دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام ټولنیز نظام / ظهار

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

د ظهار تعریف: ظهار په لغت کې شا په شا کیدو ته ویل کیږي، د فقهې په اصطلاح کې خپلې ښځې ټول بدن او یا یې داسې غړی چې د ټول بدن تعبیر ورڅخه کیږي د مور یا نورو ابدي محرماتو د غړو یا ټول جسم سره مشابه کول ظهار بلل کیږي.

د ظهار الفاظ : هره ټولنه خپل الفاظ لري چې د سیاق او سباق څخه یې مفهوم څرګندیږي، همدا شان د ظهار الفاظ هم دي، نو که یو مسلمان خپلې مېرمنې ته ووایي: ستا شا زما د مور د شا په شان ده، دا سړی مظاهر دی، خو که ورته ووايي: ته په ما باندې داسې یې لکه زما مور، دلته د سړي نیت ته کتل کیږي، که د ظهار نیت یې وي ظهار دی، که د طلاق نیت یې وي باین طلاق دی، که د عزت او کرامت نیت یې وي په همدې حملیږي او که د هیڅ شي نیت یې نه وي کړی هیڅ نه واقع کیږي.

د ظهار حکم : هغه میړونه چې خپلې مېرمنې له میندو یا ابدي محرماتو سره تشبیه کوي، تر هغه ښځه ورباندې حرامیږي څو د خپل ظهارکفاره ورنکړي.

د ظهارکفاره : د ظهارکفاره د درې لاندې شیانو څخه یوه ده:

۱- د یوغلام آزادول .

۲- که غلام یې نه درلود دوه میاشتې به پرله پسې روژې نیسي.

۳- اوکه دغه کار یې هم نشو کولای شپیته و مسکینانو ته به یوه ورځ ډوډۍ ورکوي او یا به یوه مسکین ته شپیته ورځې ډوډی ورکوي.

د ظهار احکام

۱ – کفارې په جریان کې کوروالی

د کفارې له ورکړې او یا د هغې په جریان کې ظهارکوونکی خاوند مکلف دی چې له خپلې مېرمنې سره کورواله ونکړي، که چیرې يې کفاره په روژه اداء کوله او د روژې په جریان کې، له هغې سره د شپې په قصد او د ورځې په هیره کوروالی وکړي، د امام ابوحنیفه او محمد په نزد به کفاره بیا له سره پیل کوي، ځکه پرله پسې والی (تتابع) له منځه ولاړ، خو امام ابویوسف وايي: له سره به يې نه پیلوي، ځکه دا هغه کارونه دي چې روژه نه فاسدوي، نو تتابع هم له منځه نه وړي.

۲ – د یوې نه د زیاتو ښځو سره ظهار

که چېرې خپلو ټولو ښځو ته (که دا دوه… وي) ووایي: تاسې په ما داسې یاست لکه زما د مور شا، دی د ټولو څخه مظاهر دی، که ښځې دوه وې دوه کفارې، که درې وې درې او که څلور وې څلور کفارې به ورکوي.

۳ – کومې ورځې تتابع نه ماتوي؟

که د ظهار کفاره په روژو نیولو اداء کوي، نو د رمضان د میاشتې فرضي روژه، د واړه او غټ اختر ورځې او د تشریق په ورځو کې به روژه نه نیسي او پدې سره تتابع له منځه ځي که دغه ورځې پکې راشي له نوي سره به روژې نيسي. پرته له حیضه که په نورو ناروغیوکې او یا د عذر له امله روژه وخورې، تتابع له منځه ځي او بیابه روژه نیول له سره پیل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x