ټاکنې؛ د شپږو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې وايي د شپږو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې يې اعلان کړې دي.

د سرچینې په وینا د فراه، فاریابو، نورستان، کونړ، خوست او بدخشان ولایتونو وروستۍ يې پایلې اعلان کړې دي.

د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې له فراه همایون شهید زاده، عبدالستار حسیني، عبدالنصیر فراهي، عبدالغفار ارمان او بلقیس روشن او همدارنګه له فاریبه حشمت الله ارمان، محمد رسول فاریابي، سنجر کارګر، محمد هاشم خان، سید بابر جمال، محمد شاکر کریمي، رنګینه کارګر، شفیقه سخا یولچي او فوزیه روفي بریالي شوي نوماندان دي.

د کمیسیون خبرپاڼه وړاندې لیکي، چې له نورستانه اسماعیل اتیکان او قمر بانو اکبري نورستاڼي او له کنړه جاوید ساپری، نعمت الله کریاب، ضیاءالرحمن کشمیر خان او وږمه ساپۍ بریالي شوي دي.

له خوسته کمال ناصر اصولي، هلمند هلمند، محمد موسی خاورین، غفار خان او ساهره شریف، له بدخشانه عبدالروف انعامي، عبدالشکور واقف حکیمي، حجت الله خردمند، عبدالولي نیازی، ذبیح الله عتیق، فضل عظیم زلمی مجددي، داکتر احمدضیاء یفتلي، نیلوفر ابراهیمی او صادقه ادیب، بریالي شوي دي.

د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په وروستیو کې وشوې، چې لومړنۍ پایلې يې په تدریجي توګه د ناندریو په ملتیا اعلان شوې او وروستۍ پایلې يې لا هم بشپړې نه دي اعلان شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د