دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام ټولنیز نظام / خلع

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

خلع

کله چې مېړه اومېرمن سره وران شي او پدې وویریږي، چې د الله احکام به قایم نکړي، بیا مېرمن کولای شي چې خپل نفس د مال په مقابل کی له مېړه څخه خلاص کړي، داکارچې وشي، نو په خلعه باندې یوباین طلاق واقع کیږي اومېرمن به خاوند ته مال ورکوي.

که نشوز(د بیلتون لاملونه، لکه بد ایسیدل او سرنه ټیټول) د خاوند له خوا وي، بیا ده ته مکروه ده چې د خلع په مقابل کې مال ورڅخه واخلي، که نشوز د مېرمنې له خوا وي بیا خاوند ته مکروه ده چې له ورکړي مال (مهر) زیات ور څخه واخلي، خو که دغه کاروکړي د قضاء په وړاندې جواز لري.

که مېرمن د مال په مقابل کې طلاقه کړي مېرمن هم دغه طلاق قبول کړي باین طلاق واقع کیږي او پرهغې باندې مال لازمیږي.

که په خلع کې عوض باطل شي، پدې معنی چې مسلمانه مېرمن د شرابو، خنزیر یا د مردارې په مقابل کې خلع وکړي باین فُرقت واقع کیږي خومېړه ته هیڅ عوض نه ورکول کیږي، که په طلاق کې عوض باطل شي رجعي طلاق واقع کیږي. هر هغه څه چې مهر واقع کیږي د خلع بدل هم کیدای شي.

که مېرمن ووایي: ماسره په هغه څه خلع وکړه چې زما په لاس کې دی، نو خاوند خلع ورسره وکړه اوپه لاس کې یې هیڅ نه وي( خلع واقع کیږي)، خو خاوند په ښځه د هیڅ شي حق نلري.

که ورته ووایي: ماسره په هغه مال خلع وکړه چې زما په لاس کې دی، هغه ورسره خلع وکړه خو د هغې په لاس کې هیڅ نه و خپل مهر به خاوند ته ورکوي.

که ورته ووايي: ماسره په هغو درهمو خلع وکړه چې زما په لاس کې دي او هلته هیڅ نه وي درې درهمه به خاوند ته ورکوي.

که ووایي: په زر افغانيو مې په درې طلاقونو طلاقه کړه، او هغه یو طلاق ورکړي د زرو افغانيو درېمه برخه به ورکوي.

که ووایي: درې طلاقه په زرو افغانيو راکړه او خاوند یو طلاق ورکړي، د امام ابوحنیفه په نزد خاوند د هیڅ شي مستحق نه دی.

که (خاوند) ښځې ته ووایي: خپل نفس د زرو افغانيو مقابل کې او یا په زرو افغانيو په درې طلاقو طلاق کړه، هغه ځان ته یو طلاق ورکړي، هیڅ نه واقع کیږي.

بیزاري (مبارأة) د خلع په څیر ده، خلع او بې زاري دواړه د امام ابوحنیفه په نزد د نکاح اړوند ټول حقونه هغه چې د زوجینو ترمنځ پر یوه اوبل باندې دي، ساقطوي.

د خلع تعریف: خلع په لغت کې ایستلو او لرې کولوته وایي او د فقهې په اصطلاح کې: د مال په بدل کې د خلع په لفظ سره د نکاح له منځه وړل خلع بلل کیږي.

کله د ښځې او خاوند ترمنځ خلع کیږي؟

کوم خاوند او مېرمن چې په خپل منځ کې داسې اختلاف ولري، چې شریک ژوند ته دوام نشي ورکولای، په دې صورت کې هغوی په خپله خوښه کولای شي چې د نکاح تړون ته د پای ټکی کیږدي، هغه په دې معنی چې مېرمن د مال په مقابل کې خپل ځان له خاوند څخه آزاد کړي، دغه ډول خلاصون چې خاوند خپلې مېرمنې ته د مال مقابل کې ورکوي، خلع نومول شوی دی چې ورباندې یو باین طلاق واقع کیږي او په مېرمن مال لازمیږي.

د خاوند نشوز: نشوز ته په پښتو کې (سر نه ټیټول) ویلای شو، هغه داسې چې په خاوند او مېرمن کې یو داسې وي چې د بل درناوی نه کوي، حق يې نه ادا کوي او یا زیاتې ورسره کوي، بد يې ایسیږي او ژوند کول ورسره نه خوښوي.

که خاوند نشوز ولري او دی د خلع باعث جوړ شوی وي، بیا ورته مکروه ده چې مېرمن د مال په مقابل کې له ځانه جلا کړي، په دې صورت کې هغه ته دا غوره ده چې له مال څخه پرته مېرمنې ته طلاق ورکړي؛ ځکه الله  خاوند له دې څخه منعه کړی دی فرمايي: وَإِنْ أَرَدْتُمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنْطَاراً فَلا تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئاً أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَاناً وَإِثْماً مُبِيناً [النساء ۲۰]. که ومو غوښتل یوه ښځه بدله کړئ، بله وکړئ او ورکړی مو وي په دوی کې یوې ته د دوی نه ډېر مال (مهر کې)، نو هیڅ ترې مه اخلئ، ایا تاسې په نا حقه او په ښکاره ګناه سره اخلئ؟.

د ښځې نشوز: که نشوز د مېرمنې له لورې وي، بیا خاوند ته مکروه ده، چې د خلع مقابل کې له هغه مال څخه اضافه مال واخلي کوم چې ده مېرمنې ته د نکاح پرمهال ورکړی دی؛ ځکه له مهر څخه زیات مال زیاتی دی باید په ښځه ونه تپل شي.

د خلع بدله: د خلع بدله هر هغه شی واقع کیدای شي کوم چې مهر واقع کیدای شي، نو که د خلع بدله هغه څه وټاکل شي چې د شریعت له مخې ناروا وي، لکه شراب او یا نورحرام توکي، باین طلاق واقع کیږي، اما خاوند د هیڅ شي مستحق نه بلل کیږي؛ ځکه ښځې د شرعې له نظره مال نه دی یاد کړی او چې څه شی يې یاد کړي هغه شرعا مال نه دی.

د خلع واک بل چا ته سپارل : خاوند دا حق لری چې دخپلې مېرمنې خلع بل شخص اویا هم خپلې مېرمنې ته وسپاري، هرڅومره بدله چې د خاوند او مېرمنې ترمنځ د خلع لپاره وټاکل شي هماغه اندازه پرمېرمن باندې د خلع د تنفیذ پرمهال لازمیږي.

المباراة : مبارات یو بل بري او ازاد ګرځولو ته وايي، هغه داسې چې خاوند د ښځې څخه د پیسو په مقابل کې ازاد وي او ښځه هم د مال په منلو ځان د خاوند څخه بیزاروي، خو یو رمزي توپیر يې دا دی، چې په مبارات کې د امام صاحب او امام ابو یوسف په نزد، د ښځې ځنې ثابت حقوق، لکه د تیر وخت نفقه او دې ته ورته نور د خاوند نه ساقطیږي، خو په خلع کې د ابو یوسف په نزد یوازې هغه څه ساقطیږي، چې کوم د خلع په وخت کې ورباندې موافقه وشي.

امام محمد رحمه الله وايي: په خلع او مبارات دواړو کې هغومره مال ساقطیږي چې نومول شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x