افغانستان

راپور: افغان ځواکونه ځمکه او شمېر له لاسه ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو د څار سازمان سیګار په خپل نوي راپور کې ویلي چې افغان ځواکونه په تدریجي توګه ځمکه له لاسه ورکوي او په مقابل کې يې د امریکايي بمباریو سربېره طالبان توانیدلي چې خپل کنټرول وساتي او مخ پر وړاندي ولاړ سي.

سیګار د ۲۰۱۸ کال د وروستیو دریو میاشتو په راپور کې ويلي یې دي، چې اوس هم ۴۰۷ ولسوالیو څخه د افغانستان حکومت تر واک لاندي ۵۳.۸ سلنه ولسوالۍ دي چې په هغو کې ۶۳.۵ سلنه خلک ژوند کوي، پاتې برخه یې یا د طالبانو تر مستقیم کنټرول لاندي ده او یا هم جګړه په کښې روانه ده.

د سیګار دغه راپور نن د پنجشنبې په ورځ نشر شوی، په داسي وخت کې چې تازه طالبانو او امریکایانو د قطر په پلازمينه دوحه کې د شپږو ورځو لپاره پرلپسې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په موخه مذاکرات وکړل، او د دواړو لوریو تر منځ توافق شوی چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي او طالبان به امريکا ته ډاډ ورکوي، چې له افغانستان څخه بیا امريکا او ايتلافيانو ته يې  ګواښ  نه پيښيږي.

د سیګار په راپور کې راغلي، چې د افغان ځواکونو شمېر هم ۳۰۸۶۹۳ ته را ټیټ شوی چې د ۲۰۱۵ کال څخه تر ټولو کم شمېر دی.

د کتونکو په باور د افغان ځواکونو شمېر د کمښت لوی لامل د پوځي لیکو څخه د عسکرو تیښته، طالبانو ته تسلیم او یا هم وژل کیدل دي.

که له یوه اړخه هره میاشت طالبان د سلګونو عسکرو نومونه نشروي چې له دوی سره یو ځای شوي دي، له بله اړخه د ولسمشر اشرف غني په وینا د ده له ولسمشرۍ وروسته په افغانستان کې ۴۵ زره افغان عسکر وژل شوي دي.

نوموړي چې د سویس هیواد په ډاوس ښار کې اقتصادي فورم ته وینا کې وویل چې د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر میاشتې څخه تر اوسه ۴۵ زره افغان عسکر وژل شوي دي.

د سیګار د راپور سره سم د روان امنیتي وضعیت سربېره د امریکا پوځ په افغانستان کې بمبارۍ زیاتې کړې او د  ۲۰۱۸ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې يې ۶،۸۲۳ بمونه غورځولي دي، چې د تېر کال ۲۰۱۷ په نسبت ۵۶ سلنه زیات وه، او د کال ۲۰۱۶ په نسبت پنځه چنده زیات.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x