د ژوند بېلا بيل اړخونه

عبدالرؤف قتيل خوږياڼی

زړه ته را تېره اشنا !

داسې خلک به دې کم ليدلي وي، چې خپله پله سپکه او د بل درنده وبولي او د ځا ن په نسبت بل ته ارزښت ورکړي.

لیکوال: عبدالرؤف قتیل خوږیاڼی

هو! زه دا منم، چې په خلکو کې هم ډېر توپير شته او د حق پلويان تل د ځا ن په نسبت مستحق بولي او قضاوت يې په عدالت او انصاف ولاړ وي! داسې ياران ډېر دي، چې د شيطان په نغوته د هوا اوهوس تراغېزې لاندې دومره راځي، چې د خپل يوه کور د ودانولو لپاره سل کورونه ورنوي او د خلکو د ټول عمرد زيار او کړاوو محصول په يوه شېبه کې د سر صدقه کوي.

له دوى څخه دغه حس په کروړونو ميله واټن لري، چې د الله (ج) پر مخلوق زړه سوى ولري او يا يې په ډېره مينه د رحم او
عطفي وړ بولي. همدغه عندي فيصلي او پرېکړې دي، چې د ژوند پراخه لمن يې له لانجو، شخړو او جنجالونو څخه ډکه کړې ده.
دلته يوه بله خبره راپه يادشوه، چې په کارونو کې عدم تحقيق اوتش د بل په وينا باور کول ډېر نژدې خپلوان سره ليرې کوي، چې نتيجه او پایله يې له کورنيو جنجالونو څخه پرته بل څه نده. همدغه عدم تحقيق او يو اړخيز قضاوتونو دى، چې د انسان ژوند ته په اواره لاره کې د بدبينۍ کږليچونه پيدا کوي او ډېر نژدې خواخوږي سره يو بل ته توره او برېښ شي.

که انسا ن د يو اړخيز قضا وت له کوچنۍ دايرې څخه راووزي او د نورو دلايلو ته غوږ ونيسي او يا لږ ترلږه يو څه ځان ملامت وبولي او يوه اندازه زمينه مساعده نشي، چې د غرض خاوندان په کې نغارې وډنګوي او ځان ته په کې مشغوله پيدا کړي.

ځيني خلک، چې په لافو راشي او په اصطلاح د غرض خاوندان بوس تر لاندې کړي؛ نو داسې څه ترخولې وباسي، چې انسانيت ترې ووېريږي او له يو کونج څخه يو لاس پر غاښ او بل لاس پر غوږ حيران ورته ګوري او د تېښتي ګودر لټوي.

داسې خلک بايد په خپلو تېروتنو اوسهوو اعتراف وکړي او بايد غره نشي، چې د ده دغه کار د مخاطب لوري له خوا ونمځل شو؛
ځکه ډېر امکان لري، چې مخاطب لوری د ده حقيقي دوست نه وي، بلکې د دوستۍ تر پردې لاندې به خپل غرض پر مخ بيايي او يا به د کبانو د نيولو پر نيت اوبه خړوي؛ نو د دغه راز ښکاريانو په شاباس او آفرين غوليدل د پوهو او رسيدلیو انسانانو کار ندى.

په پښتو کې متل دې ته وايي، چې (( مطلبي پر خټه اور لګوي )) نو، ځکه د غرض خاوندان او حقيقي دوستا ن سره بېلول په کار دي.

انسا ن ته د شرافت او کرامت تاج د دې لپاره ور پر سر شوی، چې د خپل ژوندانه په لارو چارو او عملونو کې د قهر او غضب پر وحت له فيصلي او پرېکړې ځان وژغوري. د قهر او غضب خبره مې؛ ځکه وکړه، چې په دغه راز مواردو کې عقل او فکر د خپل سنجش قوه له لاسه ورکوي او غيرې منتظره پایله ترې زيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د