افغانستان

سيګار: د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زياته او شمير يې کم شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امريکايي لګښتوتو د څار بنسټ (سيګار) وايي چې په افغانستان کې د امنيتي ځواکونو شمير تر بل هر وخت کم شوی دی او مرګ ژوبله يې زياته شوې ده.

د سيګار په تازه راپور کې راغلي چې وروستيو څلورو کلونو کې د امنيتي ځواکونو تلفات په بې سارې توګه زيات شوي دي او ددې ترڅنګ ډېرو سرتيرو خپلې دندې پريښي دي چې له امله يې د افغان ځواکونو په شمير کې کموالی راغلی.

راپور زياتوي چې له ۲۰۱۵ ميلادي کال راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې په بې سارې توګه کم والی راغلی دی چې اوس ددې ځواکونو شمير څه له پاسه ۳ سوه زرو ته راښکته شوی.

د راپور د معلوماتو له مخې په تيرو ۵۴ مياشتو کې په منځنۍ توګه هره مياشت ۸۴۹ تنه سرتيري په جګړو کې وژل شوي دي.

د سيګار دا راپور په داسې حال کې خپريږي چې تيره اوونۍ د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني هم په ډاووس کې د نړيوال اقتصادي کانفرانس په غونډه کې وويل چې د هغه له واکمنۍ تر اوسه له ۴۵ زرو ډېر افغان سرتيري په جګړو کې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې محمد اشرف غني د تيرکال په نومبر کې ويلي وو چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې تر اوسه څه له پاسه ۲۸ زره امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

د امنيتي ځواکونو د وژنو له اعلان وروسته په ټولنيزو رسنيو کې افغانانو د ګډ حکومت د مشر په دې اعلان غبرګون ښودلی و او د امنيتي ځواکونو وژنه يې د نوموړي بې غوري او اعلانول يې سپين سترګي بللې وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close