دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام ټولنیز نظام / عدت

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

عدت

تعریف: عدت په لغت کې شمیرلو ته وایي او د فقهاوو په اصطلاح کې هغه شرعي مشخص انتظار دی چې مېرمن به يې د خپل رحم د پاکوالي لپاره د خاوند په کور کې باسي او بل واده به نه کوي.

د عدت حکمت: خاوند ته د فکر کولو مهلت او ښځې ته د خپل رحم معلومات چې حمل پکې شته او که نه؟ د عدت له حکمتونو څخه شمیرل کیږي.

د عدت حکم: له طلاق، جدایی او وفات څخه وروسته  د مېرمنې لپاره ټاکلې موده(درې حیضه، درې میاشتې…) تیرول واجب دي.

د عدت ډولونه : عدت په درې ډوله دی، عدت په حیضو، عدت په میاشتو او عدت د ماشوم په زیږولو باندې. او دا د مېرمنو او جدایۍ د کیفیت له مخې ټاکل کیږي چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:

په حیضونو عدت:کومی مېرمنې چې د خپلو میړونو له لورې طلاقې، یا جدایې تر منځ راشي او دوی حیض لیدونکې وي، د عدت موده یې درې (حیضه) ده، الله Y فرمایي: )وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلاَثَةَ قُرُوءٍ( طلاقې شوې مېرمنې به په خپلو ځانونو درې حیضه ځنډ کوي (له بلې نکاح پرته به انتظار باسي).

کله چې درې حیضه پوره شول، هغه بیا کولای شي چې د ځان لپاره بل خاوند غوره کړي.

په میاشتو باندې عدت: په میاشتو باندې عدت په دوه ډوله مېرمنو کې راتلای شي.

لومړی: هغه مېرمنې چې د ماشوم والي او یا لوی والي له کبله حیض نه ویني، د عدت موده یې درې میاشتې ده، الله Y فرمایي: )وَاَللاَّئِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِنْ نِسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلاَثَةُ أَشْهُرٍ( که ستاسو له مېرمنو څخه کومې مېرمنې د حیض د راتلو څخه نا امیده شي، که (تاسې) د دوی (په عدت کې) شک کوﺉ نو د دوی عدت درې میاشتې دی.

دویم: هغه مېرمنې چې خاوند يې وفات شي او امیدوارې نه وي، برابره ده چې کوروالی ورسره شوی وي یا نه وي شوی، حیض پرې راځي او که نه پرې راځي، عدت یې څلور میاشتې او لس ورځې دی الله Y فرمایي: )وَاَلَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُر وعشرا( او هغه څوک چې وفات شي له تاسو نه او ښځې پریږدي، (ښځې) به په خپلو ځانونو څلور میاشتې او لس ورځې انتظار کوي. د عدت میاشتې په قمري میاشتو حسابیږي.

د حمل په زیږیدلو باندې عدت: که طلاقه شوې مېرمن حامله وي د هغې عدت د حمل په زیږون پای ته رسیږي، الله Y فرمايي: )وَأُولاتُ الْأَحْمالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ( [الطلاق: 4] د امیدوارو مېرمنو عدت دا دی چې حمل و زیږوي.

د مینځې عدت : د مینځې عدت د اصیلومېرمنو د عدت نیمایي دی، په دې معنی که مینځې حیض لیده، عدت یې دوه حیضه اوکه حیض یې نه و عدت يې یوه نیمه میاشت دی، که حامله وه عدت يې د حمل وضع، که خاوند يې وفات شوی و عدت يې دوه میاشتیې او پنځه ورځې دی؛ ځکه غلامي نیموونکې ده، له همدې کبله يې طلاقونه هم دوه دي رسول الله e فرمايي: «طَلَاقُ الْأَمَةِ تَطْلِيقَتَانِ وَعِدَّتُهَا حَيْضَتَانِ » د دې حديث تخريج امام ترمذي کړی ۳- ۴۸۸. د مینځې طلاقونه دوه او عدت يې هم دوه حیضه دی، څنګه چې طلاق او حیض تجزیه نه قبلوي، نو له دې امله د یونیم پرځای دوه ښودل شوي دي.

په مرض کې د طلاقې شوې ښځې عدت چې خاوند يې مړ شي: که خاوند خپله مېرمن په مرض موت کې طلاقه کړي او بیا مړ شي، نو که طلاق رجعي و، ښځه به د هغه له مرګ څخه وروسته، عدت په میاشتو تیروي څلور میاشتې او لس ورځې، ځکه په رجعي طلاق کې نکاح په پوره توګه له مینځه نه ده تللې او که باین طلاق و، او خاوند د عدت له تیریدو پخوا مړ شو او ښځې میراث یووړ، نو عدت به يې د طلاق او وفات له عدتونو څخه، کومه چې اوږده وي، همغه ګڼل کیږي. په دې توګه چې که درې حیضه د څلورو میاشتو او لسو ورځو څخه پخوا پوره شول، نو څلور میاشتې او لس ورځې به پوره کوي او که څلور میاشتې او لس ورځې تیرې شي، خو درې حیضه ونه ویني، دا به تر هغه وخته انتظار باسي چې ترڅو درې حیضه پوره کړي.

