د نړیوال جام تمریناتي سیالیو کې افغانستان د پاکستان پر وړاندې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د راتلونکي ۲۰۱۹م نړیوال جام تمریناتي سیالیو مهالویش په ډاګه شو چې په لومړۍ سیالۍ کې به افغانستان لوبډله د پاکستان لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کوي.

دغه تمریناتي یا وارم اپ سیالیو کې به هره لوبډله دوه لوبې ترسره کوي چې د مۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه به پېل شي، او په ۲۸مه نېټه پای ته ورسیږي.

افغانستان لوبډله به لومړی د پاکستان لوبډلې پر وړاندې په ۲۴مه نېټه او بیا د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په ۲۷مه نېټه دوه سیالۍ ترسره کړي.

No photo description available.

د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه په انګلستان کې پېل کیږي، په یاد جام کې به د ۱۹۹۲م کال سیالیو نظام تکراریږي، چې هره لوبډله به د بلې پر وړاندې یوه-یوه سیالۍ ترسره کوي او په پای کې به څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار مومي.

د نړیوال جام لومړۍ سیالۍ به د انګلستان او سویلي افریقا ترمنځ ترسره شي، چې افغانستان به خپل پېل د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د استرالیا لوبډلې پر وړاندې وکړي، دویمه سیالۍ د سرېلنکا پر وړاندې په ۴مه نېټه او د پاکستان پر وړاندې سیالۍ به د جون میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره کوي.

د ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام کې ټولې لس لوبډلې ګډون کوي، چې ویسټ انډیز او افغانستان د غوراوي سیالیو له لارې خو نورو لوبډلو مستقیم لاره موندلې ده، ددې سیالیو پایلوبه به د جولایي میاشتې په ۱۴مه نېټه په لارډز لوبغالي کې وشي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د