دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام ټولنیز نظام / نفقه

نفقه

د نفقې تعریف : نفقه په لغت کې ویستلو او له منځه تللو ته وایي او د فقهاو په اصطلاح کې خپلی ښځې اوعیال ته خوراک، څښاک، جامه اوهستوګنځی برابرول نفقه بلل کیږي.

د نفقې د وجوب اسباب : د نفقې د وجوب اسباب درې دي، زوجیت، نسب او ملک.

۱- زوجیت

د ښځې نفقه په خاوند باندې په هر حالت کې لازمه ده، برابره ده چې خاوند غني وي یا فقیر او همدا راز د ښځې په غني والي هم نه ساقطیږي.

۲- نسب

په نسب باندې چې کومه نفقه لازمیږي، د حکم له مخې په درې ډوله ده.

ا- د صغیرو اولادونو نفقه په پلار باندې که فقیر وي او که غني واجبه ده.

ب- د والدینو نفقه په اولادونو باندې په هغه وخت کې واجبه ده چې والدین نادار او اولادونه غنیان وي برابره ده که والدین مسلمان او یا نا مسلمان وي.

ج- د فقیرو او مسلمانوخپلوانو نفقه په شتمنو اقاربو باندې لازمه ده.

۳- د مریي نفقه په بادار باندې واجبه ده.

د مېرمنې نفقه څه وخت په خاوند لازمیږي؟

دمېرمنې نفقه هغه وخت په خاوند باندې لازمه ګرځې چې د خاوند کورته واده شی اوهغه ته ځان تسلیم کړي، هغه مېرمن چې د خاوند کورته نه وي واده شوې اویا د خاوند له کوره پرته بل ځای اوسیږي پرخاوند يې نفقه نه واجبیږي، خو که د مهر د نه ورکولو له کبله يې ځان ورڅخه بیل کړی وي، نو څرنګه چې ملامتیا په خاوند کې ده، نفقه يې ورباندې لازمیږي.

د نفقې اندازه او څرنګوالی: د نفقی اندازه اوکیفیت د خاوند اومېرمنې د اقتصادي حالت سره برابر سنجول کیږي، داسې نشي کیدای چې د معمول خلاف اوله اقتصادي توانه بهرنفقه پرخاوند لازمه شي، داهم سمه نده چې د مېرمنې حالت او حیثیت له پامه وغورځول شي او په لږه اندازه خوراک، څښاک، پوشاک او استوګنځي قبلولو مجبوره شي.

د نفقې د سقوط حالات:

۱- که ښځه ناشزه (نافرمانه) وي: د خاوند له اجازې پرته له کوره ووځي، یا خاوند خپلې کوټې ته نه پریږدي، نفقه یې ساقطیږي، خو که غوښتنه یې دا وي چې ځانګړي کور ته مې بوځه چې د نورو خپلوانو څخه دې ګوښه وي، بیا یې نفقه حق دی.

۲- که ښځه ماشومه وي او د کوروالي کولو طاقت نلري اګر که واده شوې هم وي د نفقې حق په خاوند نلري.

که قصور په خاوند کې وي لکه: دومره ماشوم وي چې د ښځې سره کوروالی نه شي کولای، یا ښځه د خپل معجل مهر غوښتنه کوي اوخاوند یې نه ورکوي بیا د ښځې نفقه په خاوند لازمه ده.

د عدت په حالت کې نفقه : پرته له هغې مېرمنې چې خاوند یې وفات شوی وي نورې هرډول مېرمنې چې د عدت په موده کې وي پر میړونو باندی یې نفقه لازمه ده، خو هر هغه جدایي چې د مېرمنې د نافرمانۍ له امله (لکه: د ښځې مرتد والی او دې ته ورته نور) رامنځته شي، د هغې د نفقې حق له منځه وړي.

د ښځو د اوسیدو د ځای او نفقې څرنګوالی : دا چې میړونه به ښځو ته څه ډول د اوسیدو ځای برابروي او څه ډول نفقه به ورکوي؟ په دې هکله تر ټولو لومړی د میړونو مالي توان په نظر کې نیول کیږي او د خلکو دود او دستور هم په دې هکله معتبر دی، الله تعالی فرمايي: )وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ( او په دودیزه چارو (چې د شریعت خلاف نه وي) امر کوه، نو نه به میړونه په دې هکله بخیلي کوي او نه به مېرمنې له دود څخه د زیات څه غوښتنې کوي.

