نړۍ

د روسيې په کوربه توب د افغان سياستوالو او طالبانو ناسته جوړيږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د روسيې  د ولسمشر ویلاديمير پوتين خاص استازي ضمير کابلوف وړمه ورځ اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال رسنيو ته ويلي و، چې هېواد يې د افغانستان سولې په اړه د بلې ناستې کوربه توب ته تياری نيسي.

کابلوف په دې اړه نور جزيات نه و ورکړي، خو رویټرز خبري اژانس واي، چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ به روسیه له طالبانو سره د خبرو لپاره د ولسمشر اشرف غني مخالف افغان سياستوال هم وروغواړي او د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره به په دغه ناسته کې د روسيې په کوربه توب د طالبانو او افغان سياستوالو تر منځ خبرې وشي.

رویټرز د يوه لوړپوړي روسي چارواکي له قوله ليکلي، چې په دغه يوه ورځنۍ ناسته کې به د طالبانو لوړپوړي مشران او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون يو شمېر  مهم افغان سياستوال هم ګډون ولري.

دغه روسي چارواکي زياته کړې، چې د مسکو په باور ښه خبره دا ده، چې افغان حکومت په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.

حامد کرزی، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د امریکا پر ضد توندې څرګندونې کوي او په افغان سوله کې د روسيې او چين د ګډون غوښتنه کوي، په داسې حال کې، چې امریکا د سولې روانه پروسه کې د روسيې او چين د ګډون مخالفه ده.

روسان امريکا په افغانستان کې په ناکامۍ تورنوي او زياتوي، چې د افغانستان سولې لپاره له زړه کار کوي او له امریکا يې هم غوښتي، چې روسيې او د سيمې هېوادونو سره په ګډه د افغانستان سولې لپاره کار وکړي،خو امریکا د روسیې نيت ته د شک  په سترګه ګوري او د روسيې په کوربه توب يې په تېرو درې ناستو کې ګډون نه و کړی.

طالبانو هم د مسکو په ناسته کې د خپل ګډون پخلی کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، چې مسکو ته به د طالبانو د پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

عاقبت گرگزاده گرگ بود گرچى با اادمى بود
كرزى د امريكايانو هغه مدارى او وحشى ليوه دى چى رام كيدلاى نشى ، د د كارنامى او د اسلام او هيواد ضد خبرى د تولو پياد دى.
طالبانو ته نه ده پكار چى د دى منافق په خبرو غوژ وگروى او اهميت وركرى .
داچى روسان داسى كنفراسونه جوروى شه كار دى امريكا به پدى سره نور هم د سستى احساس وكرى، خو داهم بايد هير نكرو چى روسان هم زمونژ خير نه غوارى ، احتياط پكار دى .

غمی،پښتین

کله چه افغان مجاهدین په په کال نولس سوه دوی نوی کی کامیاب شول ،نو د راوالپنډی حاجی کمپ کی ټول افغان مجاهدینو مشران د ګلبدین ،سیاف ،ربانی ،حضرت،پیر خلاصه ټول سره یو ځای د نواز شریف په مشری یوه ناسته جوړه کړه،
اوس لکه چه تاریخ تکرار کیږی اوس ناسته په روسیه کی جوړوی.
راوالپنډی ناسته هم افغنستان کبړ کړ،اوس دا د مسکو ناسته هم لکه چه د افغانستان کبړ کولو ته جوړیږی،الله ج د خیر کوی،

عبدلله

السلام علیکم په دغه د روسیی ناسته کی چی د طالبانو او نور افغان سیاستوالو تر منز ده نه پوهیزم؟ چی دغه منافقین لک کرزی او داسی نور د CIA ایجنتان د مسلمانانو په وینو کفارو ته دودی کونکی بی رحمه وحشی د اسلام دشمنان پر کافر دشمن وطن فروشان د لکاوو زرهاو بی گناه مسلمانانو قاتلان سره طالبان مجلس لری؟ ڈیره حیرانوکی ده آیا د طالبانو هیر شول چی امریکایان چا راوستل ؟ دغه حامد کرزی نه وو چی دی دمخه وو امریکایان په پسی وه دغه کرزی نه وو چی طالبانو په قطر کی دفتر خلاس کی او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x