افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د سيګار راپور ته غبرګون ښودلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کورنيو چارو وزارت د افغاستان بيا رغونې لپاره د امریکا د مالي مرستو د تفتيشي ادارې «سيګار» راپور رد کړی او ادعا کوي، چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

سيګار  نن پنجشنبه په خپل راپور کې ويلي، چې د سولې خبرو له پيلېدو سره د افغان عسکرو شمېر په کمېدو دی او ورسره د افغان عسکرو له واکه خاوره هم په وتو ده او طالبان مخ پر وړاندې روان دي.

د سیګار په راپور کې راغلي، چې د افغان ځواکونو شمېر هم ۳۰۸۶۹۳ ته را ټیټ شوی چې د ۲۰۱۵ کال څخه تر ټولو کم شمېر دی.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي د سيګار د راپور په اړه رسنيو ته ويلي: «که د کورنيو چارو و زارت له دريځه درسره خبره وکړم، نو زموږ په تشکيلاتو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. موږ اوس هم دوه زره پنځه سوه ریزف عسکر لرو.»

د رحيمي په وينا دغه ریزف عسکر د نورو پوځيانو د وژل کېدو او دندې  پرېښودو په صورت کې د پوليس، اربکيانو او نظم عامه پولیسو ته لېږل کيږي.

رویټرز خبري اژانس ليکلي، چې د روانې فبرورۍ په ۲۵مه يو ځل بيا په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نورې خبرې  پيليږي او شونې ده، چې د امریکايي پوځيانو د وتلو په مهالوېش هوکړه وشي، چې ورسره به پر افغان حکومت او عسکرو فشارونه نور هم زيات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x