افغانستان

ټرمپ ته د اشرف غني لیک غبرګونونه را پارولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو باورونه پاخه شوي، د ګد حکومت یو مشر محمد اشرف غني ټرمپ ته په لیکلي لیک کې زارۍ کړې چې ځواکونه دې نه باسي، دوی به يې د لګښتونو په کمولو کې ورسره مرسته وکړي.

د نوموړي د دې لیک جزییات نیویارک ټایمز خپاره کړي، چې پر وړاندې يې د سیاسیونو په ګډون د عامو خلکو هم توند غبرګونونه را پارېدلی دی، خواله رسنیو کې محمد اشرف غني ته د «شاه‌شجاع، ببرک کارمل…» خطابونه شوي دي.

سیاسي شنونکي‌ او د سولې په برخه کې د نظر خاوند انجینر نظر محمد مطمئن دا له واک سره د محمد اشرف غني تنده بللې او زیاتوي چې پر همدې پلمه د واک دوام غواړي.

هغه لیکلي: «یو وخت دوی ویل چې ۶ میاشتو کې سوله راولو، اوس واک ۱۰ کلو ته غځول غواړي، واک ساتل یا سوله لومړیتوب دی؟؟»

وړاندې زیاتوي: «د سولې مخالفت ښه کار نه دی، بلکې له افغان ولس سره ستره جفا او لوی ظلم دی.»

د معروف لېوال په نوم بل تن محمد اشرف غني د واک «لېونی» بللی او په وینا يې حاضر دی چې ټول ارزښتونه ترې ځار کړي: «غني هم د “واک لیونی” دی نه ورته خوله ارزښت لري، نه هیواد ازرښت لري او نه سوله ارزښت لري، دې غلامانو ته سیاسي ځواک تر ناموسه مه ګرانوئ او ناموس هم تر قدرته ځاروي.»

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند بیا د محمد اشرف غني پلویان مخاطب کړي او زیاتوي چې د شاه شجاع او ببرک کارمل تاریخ يې په ګونډو کړ: «دا تاریخي شرم به چېرته وړئ؟ د شاه شجاع او ببرک تاریخ یې په ګونډو کړ!»

د مسیر ورځپاڼې مسؤل او د کابل پوهنتون استاد اسد وحیدي بیا غیر مستقیم ان پر شاه‌شجاع د خواخوږۍ وړاندیز کړی دی، هغه لیکلي: «وايي شاه شجاع په پټه خپله توره د انگريز ضد افغان جنګياليو ته ولېږله او ورته ويې ويل: زه خو غلام او بندي يم، تاسې دا زما په توره هم جهاد وکړئ!
که شاه شجاع دا د ځينو پیغورونه واوري، څومره به غوسه شي!»

هغه پر خپله فیسبوک‌پاڼه د سولې اړوند شریکو کړو اندېښنو کې دا هم لیکلي: «د اشرف غني خبرې او کړنې يوازې د واک د دوام لپاره دي چې ښه بېلګه يې ټرمپ ته وروستی ليک دی. د هېواد د غرقېدو او نجات په شېبو د څوکۍ مين خپل غم اخيستی.»

دا په داسې حال کې دی چې د محمد اشرف غني پخواني امنیتي سلاکار حنیف اتمر هم د حکومت پر دریځ نیوکه کړې ده، اتمر هغه څوک و، چې د ګډ حکومت پر سبا يې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

هغه ویلي: «د دې پر ځای چي حکومت په ولس کي هیله پیدا کړي او دا حیاتي پروسه مخته بوزي، حکومت لګیا دی دا پروسه زیانمنوي چې په ولس کي ډار او واهمه واچوي.»

له دې لیک پرته هم؛ تېره ورځ یوې غونډې ته محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې ان نړۍوال د سولې بهیر کې ناکام تجربه کار وبلل.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلا ضعیف وايي، امریکا په وتلو ده او باید ووځي.

هغه له طلوع‌نیوز سره خبرو کې وویل، که امریکا له طالبانو سره توافق ته ورسېږي کنه؛ خو له دې هېواده پښې سپکوي، ښه به دا وي چې د سولې د پروسې ملاتړ وشي.

له امریکایانو وروسته د راتلونکي افغانستان په اړه د طالبانو سیاسي دفتر وايي، چې د واک انحصار نه غواړي، له ګاونډیانو او بېرته لوېدیځ سره ښې متقابلې اړیکي غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

ټرمپ!دهرمرض دعلاج اودمشکلاتودحل لپاره يوه نسخه تجويزکړيده چه فرمائې ؟ (ددوستانودميرمنوسره خوب ډيره مزه کوي)؟ نوکه څوک قدرت غواړي همدامجربه نسخه دي عملي کړ ي ؟ والسلام.

حکیمي

بنوري صاحب څوک چي دهیواد په سر معامله کولای شي
دډیورنډ په کرښه یې کولای شي نوداستاسو په تجویزکړې نسخه خویې په پټوسترګوکولای شي

خو دانسخې اوس دټرامپ درد هم نشي دواکولای ځکه اوس یې دقدرت نشه له سره الوتې اوداخونو وړې وړې نشې دي

امریکایانو دخپل سرپه کاسه کې اوبه وڅښلې نورنو دټینګې ندي

جميل

د دى خبيث ٥٠ كلنه مبارزه چى د اسلام پر ضد يى پيل كرى وه ناكامه شوه . هغه مصرفونه او تبليغات چى امريكايانو او نورو كفارو و دى ليونى ته كرى وه توله په اوبو كى لاهو شوه. امريكا دير په غرور په افغانستان كى داسى يو بى دينه لولو په بى غيرتو او بى ايمانو افغانانو و مانه چى بى نكاح ماينه يى هم كافره وه ، همدا يوه كافره يى ددى بى ايمانو او بى همتو افغانانو د تولو ميرمنو مشره وتاكله ، د تولى دنيا په تاريخ كى يى سارى نشته چى په يو هيواد كى… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x