بیګ باش لیګ: د راشد او مجیب لوبډلې د بهر کېدلو په درشل کې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د استرالیا په بیګ باش لیګ کې درې افغان تکړه افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن په بېلا بېلو کې لوبیږي.

په یاد لیګ کې تر دې مهاله افغان لوبغاړو په خپله هره لوبه کې ګډون کړی او د تمو سره سم ځلیدلي دي، محمد نبي د میلبورن رینیګیډز، راشد خان د اډلیډ سټرایکرز او مجیب الرحمن د بریسبین هیټ لوبډلو مهم لوبغاړي دي.

د راشد خان او مجیب الرحمن لوبډلې د بهر کېدلو په درشل کې خو د محمد نبي لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده، په یادو سیالیو کې د افغان لوبغاړو کارکردګي د پام وړ ده.

د راشد خان لوبډله (اډلیډ سټرایکرز)

اډلیډ سټرایکرز چې راشد خان یې لوبغاړی دی، او د تېر ۲۰۱۷/۱۸ کال اووم پړاو بیګ باش سیالیو اتلولي یې هم خپله کړې وه، په یاد پړاو کې له سخت حالت سره مخ ده، او د بهر کېدلو په درشل کې ده.

د راشد خان لوبډلې له ۱۱ سیالیو څخه ۷ بایللي، ۴ یې ګټلي او ۸ پواینټونه لري، په راتلونکو یوې سیالۍ بایللو سره به بهر شي (نن د هوبارټ هورایکنز لوبډلې سره سیالۍ لري)، خو په هغه صورت کې د پاتې کېدلو چانس لري چې خپلې وروستۍ درې سیالۍ وګټي او نورې دوه لوبډلې (میلبورن سټارز او سیډني تنډر) هم په ستر توپیر ماتې وخوري.

د مجیب الرحمن لوبډله (بریسبین هیټ)

د مجیب ځدران لوبډلې له خپلو ۱۱ سیالیو څخه ۳  ګټلي، ۷ بایللي او یوه بې نتیجې پای ته رسیدلې چې ټول ۷ پواینټونه لري، دوی په راتلونکو لوبو کې نیمه پایلوبې ته په نیشت حساب چانس لري.

د محمد نبي لوبډله (میلبورن رینیګیډز)

بل خوا د محمد نبي لوبډله چې په جدول کې په دویم نمبر ده او په اغلب ګمان یې نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده، میلبورن رینیګیډز لوبډلې له خپلو ۱۳ سیالیو څخه ۸ ګټلي، ۵ بایللي او ۱۶ پواینټونه لري، خو راتلونکې یوې سیالۍ کې بریا به یې نیمه پایلوبې ته لار موندل ۱۰۰ سلنه یقیني کړي، د یادې لوبډلې په بریاو کې د محمد نبي کارکردګي د پام وړ ده.

د یادونې ده چې د بیګ باش لیګ سیالۍ نیمه پایلوبې به د فبرورۍ میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه پېل شي او پایلوبه به په ۱۷مه نېټه ترسره شي، په یاد لیګ کې تر دې دمه د هوبارټ هورایکنز لوبډله د جدول په لومړي نمبر کې ځای لري او لومړۍ لوبډله ده چې نیمه پایلوبې ته یې لار موندلې ده.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د