افغانستان

له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د زلمي خليلزاد تازه څرګندونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان قضيې د سياسي حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې د افغانستان مسئله دومره اسانه او ساده نه ده لک ځينې يې چې فکر کوي.

نوموړي په خپلو څو پرله پسې ټويټونو کې ويلي دي چې د افغانستان حالات پيچلي دي او دومره په اسانه نشي کيدلای چې مونږ سولې ته ورسيږو.

هغه ويلي دي چې تر اوسه يې په دوو موضوعاتو کې چې يو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او بل له افغانستان څخه امريکا ته د نه ګواښ موضوع ده، پرمختګ شوی دی؛ خو داسې هم نه ده چې دا دواړو موضوعات په پشپړه توګه حل شوي دي.

هغه ويلي چې په دې پروسه کې د بين الافغاني تفاهم او اوربند په څېر مهم موضوعات دي چې باید کار پرې وشي او زياته کړې يې ده چې د مذاکراتو د پروسې په لومړيو مرحلو قضاوت کول له وخت نه مخکې دي او په وينا يې چې فيل په يوه مړۍ کې نشي خوړل کيدای.

خليلزاد ويلي دي چې په افغانستان کې مسائل، خوځښتونه او لوبغاړي ډېر دي خو په وينا يې چې مونږ ټول په سمه لاره روان يو او دا خبرې ښې روانې دي.

زلمی خليلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تيره ورځ په يو ټويټ کې ويلي وو چې د افغانستان اوږده مهاله او لانجمنه جګړه له سوله ييزې لارې ختمول غواړي.

ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي وو چې روانې اتلس کلنې جګړې افغانان ستړي کړي او دغه جګړه بايد نوره پای ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmed

ده افغانستان په دی پيچلې وضېعت کی ستاسو ده امرېکېانو صادقانه خبری او عمل ده افغانستان (60) فېصده مسئلی حل کوه لائ سی. دلته ‌‌‌‌‌‌ده ‌‌‌‌‌‌ډېرو بدبختېو مسئولېت ستاسو په غاړه ده.وس ېو کار وکړی اشغال ته ده پاې ټکی کېږدی انشاالله ده افغانستان ‌‌‌‌‌‌ډېری ستونزی به ورسره حل سی. ده ټولو ستونزو مور ستاسو اشغال ده .په افغانستان کی مسائل سته خو حل ئ هم سته .انشااالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x