د عدت پیل: دعدت پیل له هغه وخته کیږي چې طلاق، تفریق، او د خاوند مرګ رامنځ ته شي، که ښځه په دې پیښو خبره وي او که نه، عدت يې حسابیږي.

که خاوند خپله مېرمن په حیض کی طلاقه کړي دغه حیض يې په عدت کې نه شمیرل کیږي، نو د عدت پیل یې له راتلونکي حیض څخه کیږي.

احداد: له باین طلاق او له وفات څخه د عدت تیرولو په موده کې مېرمن په احداد هم مکلفه ده، احداد عربي لفظ دی، چې منع ته وايي، دلته یې معنی هغه ده چې په متن کې ذکر شوې ده، یعنې مېرمن به د عدت په لړۍ کې داسې کارونه نه کوي چې د نارینه رغبت د هغې نکاح ته پیدا شي.

په کومه مېرمن احداد نشته: د صغیرې، کافرې، رجعي مطلقې، په فاسده نکاح (فاسده نکاح هغې نکاح ته ويل کېږي چې د  صحت د شروطو څخه  پکې کوم نه وي لکه: پرته له ګواهانو نکاح يا موقته نکاح د فاسدې نکاح بېلګې دي.) نکاح شوې او ام ولدې ښځې له عدت سره د احداد ملتیا نشته.

د عدت په لړ کې د نکاح وړاندیز نه ورکول: د کومې ښځې چې خاوند ومري، په ښکاره ټکو کې ورته د نکاح وړاندیز ورکول جواز نلري، خو په کنایاتو کې ورته ویل جواز لري لکه: زه غواړم ښځه وکړم، ما او تا دې خدای سره یوځای کړي او دې ته ورته نور الفاظ.

د عدت په بهير کې له کوره نه وتل : د عدت په موده کې به مېرمن بې له ضرورته له هغه کورڅخه چې پکې اوسیږي نه وځي؛ ځکه الله Y په دې هکله فرمايي: )لا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُيُوتِهِنَّ وَلا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ( [الطلاق۱] دوی د دوی (د اوسېدو) له کورونو څخه نه وباسي او (پخپله) دې هم نه وځي، مګر که ښکاره بې حیايي يې وکړه.

د هغې ښځې چې خاوند مړ شوی وي، کولای شي چې د ورځې او د شپې په ځینې برخه کې له کوره ووځي، ځکه نفقه يې نشته نو له دې امله ضرور ده چې د کار لپاره بهر ولاړه شي.

خاوند رجعي مطلقه ځان سره سفر ته نشي بیولای، ځکه دا هم د ښځې له کور څخه ویستل دي او په تلاوت شوي آیت کې منع ورڅخه شوې ده.

باینې مطلقې سره د عدت په لړۍ کې نکاح: که باینه مطلقه د عدت په لړۍ کې بیا په نکاح شي او له کوروالي وړاندې طلاقه شي د امام ابوحنیفه او ابویوسف په نزد به خاوند ورته نوی کامل مهر ورکوي او ښځه به نوی عدت تیروي، ځکه دا د ده د واک لاندې ده او د تیرې نکاح احکام پاتې دي کوروالی ورسره شوی ګڼل کیږي بناء په خاوند پوره مهر راځي او مېرمن به بل عدت تیروي.

امام محمد وايي: په خاوند باندې نیم مهر لازمیږي او ښځه به لومړی عدت پوره کوي؛ ځکه دا د کوروالي څخه وړاندې طلاق دی.

د عدت په لړۍ کې د پیدا شوي اولاد نسب خاوند ته ثابتیږي: د نسب د ثبوت کمه موده شپږ میاشتې او لوړه موده یې دوه کاله ده. هرهغه ماشوم چې جلا شوې مېرمن يې له دوو کالو په کمه موده کې وزیږوي، نسب یې خاوند لپاره ثابت دی، مګر په هغه صورت کې نه ثابتیږي چې په خلاف یې نور دلایل وموندل شي.

د معتدې د اولاد نسب څه وخت ثابتیږي؟

که معتدې مېرمنې د عدت په وخت کې ماشوم راوړ، که حمل څرګند و، اویا هم خاوند د ماشوم په پلارتوب اعتراف وکړ، نو دده اولاد ګڼل کیږي، خو که داسې نه و، او ښځې وویل: ما د عدت په موده کې زیږولی، او سړي له دې څخه انکار کاوو، نو د ماشوم نسب د امام صاحب په نزد د دوه نارینه ګواهانو یا یو نارینه او دوه ښځینه ګواهانو په ګواهی ثابتیږي، ځکه دا په نسب باندې د خاوند ملزم ګرځول دي او کامل حجت ته اړتیا لري او کامل حجت همدا دی، خو صاحبین وايي: د یوې ښځې په ګواهۍ هم ثابتیږي، ځکه فراش د عدت په قیام قایم دی، او همدا فراش په خاوند د نسب الزام راولي، چې خاوند له هغه څخه انکار نه کوي، دلته یواځې د ماشوم په زیږون او تعیین کې اختلاف دی او د دې اٍثبات د یوې ښځې په ګواهۍ سرته رسیدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x