د خاوند د تنګ لاسۍ په وخت کې د ښځې نفقه : که خاوند د خپلې غریبۍ له کبله ښځې ته نفقه نشي ورکولای، د دواړو ترمنځ جلا والی نه راځي، خو نفقه ورباندې پورکیږي تر هغه چې غني شي، لار یې دا ده چې قاضي به ښځې ته اجازه ورکوي چې د خپلې نفقې لپاره پور واخلي، ددې ګټه دا ده چې داین ته خپل مدیون معلوم شي چې هغه خاوند دی او که په خپل سر قرض وکړي بیا به پور ښځه خلاصوي. تفریق ځکه نه راځې چې په هغې کې د سړي حق له منځه ځي او په پور کې د ښځې حق وروسته کیږي، خو له منځه نه ځي، نظر تفریق ته یې ضرر کم دی، نو ځکه دا غوره وبلل شو.

د هغې ښځې نفقه چې خاوند یې غایب وي: غایب: هغه څوک دی چې محکمې ته یې حاضریدل ناشوني وي، برابره ده چې لرې وي که نږدې.

که د غایب خاوند ښځه د نفقې غوښتنه وکړي قاضي به ګوري که څرګند مال یې درلود او د نفقې اخیستل ترې ممکن وو، قاضي به ورته د نفقې په اخیستنه پریکړه کوي او له ښځې او والدینو څخه به ضامن اخلي.

که د غایب مال د بل چا سره و او هغه په مال او زوجیت معترف و بیا به هم قاضي د ده، اولادونو، پلار او مور لپاره نفقه ټاکي.

د غایب په مال کې د نفقې حقدار؟

قاضي چې کله د غایب په مال باندې د نفقې پرېکړه کوي دا به د غایب د ښځې، اولادونو او والدینو لپاره کوي، نور محارم لکه: خویندې، ترونه، ترورګانې او داسې نور به پکې نه شاملیږي، ځکه د لومړۍ ډلې نفقه د قاضي له پریکړې پرته هم په هغه لازمه او د قاضي پریکړه یوازې مرسته ورسره کوي او د نورو محارمو نفقه یواځې د قاضي په پرېکړه په شخص لازمیږي او په غایب باندې پرېکړه جواز نه لري.

د وخت په تیریدو سره نه اخستل شوې نفقه ساقطیږي: که څه موده تېره شوې وي، خاوند خپلې ښځې ته نفقه نه وي ورکړي او ښځه یې غوښتنه وکړي کتلای شي:

که قاضي د ټاکلې مقدار فیصله پرې کړې وي او یا خاوند ورسره په ټاکلې اندازه جوړجاړی کړی وي، بیا به د تیرې مودې نفقه هم ورکوي.

که دا یو هم نه وي ترسره شوی، بیا هیڅ ورلره نشته، ځکه د شیخینو په نزد نفقه صله رحم او نیکي ده د احتباس عوض نه دی نو وجوب يې یوازې د قاضي په پریکړه او یا هم د سړي په صلحه پیاوړې کیږي او د سړي په ذمه پور ګرځي.

که د قاضي پریکړه او یا د سړي صلحه يې په هکله نه وي، بیا د تیرې زمانې د نفقې غوښتنه نشته.

د نفقې وړاندېوالی : میړونه کولای شي چې خپلو مېرمنو ته له مخکې نفقه ورکړي، خو که داسې حالات پیښ شي چې د نفقې د سقوط غوښتنه کوي لکه: د ښځې نافرماني یا له زوجینو څخه د یوه مړینه، نو د شیخینو په نزد خاوند او د خاوند خپلوان هیڅ شی نه شي مستردولای، ځکه نفقه صله او هبه ده، نو چا چې خپلې ښځې او نورو خپلوانو ته څه وبښل بیرته یې ترې نه شي غوښتلای، خو امام محمد رحمه الله وايي: حساب به کیږي څومره موده چې د خاوند د واک لاندې وه هغه به ورته حسابیږي او نوره به خاوند ته مستردیږي، ځکه نفقه په ټاکلې موده کې د احتباس عوض دی، نو څومره موده چې احتباس له منځه ولاړ همغومره عوض یې هم له منځه ځي، نو خاوند حق لري چې د پاتې نیټې پاتې نفقه بیرته مسترده کړي.

د اولاد نفقه

د صغیر اولاد نفقه چې فقیران وي، پر پلار باندې ده، همدا ډول د سترو لوڼو، ځکه دوی د کار کولو توان نلري. او که فقیران نه وي غنیان وي، بیا يې نفقه په خپل مال کې لازمیږي، نو په پلار لازمه ده چې خپلو اولادونو ته مناسب هستوګنځی، مناسب لباس، مناسب خوراک، څښاک او د خپل وس سره سم د ښوونې او رزونې اسباب برابر کړي، او که پلار دا کار ونه کړي د دوی په وړاندې یې خپل مسولیت نه دی پوره کړی او ګناهګار ګڼل کیږي.

صغیر اولادونه که پلار سره په دین کې مخالف وي بیا یې هم نفقه پر پلار حق ده لکه څنګه چې د ښځې ورباندې ده اګر که ورسره دیني مخالفت ولري.

