نظــر

سوله لویه حوصله غواړي!

ليکوال: سردار محمد همدرد

سردار محمد همدرد

د کله نه چې د سولې خبرې راپیل سوي دي چې رښتیا سي د وطن د سوکالۍ لپاره نوې هیلې ډېرې سوي دي.

دا کار لوی عظیم او تاریخي کار دی، هر څوک چې یوه ذره د افغانیت احساس ولري، هغه باید د سولې د بریالیتوب لپاره هڅه وکړي او بې مسؤلیته پاتي نسي.

ما د سولې لپاره لس ګونه مقالې لکلې دي، د ښاغلي حکمتیار په راتګ کې، ځینو کسانو ګډې وډې خبرې کولې، چا به ورته د جنګ سالار لفظ کاروه، او چا به د ګاونډي هیوادونو اجنټ بللو، خو ما د هغه په راتګ کې درې مقالې ولیکلې او ټولو کسانو ته به مې ویل، د دولتي لوړ پوړو چارواکو او هغه چې سولې په وړاندې خنډونه جوړوي، هغوی نه په تقوا او نه وطن دوستۍ کې تر حکمتیار سر لري!

اشتباهات د ټولو خواوو څخه سوي دي، اوس باید د حقیقي سولې په راتګ سره یو بل وزغمل سي.

نن هم د سولې په اړه باندې، بیلا بیلې مقالې لیکل سوې وې او ځینو کسانو په رسنیو کې د سولې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي وه، د دې نظریاتو د ټولو عمومي محور پر صادقانه سوله راګرځيده.

ځیني نظریات داسې هم وه چې د هغوی الفاظ د سولې په ارزښت منده پروسه کې یو څه ښه نه وه!

مثلاً ځینو کسانو روانه سوله مطلقه د پاکستان توطیه بللې وه او ځینو ویل چې د دوی کیلي په لاهور پنډۍ کې ده، ولسمشر محمد اشرف غني د سولې کیلي د کابل سره وبلله ، د دې تر څنګ مې د طالبانو د سیاسي دفتر د یو مشر غړي شیر محمد عباس ستانکزی وي ډیوي مرکه هم واوریدله، د هغه په مرکه کې ځیني ټکي ښه او ځیني یې د سولې د پروسې سره په ټکر کې وه .

هغه د امریکایانو سره د سولې خبرې مثبتې ارزیابي کړې او امیدواري یې هم وښودله، د حکومت په اړه یې هم ځینې څرګندونې ښې وې!

مثلاً پراخ فساد، په حکومت کې د ننه پر شخصي ګټو مخالفتونه، دا خبرې یې واقعیتونه وه او ښه سیاسي بحث یې وکړ، د نړۍ سیاستونو ته په کتو سره یې د حکومت پر چلولو هم خبرې وکړې، د نړیوال مالي او اقتصادي ملاتړ یې د امریکا په شمول رد نکړ، حتی چین ته یې هم په اقتصادي برخه کې اشاره وکړه، د حکومت د انحصار خبره یې رد کړه ، ډېرې نورې داسې خبرې وې، مثلاً د بشر د حقونو او د ښځو د حقونو یادونه یې هم وکړه!

د خبرو دغه بحث یې ډېر سیاسي او د وطن د ملي ګټو په اډانه کې ښه ثابت وو .

له بله اړخه یې ډېر غیرې سیاسي او عقديي بحث وکړ.

موږ مخکې هم ویلي وه چې د پیغور وخت ندی او نه باید د تسلیمۍ خبره وسي، ما څو ځله حکومت ته دا یادونه کړې وه چې د طالب سره سوله د تسلیمۍ په فرمول غلطه ده!

خو طالبانو ته هم دا وایو، تاسې چې بې انصافه او د سولې په تاوان خبره کوئ، ملت مو څاري!

مثلاً ښاغلي ستانکزي صیب په خپلو خبرو کې وویل موږ له موجوده حکومت سره خبرو ته نه کښینو، زه یې د دغې خبرې سره موافق نه یم، دا خو بیا هغه د عُقدو خبره شوله، د سولې په راتګ سره باید افغان ته د تربور پیغور ورنکړل شي!

