هندي کس په یوازې ځان پنځه ملیونه نیالګي کښینولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د هند په اترکنډ ولایت کې یو باهمته کس چې «وش ویشور دت سکلاني» نومیږي په خپل عمر کې د پنځه ملیونو څخه زیاتې ونې لګولي دي.

۹۶ کلن وش ویشور دت د خپلې سیمې چې لومړی خالي ساحه او غرونه وو، په ډیرو ونو لګولو سره ځنګل کړې ده چې ځایي خلکو ته ترې ګټه رسیږي.

د نوموړي په وینا چې له پېله یې د ونو او نیالګي کښینولو سره مینه وه، وش ویشور دت پرلپسې اوه لسیزې په ۵۰ هکتاره ځمکه کې له ۵ ملیونو څخه زیات نیالګي لګولي دي، آن تر دې چې د خاورو او ګرد له کبله یې سترګو لید له لاسه ورکړ او ونې لګول یې پریښودل، نوموړي ته د ونې سړی «Tree Man» نوم هم ورکړل شوی دی.

وش ویشور دت به د ژوند په زیاتره برخه کې سهار له کوره ووت، ټوله ورځ به یې نیالګي کښینول او ماښام ناوخته به کور ته ستون شو، د نوموړي په ۱۹۵۸م کال کې میرمن مړه شوه، چې د هغې په غم او ځان بوختولو لپاره یې نیالګي کښینول زیات کړل.

په لومړي کې د سیمې خلکو د نوموړي سره مخالفت ښود او نوموړی یې شکنجه هم کړ، چې په بېځایه نیالګي کښينولو سره ځای نیسي، آن چې پرې محکمه کې قضیې هم راجستر شوې، مګر د نوموړي همت او لیوالتیا دغه خنډونه له منځه یوړل او په خپل هدف کې بریالی شو.

د ونې سړي به تل دا کوښښ کاوه تر څو میوه داره ونه ولګوي چې عام خلک ترې ګټه پورته کړي، په ۱۹۸۶م کال کې نوموړي ته د خدمتونو پر سر د هند لومړي وزیر راجیو ګاندهي د اندرا پریا درشني میډال ورکړ.

د همت څخه ډک دغه کس د روان کال جنوري میاشتې په ۱۸مه نېټه وفات شو، د نوموړي په مړینې د هند کانګرس مشر راهول ګاندهي په تعزیتي جملو کې وویل چې د نوموړي پخو ارادو او کلک عزم مونږ ټول متاثره کړي یو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د