دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام ټولنیز نظام / لعان

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

لعان

لعان څه وخت صورت مومي؟

د خاوند او مېرمنې ترمنځ لعان هغه وخت پیل کیږي، چې خاوند خپله مېرمن په زنا باندې تورنه کړي، یا د هغې ولد نفې کړي په داسې حال کې چې د خپلې مدعی لپاره شاهدان ونلري.

تعریف : لعان په لغت کې شړلو او لرې کولو ته وایي. او د فقهاوو په اصطلاح کې هغه ګواهي چې د ښځې او خاوند ترمنځ د غضب او لعنت په ملتیا تر سره کیږي لعان بلل کیږي.

د لعنت کلمه به خاوند وایي او د غضب لفظ به مېرمن استعمالوي.

اهل شهادت څوک دي؟

د شهادت اهل هغه څوک دی چې عاقل، بالغ، آزاد، مسلمان وي او د قذف په حد باندې په درو شوی نه وي. نو که چیرې په زوجینو کې کوم یو لیونی، غلام، صغیر اویا د قذف په حد وهل شوی وي بیا د دوی ترمنځ لعان نه واقع کیږي، ځکه اهل شهادت نه دی.

د لعان کیفیت او مثال: کوثر خپله مېرمن زبیده په زنا باندې تورنه کړه، خو د خپلې دعوی لپاره هیڅ ګواه نلري، زبیدې وویل: زه زنا کاره نه یم، او له قاضي څخه يې د خاوند لپاره د قذف د حد غوښتنه وکړه، قاضي به لومړی خاوند ته څلور وارې په هغو الفاظو  قسم ورکوي چې په متن کې واضح شول، کوثر چې دغه قسمونه تکرار کړل، بیا به قاضې زبیدې ته پنځه ځله هماغه قسمونه ورکړي چې په متن کې یې یادونه شوې ده.

د لعان حکم :کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ د قاضي په وړاندې د متن په ترتیب لعان وشو، قاضي به دواړه سره جداکړي، امام ابوحنیفه او امام محمد دغه جدایي یو باین طلاق بولي، ځکه دا تفریق د قاضي له لورې راځي او د قاضي تفریق باین طلاق دی، خو امام ابویوسف یې دایمي جدایي ګڼي، ځکه رسول الله e فرمايي: «الْمُتَلَاعِنَانِ لَا يَجْتَمِعَانِ أَبَدًا» اخرجه ابوداود فی سننه باب اللعان ۳۲۴۲ صححه الالباني. لعان کوونکي د تل لپاره سره نه جمع کیږي.

له لعان څخه انکار : که خاوند له لعان څخه انکار وکړي، هغه باندې به قاضي د قذف حد پلي کوي؛ ځکه هغه خپله مېرمن په ناحقه په زنا تورنه کړې ده.

که مېرمن د لعان څخه انکار وکړي، هغه به د قاضي له خوا ترهغه پورې زنداني کیږي، څو لعان ووایي، او یا خو د خپل خاوند خبره تصدیق کړي.

که د خاوند خبره یې تصدیق کړه د زنا حد ورباندې نه پلي کیږي؛ ځکه د زنا د حد د پلي کیدو لپاره څلور ځله اقرار شرط دی او دا یو اقرار دی نو په یو اقرار ورباندې حد نشته، همدا راز د لعان پریښودل په زنا نه ګواهي ده او نه اقرار، نو غوښتنه يې دا شوه چې د حد ایجاب نه کوي.

په غبرګونو ماشومانو کې له یو نه انکار

که په غبرګونو ماشومانو کې لومړی نفیه کړي، اوپه دویم اعتراف وکړي، د دواړو نسب ثابتیږي، خاوند په حد کیږي او لعان صورت نه مومي؛ ځکه دا دواړه د یو اوبو څخه پیداشوي، او ده په دويم باندې په اعتراف خپل ځان درواغجن وګاڼه، ځکه یو حمل د دوه کسانوڅخه نه وي.

که لومړی د ځان بولي او دویم نفې کړي، د دواړو نسب ثابتیږي، خو لعان به کوي، ځکه دا هم د تیر په شان یو حمل دی، اول اعتراف د دویم لپاره ثبوت دی، نو نفې په دې خاطر نه صحیح کیږي او لعان به ځکه کوي چې  ښځه یې د دویم ماشوم په نفې کولو سره تورنه کړه.

لعان د څه شي قایم مقام دی؟

د خاوند په حق کې لعان د قذف د حد قایم مقام دی او د ښځې په حق کې د زنا د حد قایم مقام دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x