ستونزې او حل يې

د، ب، هيښ

زه چې اکثره مقالې ، تبصرې او نظرونه لولم اوګورم دې اوسنی مصيبت هريو پوزې ته راوستلی دی.

ځینې د موجوده ډلو ټپلو نه د يوې يا بلې څخه د خپل استدلال په اساس دفاع کوي او ځنې بيا ټولې ردوي ، خو الترناتيف نه شي ښودلائ ، فقط د خيالي اتحاد خبره کوي ، لاکن دا اتحاد حتا تعريفولئ نه شي چې کوم اتحاد ، په کوم شي اتحاد ، دچا اتحاد او دا اتحاد په کوم فزيکي او معنوي قوت پياده کول ؟

دا ارماني خبرې دي او د موجوده واقعیتونو سره هېڅ ارتباط نه لري .

افغانستان د نورې دنيا په شان يوه ټولنه ده چې د مختلفو فکرونو د افرادو نه تشکيل شوې ده او دا طبيعي خبره ده چې حتا د يوې کورنۍ غړي هم د شکل ، جنسيت او فکر له نظره يو شان نه دي . برداشت ، ذايقه ، ميل او خيالات يې يو دبل نه توپير لري ، د دوی د يو شان کولو تلاش يوه بېهوده هڅه ده او امکان يې نشته .

خو که د شريک ژوند کولو موضوع وي بيا بايد دوه کاره وشي :

يا به فرد د خپل فکر او خواهشاتو نه تېريږي ، خپله د فکر فردي ازادي به د نورو په واک کې ورکوي او د خپل تصميم او پريکړو حق به نفي کوي او يا به د تفاهم او حساب د لارې د شريک ژوند کولو لپاره موافقه کوي او هغه اصول او پرنسيپونه به چې دا شريک ژوند ورته ضرورت لري مراعاتوي او نقض کول به يې سره کرښه ګرځوي .

رابه شو زموږ وطن ته، دلته هم د تاريخي شواهدو او اسنادو په اساس د شريک ژوند او د اتحاد بنيادونه بايد وپيژندل شي او بيا ورته نور دعوت شي او د موجوده سياسي -اجتماعي سازمانونو ارزيابي هم د دغه اتحادي مشترکاتو په اساس وشي .

دا خو سمه خبره ده چې د موجوده مصيبت او په کې ښکيلو خواوو نه هیڅوک راضي نه دي ، نو ددې منجلاب نه راوتل به يا د يوه نوي سازمان په منځته راتلو چې ددې ټولو موجوده ډلو سره په توپير کې وي ميسريږي او يا به په مقايسوي توګه د موجوده سازمانونو تحليل او ارزونه کيږي او د هغه نه چې د ملک د اتحادي اصولو ، عامه خير او صلاح زيات ظرفيت په کې وي د مشروط ملاتړ او حمايت اعلان وشي .

زما په نظر زموږ په ملک کې دوه ارزښتونه دي چې افغان اولس پرې بې له شکه راټول او اختلاف په کې نه لري ، هغه اسلاميت او افغانيت دی .

ددې خاورې ټول خلک مطلق اکثريت مسلمانان ، د اسلام په دين پخه عقيده لري او پيروان يې دي ، همدا شان ټول ددې ملک اوسيدونکي دي ، ځانو ته افغانان وايي او د خپل افغاني ژوند دود (کلتور) په دايره کې ژوند کوي .

نو د اتحاد اصلي ستنې اسلام او افغانيت شول چې ټولې ليکنې ، کوښښونه ، مبارزې او تلاشونو بايد ددې دوو ارزښتونو په محور وي او اشخاص او ډلې هم ددې ارزښتونو په تله وزن کړل شي او په‌مقابل کې يې عکس العمل وښودل شي .

اوس د موجوده مصيبت د محو کولو لپاره د نوې ډلې او سازمان دجوړېدو نه وس شته او نه ظرفيت .