زه د موجوده حکومت یو مامور ووم فقط د یو ځوان په حیث مې د خدایي او وطني مسولیت پر اساس وظیفه اجرأ کړه، تاسې باور وکړئ چې د همدغه مسولیت په ګناه ورټل سوم، داسې زنځیري فساد او بې ارادې خلک چې ما ولیدل زه یې ډېر ناهیلی کړم ، یعنې د سولې راوروسته زموږ لپاره له فساده خلاص او با مسؤلیته نظام ډېر مهم دی ، خو دا فساد د دې مانا نلري چې ټول بې احساسه او غله وه او بله خبره دا ده که نظام او حکومت ته د افغانانو په سترګه ګورې او په راتلونکي کې نه غواړې چې زړې تجربې تکرار سي، بیا خو نو اخلاقاً ورسره خبرې مهمې دي.

بل تاسې د اوردو یادونه وکړه او اوردو ته مو د اجیر لفظ وکاروۍ!

دا خو ډېره قهرمانه اوردو ده، دا صحیح خبره ده چې په رهبرۍ کې ستونزه سته خو په سیستم او ساختار کې نسته، تاسې باید په همدې اوردو کې د اصلاحاتو خبره کړی وای او د دې تر څنګ موجوده د حکومتدارۍ سیستم بیا له صفره را شروع کول دا جفاده، خو په نیګړتیا وو باید کار وسي، بلکې د رد خبره او د صفره څخه کار شروع کول ډېره بې انصافي ده!

اوس خبره دا ده

مثلاً تاسو ته دا واک سپارل کیږي، دوی ته تاسې د ملت په سترګه نه ګورئ؟

دوی چې مسلکي زده کړې کړي دي د دوی له تجربو څخه ګټه نه اخلئ؟

بیا همدا خبره کوم چې په دې عظیمه پروسه کې ډېر دقت پکار دی!

ما مخکې هم ویلي وه چې د دې سولې مدیریت ډېره ځېرکتیا او پراخه حوصله غواړي.

موږ حکومت ته هم دا وایو چې په واقعي سوله کې به تاسې هم بهانې نه لټوئ، که تاسې سوله د پاکستان پروژه بولئ او یا نورې ستونزې اجادوئ، دا صحیح خبره ده موږ له پاکستان سره هم ستونزې لرو، خو اوس باید د معقولو دلایلو له لارې د هر چا سره خبرې وسي.

په پای کې دا خبره بیا کوم چې د سولې لپاره یو ښه فرصت رامنځ ته سوی دی، خو دا فرصت باید نه حکومت ، نه طالبان او نه د افغانستان ملت له لاسه ورکړي، دا وطن نور د یوې ورځې د جګړې حوصله نلرې.

زه بیا هم دا خبره کوم چې د غرور خبره نده پکار، غچ اخیستلو او د پیغور خبرې موږ دایمي سولې ته نشي رسولای .

ما خو د حکومت د فساد، بې عدالتیو، بې کفایتیو د دې ټولو یادونه د مخه وکړه، خو په تېرو اوولسو (۱۷) کلونو کې طالبان هم باید د ملت په حق کې خپل اشتباهات ومني، دا چې بیا په چاودنو، بمي بریدونو، په لارو او سړکونو کې ړندو ماینونو څومره بې ګناه او بې دفاع ولسي وګړي په حق ورسیدل، دا یو ځانته بحث دی، خو په اوسنیو حالاتو کې ولس دا ټولې قربانۍ هیروي، خو په دې وطن کې چې د دوامداره او صادقانه سولې لپاره چې هر څوک قدم پورته کوي دا به په رښتیا د اسلام او وطن، دوستان یي.

موږ باید سوله وڅارو هر چا چې د دې عظیمې پروسې سره جفا کوله هغه باید ملت ته ور وپیژنو.

د هیواد مشرانو پر خپلو ګوڼډو، یتیمانو او معلولینو باندې رحم وکړئ، اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د دې مظلوم ملت اوښکې ور پاکې کړو، ډاډمن امنیت راولو، اجتماعي عدالت او ښې حکومتولي ته زمینه برابره کړو ، تر څو خپل مسؤلیت مو ادا کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

همدرد صاحب تاسو د سولې په اړه کاملا عاطفي غږیدلي یاستی،، عاطفي سوله (معامله) زمونږ درد نشي دوا کولای،، مونږ باید حقیقي سولې ته له حقوقي نظره وګورو. تاسو په تېر اوولس کلن تاریخ کې د مزدور حکومت د نرمې ژبې یوه بیلګه وړاندې کړی،،، تاسو د اجیرو عسکرو چې خدای خبر تاسو یې ولې قهرمانان یادوی،، یوه داسې کارنامه راوښایی چې په یوه بندي، اسیر او بې ګناه افغان یې ترحم کړی وي؟؟ تاسو ته دا اجازه اصلا د کوم کتاب او کوم وضعي قانون له مخې حاصله ده چې د کابل د ادارې ګوډاګیو او تر ټولو فاسدو… نور لوستل »

