ارشیف؛ د څرخي پله زندانیان د اعتصاب پر مهال

څرخي‌پله زندان کې سلګونو زندانیانو اعتصاب پیل کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د څرخي‌پله زندان شپږم بلاک کې سلګونو زندانیانو د نه خوړو اعتصاب پیل کړی او له حکومته يې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو غوښتنه کړې ده.

له یاد بلاک نه یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي، د ګڼو هغو ستونزو له امله چې حکومت يې تکراري ورسره قصداً مخ کوي، دوی اعتصاب کړی دی چې له تېرې ورځې راهیسې روان دی.

د سرچینې په وینا دې بلاک کې ټولو زندانیانو چې شمېر يې ۱۳۰۰ تنو ته رسېږي د نه خوړو اعتصاب پیل کړی او تر هغو به دوام وکړي چې تر څو يې ستونزې حل شوې نه وې.

یادې سرچینې ځينې ستونزې داسې په ګوته کړې دي:

۱. بلاک عموماً تر ۶۰۰ تنو زیات ظرفیت نه لري، خو دې بلاک کې يې ان تر ۱۳۰۰ تنو پورې ځای پر ځای کړي دي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

۲. د هر بلاک مشر حق لري چې د هرې ورځې په پای کې د خپل بلاک ستونزې د زندان له مشرانو سره شریکي کړي، خو شپږم بلاک ته دا حق نه ورکول کېږي.

۳. هر بلاک کې د دیني تدریس لپاره ځانګړی ځای شته، خو دې بلاک کې د زندانیانو د ډېرښت له امله د تدریس لپاره مشخص ځای نشته.

۴. هر بلاک ته څېرمه د ښځينه پایوزانو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکل شوي دي، خو شپږم بلاک کې د زندانیانو ښځینه پایوزانې مشخص ځای نه لري.

۵. په خوراک کې د بلاک ساتونکي او د دې ساتونکو مشر لاسوهنه کوي او ان د غوښې پر ورځ د ټول بلاک غوښې ور ټولوي او زندانیانو ته يې یوازې اوبه ورکوي.

دوی ټینګار کړی چې تر هغو به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، تر څو يې یادې ستونزې حل شوې نه وې.

دا لومړی ځل نه دی چې دې زندان کې زندانیان اعتصاب کوي، تر دې وړاندې هم ان د اوونیو لپاره د زندانیانو خولې ګنډلې پاتې شوې، خو لا يې هم ګڼې روغتیايي او خدماتي ستونزې پر ځای پاتې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د