په ښځه باندې بچي ته شیدې ورکول لازم نه دي: اصل دادی چې د ماشوم نفقه په پلار لازمه ده که د تي رودونکي ماشوم مور، په خپله خوښه ماشوم ته تی ورکړي، نو ډېره ښه ده او اجر لري، خو که له شیدو ورکولو يې انکار وکړ، ترڅو چې د ماشوم ژوند په خطر کې نه لويږي، بله مرضعه پیداکیږي او یا نورې شیدې پیدا کیږي، مور يې په تي ورکولو مجبوریږي او که مور يې د اجورې غوښتنه وکړه، نو د نکاح او عدت په موده کې يې غوښتنه نه اوریدل کیږي او که د پلار د نکاح څخه ووتله بیا خپل ماشوم ته په تي ورکولو د نورو په اندازه د اجورې غوښتنه کولی شي.

حضانت

حضانت د اجتماعي نظام له مسایلو څخه یوه اساسي برخه جوړوي په کورني نظام کې حضانت هغه وخت زیات د څیړنې لاندې راځي، چې د خاوند او مېرمنې ترمنځ د ازدواج تړون د ځینې عواملو له کبله وشلیږي، پدې وخت کې هر لوری کوښښ کوي چې ماشومان د ځان کړي، دا چې ماشوم په دې مرحله کې د چا حق دی، دا موضوع تر څیړنې لاندې نیول شوې ده او یو شمیر اړوند احکام یی ذکر شوی دی.

د حضانت اساسي موضوع د نفقې سره کلکې اړیکي لري، ځکه حضانت پرته له خوراک،  استوګنځي او لباسه هیڅ معنی نلري.

د حضانت تعریف: حضانت په لغت کې غیږکې نیولو ته وایي او د فقهاوو په اصطلاح کې په ټاکلې موده کې د ماشوم پالنه د هغه چا له لوري چې شرعا یې د پالنې حق لري لکه مور او نیا حضانت بلل کیږي.

د حضانت د مستحقینو لړۍ: د ماشوم پالنه د شفقت او وړتیا په بنا ده، د چا چې شفقت ډېر وي او د پالنې توان ولري هغه ته د لومړیتوب حق دی، نوکه خاوند او مېرمن سره جلا شول لاندې اشخاص د ماشوم د پالنې حق لري:

۱- مور د ماشوم د حضانت لپاره له پلار څخه احقه ده، ځکه د هغې شفقت زیات دی، همدا راز یوه ښځه خاوند طلاقه کړې وه، چې بچی یې هم ورځنې واخیست، رسول الله e ته يې شکایت وکړ رسول الله e ورته و فرمایل: «انت احق به مالم تنکحي» د دې حديث تخريج حاکم په مستدرک کې کړی ۲۲۲۵ کتاب الطلاق. ترڅو چې خاوند ونکړې ته (د ماشوم د پالنې) حقداره یې.

۲- که د ماشوم خپله مور نه وه بیا د مور مور، بیا د پلار مور، بیا خویندې، خاله ګانې او بیا عمه ګانې په ترتیب سره د ماشوم د پالنې حق لري.

۳- که پورتني اشخاص یو هم نه وي، بیا به نارینه خپلوان د حضانت مسؤلیت د نږدې توب په ترتیب ترلاسه کوي.

د حضانت سقوط: کله چې د پورتنیو ښځو څخه هره یوه واده شوه او خاوند یې وکړ د حضانت حق ترې ساقطیږي، خو که د نیا خاوند نیکه و د ماشوم پالنې حق یې پر ځای دی.

د حضانت موده

۱- ماشوم که هلک وي مور اونیا به تر هغه وخته نوموړی له ځان سره ساتي چې په دې وتوانیږي چې جامې خپله واغوندې، خواړه په خپله وخوري او استنجا په خپله وکولای شي.

۲ – ماشوم که نجلۍ وي مور او نیا به يې تر هغه وخته له ځان سره ساتي چې حیض وویني (بالغه شي).

۳- غیرله موراونیا نورې خپلوانې نجونې ترهغه وخته له ځانه سره ساتلی شي چې د شهوت مرحلې ته ورسیږی.

د مور، پلار نیا او نیکونو نفقه: د مور، نیا او نیکونو د نفقې په ورکړه کې فقر اعتبار لري او مزمنه ناروغتیا ورته شرط نه ده، نو د چا چې مور، پلار، نیا او نیکونه فقیران وي اګر که په دین کې ورڅخه بیل هم وي نفقه یې په اولادونو لازمه ده.

پلار د غایب زوی مال چې ورسره په لاس کې وي د خپلې نفقې لپاره پلورلای شي، خو که د بل چا په لاس کې وي بیا یې نه شي پلورلای.