غمی،پښتین

غوربندی صاحب له همدرد صاحب څخه د ملی اردو یو کارنامه غوښتی ده.نو یوه کارنامه د ملی اردو به زه درته ولیکم څه موده مخکی په غوربند کی .یوه دولس کلنه نجلی چه مریضه وه کلینیک ته تللی وه.چه ورسته بیا صحرایی محکمه شو . او په هغه نجلی یی په زر ګونو ټنه تیږی واچولی نجلی یی شهیده کړه. دا چه ملی اردو.ملی قهرمان فوځ د دی محکمه څخه خبر شول .اتومات یی عملیات شروع کړل .چه د صحرایی محکمه کسان یی ژوندی ونیول ،او محکمه ته یی وسپارل ،نو ایا دا د ملی فوځ ملی اردو قهرمانونو کارنامه… نور لوستل »

غوربندي

کومې محکمې ته،،، اعدام شول او که د عليپور، قيصاري او دوستم په شان ازاد ګرزي؟

پښتين صاحب

د پښتو هر متل د کاڼي کرښه ده

يو متل چې وايي ” د غوولي په ننګه سړی شرميدلی دی” د تاسو په شان کې متاسفانه صدق کوي.

تاسو د داسې خلکو ملا مه تړی چې هيڅ جوهر نلري.

حکیمي

سلامونه پښتین صاحب

تاسوبدبختانه دداسې اردوننګه کوۍ چي دلوطیانو اوزانیانو ساتنه کوي
که دپه غوربندکې یې دکومې سنګسارشوې حسد له ډبرو راکښلی خو په شمال کې یې دلوطي دوستم ساتنه کړې ده
یو سپین ږیری چي هروخت به یې ستا امنیتي ځواکونه راننګول ونه توانېده چي دخپلې بې عزتي غچ ترې واخلي
خوخیر وایی چي زموږ یې وارراغی بالایې پلارراغی اوس چي دورځې دوه دوه سوه وژل کېږي دسولې خبرې ګړندۍ شوې دي
زما شخصي فکرخوداده چي داټول ملي خاینان مې وژل

شفیع اعظم

دریځ د نظام او سیسټم د پاشل کېدو خبره که د عباس ستانکزي له خولې راوځي یا بل چا؛ دا د وطن په زیان او مطلق د غندلو ده. موږ د نظام او سیسټم اصلاح ته اړتیا لرو نه پاشل کېدو ته. د نظام د سقوط ترخه تجربه یو ځل لرو چې تر ننه یې جوړولو کې پاته راغلي یو. له شک پرته اردو، پولیس، امنیت او نورې برخې جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري او دا معموله چاره ده، مګر له منځه تلل به یې له صفر نه د افغانستان کمبخته پېل وي. سیسټمونه تل تابع امر وي. پرون که… نور لوستل »

غوربندي

شفیع اعظم صاحب په ملانصرالدین تور دی چې وایي یوه ورځ یې خپله زړه او له زیږون او شیدو وچه غوا د پلور لپارهه ګنج ته بوتله او له یوه دلال یې وغوښتل چې ورته خرڅه یې کړي،،، دلال د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د غوا په صفتونو خوله خلاصه کړه،، … او دومره صفتونه یې وکړل چې ملانصرالدین خپله غوا تر پړي ونیوه او د کور په لار رهي شو،،، دلال پسې منډې کړې چې ملاصاب ولې مو اراده بدله شوه،،، ملاصاحب ځواب ورکړ چې که زما غوا داسې وي چې تاسو یې صفتونه وکړل نو ابدا یې… نور لوستل »

جميل

زما په اند د ليكونكى عاطفه او ترحم تر اسلام ، هيواد او ازادى ، و كفر ، اشغال او غلامى ته دير دى .

هارون

اول خو باید صبر وکړو او وګورو چې څه پېښېږي. لوی خدای(ج) هغه راپېښ کړي چې د افغانانو په کې خیر وي. دوهم فکر نه کېږي چې طالبان دې دومره ساده او بې پروا وي چې هر څه دې د بېخه وباسي. خو که فرضآ طالبان په رښتیا سره غواړي او کولی شي چې دا سیسټم ړنګ او پر ځای یې خپل پیاوړی او د منلو وړ سیسټم او اداره جوړه کړي، دا خو نو بیا ښه خبره ده. خو داسې فکر نه کېږي چې طالبان به د دې کار په سرته رسولو سره وروستۍ بریاوې تر لاسه کړي. ځکه… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x