دا تيوري په انفرادي توګه او اماتوري شکل کله ناکله د احساساتي او يا شهرت طلبه خلکو له لوري مطرح کيږي ، خو عملي څرک يې نشته ، بناء په د احساساتي مانورونو بايد خپل وخت نور ضايع‌ نه شي او د خيال پلو د دنيا نه بايد د واقعيت ډګر ته راکوز شو .

زموږ د ټولنې واقعيت دادی چې دلته اشغالګر ، د هغوی نصب شوې اداره او په تشکيلاتو کې يې داخلې ډلې او په مقابل کې يې مبارزه کوونکي طالبان دي .

امريکا يو بیګانه ، متجاوز ، اشغالګر قوت دئ ، چې اهداف ، منافع او معتقدات يې زموږ د اهدافو ، ګټو او عقايدو سره هیڅ نه دي برابر .

د امريکايانو په لاس جوړه شوې اداره چې طبعا وجود او عدم يې د امريکايي اهدافو او منافعو سره په تطابق پورې اړه لري نه د افغانستان، او جبرا د هغوی دستور بايد ومني ، که نه تعویض کوي يې .

پاته شوه فقط د طالبانو ډله چې د اسلاميت او افغانيت ارزښتونو ته ځانونه منسوب بولي او د هغې د دفاع داعيه لري ، عملا يې هم موږ وينو چې د اسلاميت او افغانيت د پاره ځانونه قربانوي او ددې سختې مبارزې دروند بار يې په کمو امکاناتو په اوږو اخيستی دی.

زه نه وايم چې دا ډله سل په سلو کې د عيب او نيمګړتياوو نه پاکه ده ، خو د نورو په مقايسه يوازې ددې تحريک مبارزه د ملک د اتحاد او ارضي تماميت د بقا لپاره د افغان اولس د اتحاد د ستنو (اسلاميت او افغانيت ) سره برابره ده .

نو زما په نظر که د مصيبت ختمول غواړو ، د اتحاد عملي کول او د جنګ ، شر ، فساد او نورو سياسي دسیسو نه ځانونه خلاصول غواړو ، فعلا بله لاره نشته ، بې د طالبانو نه د حمايت او ملاتړ .

البته د طالبانو نه هم دا توقع بايد ولرو چې د اسلاميت او افغانيت په چوکات کې نور هم د پيشنهاد ، انتقاد، پوښتنو غوښتنو او حساب اخستلو حق لري او دا حق يې بايد محفوظ او محترم وګڼل شي .

هر سازنده انتقاد ، ابتکاري پېشنهاد ، مشروع غوښتنې او د تعاملاتو د واضح حساب غوښتونکو ته دشک په سترګه و نه ګوري ، بلکې د سمې ادارې او ټولنيز عدالت د تاءمين د پاره يې ارزښتناکه او ګټور وکاروي .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

هیښ صاحب ! له ښکلی او په حقایقو متکی لیکنی څخه مو مننه! تاسی ډيرو ښه ټکو ته اشاره کړی، یعنی زمونږ د ټولنی دافغانیت او اسلامیت دوه عمده اصلیتو ته مو ګوته نیولی چه زمونږ د اتحاد اصلی عوامل جوړ شوی، له دغه اصلیتو وروسته به لکه د قومونو، سمتو ، ژبو، ګوندونو او داسی نورو کوچنی اصلیتو په شان به یوله بله د جلاوالی کوچنی اصلیتونه هم لرو مونږ باید هغه لوی ګټور اصلیتونه د کوچنی اصلیتو د پاره قربانی نه کړو. طالبان د همدغه دوه لوی اصلیتو ته د درناوی او تطبق د پاره خپل ټولی ورځنی… نور لوستل »

مولوی احمد
میلمه
مولوی احمد

ڈیرہ معقولہ مقالہ دی لیکلی خدای دی درتہ اجر درکی ھیخ صایب! خو دیوی نکتی جواب درنہ غواڑم او ھغہ داچہ مجاھدین دلی ھم پدے دوہ اصولو باندی ولاڑ وو افغانیت او اسلام او مقابلہ پمقابل د روس اشغالگر نو ولی دا ملک جوڑ نشو ؟؟؟؟