په سړي د کومو خپلوانو نفقه لازمه ده؟

په پورته خپلوانو برسیره د فقیرو محرمو خپلوانو نفقه په غني سړي لازمه ده، چې تفصیل یې دا دی: (د امام ابو يوسف رحمه الله په نظر غني هغه څوک دی چې د نصاب مالک وي (۵۹۵ ګرامه سپين زر او يا د دې قيمت ولري)، خو امام محمد رحمه الله وايي: دا غنا د زکات د غنا سره توپير لري، نو که سړی د خپل اهل او عيال د دوه مياشتو مصارف ولري، په هغه د ښځې او اولادونو پرته د نورو خپلوانو نفقه هم لازمه ده.)

۱- فقیر صغیر.

۲- بالغه فقیره ښځه.

۳- هغه نارینه چې په دایمي ناروغۍ اخته وي.

۴- ړوند فقیر.

د نفقې تقسیم په خپلوانو باندې

د اړو، مزمنو ناروغو او صغیرو خپلوانو نفقه د میراث د سهم سره سمه لازمیږي، هغه داسې چې غنیان خپلوان د فقیر خپل د مرګ په صورت کې چې د هغه له میراث څخه څومره برخه وړي همغومره برخه به د هغه په نفقه کې هم پرې کوي.

زلمی زوی چې په مزمنه ناروغۍ اخته وي یا د بالغې لور د نفقې دوه برخې په غني پلار او یوه برخه په شتمنه مور ده او که په دوی کې کوم یو فقیر و بیا نفقه ورباندې نشته.

اخځليكونه

ددې موضوع د ليکلو  لپاره له لاندې ماخذونو څخه استفاده شوې ده:

  1. قرآن کريم، تنزيل من الرب العلمين او د هغه ځينې تفاسير.
  2. د احادیثو کتابونه او ځینې شرحې.
  3. الهداية شرح البداية، د امام برهان الدين ابوبكر المرغيناني تصنیف.
  4. البحر الرائق د امام ابو البرکات عبدالله بن احمد بن محمد نسفي تصنیف.
  5. بدائع الصنائع د امام محمد بن علي بن محمد بن عبدالله الشوكاني اليمني تصنیف.
  6. الأوزان الشرعية، د مفتي محمد شفيع تصنيف.
  7. الفقه الاسلامي و أدلته، د دکتور وهبة زحيلي تصنيف.
  8. فقه الزکاة، د دکتور يوسف القرضاوي تصنيف.
  9. الموسوعة الفقهية الکويتية د کویت د ارشاد، حج او اوقافو د علماوو د ټولګې تصنیف.
  10. فتاوی هندیة د لشيخ نظام وجماعة من علماء الهند تصنیف.
  11. القاموس الفقهي د سعدي أبو جيب تصنیف.
  12. مختار الصحاح د محمد بن أبي بكر بن عبدالقادر الرازي تصنیف.
  13. الاختيار لتعليل المختار د ابن مودود الموصلي تصنیف.
  14. البحر الرائق شرح كنز الدقائق د زين الدين ابن نجيم الحنفي تصنیف.
  15. تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق
  16. فقه السنة د الدكتور محمد ضياء الرحمن الأعظمي تصنیف.
  17. الفقه المیسر د صالح بن غانم السدلان تصنیف.
  18. مجلة الأحكام العدلية د عثماني خلافت د دورې د علماوو او فقهاوو څخه د ترکيب شوې ډلې تصنيف.
  19. تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق د فخر الدين عثماني بن علي الزيلعي تصنيف.
  20. الفتاوي البزازية بهامش د محمد ابن البزاز الكردري تصنيف.
  21. العناية بشرح الهداية د محمد بن محمود البابرتي تصنيف.
  22. رد المحتار – (9 / 178). الاختيار لتعليل المختار – (3 / 93)، الفقه الحنفی و آدلته:۱۴۸.
  23. رد المحتار – (9 / 217)
  24. الدر المختار – (3 / 22).
  25. الفقه الاسلامی و ادلته:۷\۶۴.
  26. الجوهرة النيرة – (3 / 480).
  27. الفقه الحنفی و ادلته:۱۷۵، بحواله اعلاء السنن: ۱۱/۱۳۶. البحر الرائق – (3 / 107)، رد المحتار – (9 / 271). الاختيار لتعليل المختار – (3 / 101).
  28. الفقه الحنفي في ثوبه الجديد:٧٥، بحواله:حاشيه ابن عابدين.
  29. الصبح النوري: مولانا محمد حنيف ګنګوهي.
  30. النتف في الفتاوى – (1 / 270).
  31. رد المحتار – (9 / 358)- البحر الرائق – (3 / 118). الفقه الحنفی وادلته:۱۶۲.
  32. البحر الرائق – (3 / 117) – المعجم الوسيط (2 / 1058) – الاختي.

د اسلام ټولنیز نظام بشپړ بحث لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x