ځان او خپل خاوند وژغوري او خاوند ته د ښځې ځان جوړول او ځان ښودل د رجعت لپاره لار جوړوي او مستحب کار دی.

په رجعت کې له رجعي مطلقې سره د خاوند تعامل

د رجعي مطلقې خاوند ته مستحب ده چې کله د هغې لوري او یا کوټې ته ورځي، اجازه به ترې اخلي او یا به هغه په خپل ورتګ خبروي، ځکه طلاق دده له لوري واقع شوی او له طلاق څرګندیږي چې دی يې نور له ځان سره ساتل نه غواړي، او که غوښتی يې نو رجوع به يې ورته کړې وه. نو دی به له هغې سره د پردۍ په توګه تعامل کوي.

طلاقې شوې ښځې ته د رجوع حکم

لکه څرنګه چې مخکې تېر شول طلاق په درې ډوله دی: رجعي، باین او مغلظ، نو په رجعي طلاق کې سړی په ځانګړې اراده، د ښځې له موافقې پرته هغې ته رجوع کولی شي. نوي عقد ته پکې اړتیا نشته.

په باین طلاق کې که خاوند وغواړي چې ښځه بیرته له ځانه سره وساتي نو په یوازې توګه رجوع نشي کولای، بلکې د ښځې رضا ته اړتیا شته، له سره به عقد تړل کیږي او ایجاب او قبول به کیږي، بیا ورته روا کیږي.

په مغلظ طلاق کې چې ښځې ته درې طلاقونه اچول شوي وي، په نوي عقد کار نه جوړیږي، بلکې ښځه به پریږدي چې عدت يې تیر شي، بیا يې بل خاوند په نکاح کړي، کوروالی ورسره وکړي، که هغه طلاقه کړه، بیا پخواني خاوند ته له نوي عقد څخه وروسته روا کیږي.

د حلالې په نیت د نکاح حکم

لومړی خاوند ته د حلالیدو په نیت طلاقه شوې مېرمن په نکاح کول او بیرته طلاقول مکروه تحریمي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: « لَعَنَ اللَّهُ الْمُحَلِّلَ وَالْمُحَلَّلَ لَهُ» د الله لعنت دې وي په حلالوونکي او په هغه چا چې هغه ته يې حلالوي.

دویم خاوند د پخواني خاوند ټول طلاقونه بیا راژوندي کوي

هر سړی په خپله ښځه کې د درې طلاقونو واک لري کله چې یو څوک خپلې مېرمنې ته یو یا دوه طلاقه واچوي، که بیرته رجوع ورته وکړي، نو یواځې هغه پاته طلاقونه وراچولی شي، او که وروايې چول او له پخوانو سره يې درې طلاقه پوره شول، ښځه په مغلظ طلاق طلاقه شوه، او بیرته رجوع ورته نشي کولای. خو که طلاقې شوې مېرمنې بل خاوند وکړ، او هغه له یوځای والي وروسته طلاقه کړه، که پخواني خاوند په نکاح کړه، هغه له ټولو طلاقونو سره راګرځي، که یو طلاق يې ور اچولی وي، که دوه او که درې ټول له منځه ځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د