افغانستانخبرونه

طالبان: افغانان د اشرف غني په «پرديپالنه» د شرم احساس کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني»  د لیک تر رسنیز کېدلو وروسته  طالبانو د یاد لیک په اړه غبرګون ښودلی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپرې شوې مقاله کې راغلي چې «افغانان د اشرف غني او ورسره ټیم په پرديپالنه د شرم احساس کوي او افغان ولس پر داسي افغان چې دخپل هیواد او ولس پر ګټو پرديو منافعو او دبلواکۍ چوکۍ هوس ته لومړیتوب ورکوي لعنت وایې».

د مقالې لیکوال وړاندې  زیاتوي « اشرف غني خو هغه مهال لا دامریکا غلامۍ کې لومړۍ مقام  وګاټه چې دکابل پر پلاز دنصب په لومړۍ ورځ  یې له یرغلګروسره دافغانستان دخرڅلاو قرارداد لاسلیک کړ. مګر په دې لیک سره  یې دافغانستان دتاریخ تر ټولو ګوډاګیانو ځان مخکي کړ».

خو د مقالې د لیکوال په وینا د طالبانو په مشرۍ د افغانانو پاڅون امریکایان مات کړي او که د اشرف غني خوښه وي یا نه ، امریکایان به وزي « افغان ولس د اسلامي امارت په مشري په خپل پاڅون او مقاومت سره یرغلګر مجبور کړل، چې له افغانستانه دوتلو ستراتیژي جوړه کړي. دافغان ولس دقربانیو اوج او داسلامي امارت معقول دریځ یرغلګر دې حالت ته رسولي چې د ګوډاګیانو له خبرتیا پرته خپلې ګډې بار کړي. نو که دغني خوښه وي یانه اشغالګرو له ګران هیواده دوتلو تابیا نیولې».

یاده دې وي چې طالبان وروسته تر هغه دا غبرګون ښيي چې تېره ورځ ټرمپ ته د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» له لوري لېږل شوی لیک رسنیز شو، د راپورونو له مخې په یاد لیک کې اشرف غني له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي وو څو له افغانستان څخه د خپلو فوځيانو د ایستلو پرېکړه بیرته واخلي.

ددې لیک تر رسنیز کېدلو وروسته په ټولنیزو رسنیو ګڼ غبرګونونه راوپارېدل، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو اشرف غني د «حفیظ الله امین، کارمل، شاه شجاع» او داسې نورو شخصیتونو سره ورته وباله  چې په افغاني تاریخ کې د غلامانو په حیث پېژندل کېږي.

پاتې دې نه وي چې دوې ورځې وړاندې په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې اشرف غني ادعا کړې وه چې نوموړی سولې ته ژمن دی او په هیواد کې د بهرنیانو په شتون خوښ نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

یاره که ريښتیا می و پښتی ستاسو په نوم خلګ ډیر شرمیږی نسبت د غنی په پریدپالنه ځکه دا تاسی طالبان وی چی د اسلام تاریخ کی مو اولین ځل د انتحار او ځان وژنی بیرغ جګ کړ او همدا تاسی طالبان وي چی سبب د پاتیکیدو د امریکایان شوي. که فکر کوی چی والله خلګ به په آینده تاسو ته رایه درکوی خو شاید یو څو احمقه به وی نه ډیری خلګ.

لونګ

د دی پاڼی له چلونکو څخه زیاته مننه او سپاس. په ریښتیا چی بیطرفه خلګ یاست دا. ځینی کسان چی وایی ن. آسیا ویب پاڼه د طالبانو ده خو اوس ماته ثابته شوه چی نده. دلته هغه کسان چی د طالبانو طرفداره دی ډیری خپل نظر خپروی. او ما چی اوس د طالب خلاف خبری وکړی کټ مټ هم خپری شوې. نو که چیری زما په شان نور هم د طالبانو پر ضد دلته خپل نظر خپور کړی د طالب ضد کسان به زیاد شی بیا به طالبان وایی ن. آسیا د کمونیستانو ویب پاڼه ده. څوک دی داسی هم… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL

you(talibs ) are shame for afghanistan.you want afghanistan to become the fifth state of pakistan.
you want afghan army police to solve and isi solders become to afghanistan.
always be afghanistan
i want a longest healthy life for honer doctor ashraf ghani

death on pakistan and isi agents

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x