سویلي افریقا پاکستان ته د یو ورځنیو سیالیو سیریز کې هم ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ پنځمه او پریکړه کونکې سیالۍ تېره شپه پای ته ورسیده چې په کې سویلي افریقا پاکستان لوبډلې ته د ۷ ویکټو او ۱۰ اورونو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

لومړی توپوهنه د پاکستان لوبډلې وکړه چې د لوبې په سر کې یې د خپل غوره توپوهونکي امام الحق ویکټه له لاسه ورکړه، خو وروسته فخر زمان او په پای کې عماد وسیم په ۵۰ اورونو کې منډې تر ۲۴۰ ورسولې، فخر زمان ۷۰ او عماد وسیم ۴۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د سویلي افریقا لوبډلې لخوا کوینټن ډیکاک په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، نوموړي په یوازې ۵۸ توپونو ۸۳ منډې جوړې کړې او وسوځېد، وروسته لوبډلمشر فاف ډوپلیسي او ون ډورسن دواړو نیمه سلیزې ووهلې او غوره ملګرتیا یې وکړه چې ټاکلی هدف یې په ۴۰ اورونو کې پوره کړ.

دغه سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره تر ټولو اړینه وه چې د یو ورځنیو سیریز دوه-دوه مساوي و، خو سویلي افریقا په خپله خاوره وتوانېدله د ټیسټ سیالیو څخه وروسته په یو ورځنیو سیالیو کې هم بریا خپله کړي.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د درې شل اوریزو سیالیو سیریز هم په سویي افریقا کې ترسره شي، د پاکستان لوبډلې مشري د سرفراز احمد پرځای شعیب ملک کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د