طالبان وايي فراه کې يې ښوونځي نه دی سوځولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د فراه ولایت چارواکو وويل چې طالبانو ددې ولايت په مرکز کې د نجونو يو ښوونځی سوځولی، طالبانو يې په اړه غبرګون ښودلی دی.

د فراه د ولايتي شورا مرستيال ويلي وو چې تيره شپه طالبانو د فراه ښار اړوند د ګنهکان په سيمه کې د نجونو يو ښوونځی لومړی په بمونو الوځولی دی او بيا يې سوځولی دی.

خو د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په ليږلي غبرګون کې ويلي دي چې دوی په فراه ولايت کې د نجونو ښوونځی نه دی سوځولی او په دې پيښه کې يې لاس درلودل رد کړي دي.

احمدي ويلي دي چې دا د حکومت د استخباراتي کړيو کار دی چې په دې توګه غواړي طالبان بد نام کړي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان ته د امريکايانو له راتګ وروسته د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د نجونو او هلکانو ښوونځي سوځول کيږي او حکومت يې مسؤلين طالبان ګڼي خو طالبان هر وخت د حکومت دا ادعاوې ردوي او وايي چې دوی د ښوونځيو او ښوونيز بهير مخالف نه دي.

تر اوسه د هيڅ سوځېدلي ښوونځي مجرمين حکومت نه دي نيولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د