ورزش

اصغر افغان: د نړیوال جام خوبونو تعبیر رښتیا کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې بریالي لوبډلمشر اصغر افغان په یوه تازه مرکه کې ویلي چې نور په نړیوال جام کې ګډون یې یوازې خوبونو پورې منحصر نه دی بلکې ددغه خوبونو تعبیرولو وخت راغلی.

د کرېکټ نړیوالې شوار سره په یوه تازه شوې مرکه کې اصغر افغان ویلي چې پخوا به یوازې په نړیوال جام کې ګډون ته خوشالیدو، نړیوالو لوبغالو کې مو یوازې پخپلې ملي ترانې اوریدلو بسنه کوله، د نړیوال جام ګټل راته یو خوب و خو اوس وخت رارسیدلی دغه خوب مو رښتیا کړو.

اصغر افغان په یاده مرکه کې زیاته کړې، «پخوا به مو غوښتل لوبډله مو نړیوال جام ته لار ومومي او له نړیوالو تکړه لوبډلو سره ولوبیږو، خو اوس یوازې د ګډون لپاره نه بلکې د سیالیو ګټلو لپاره ځو».

افغانستان لوبډلې په ۲۰۱۵م نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالۍ سکاټلینډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو ثبت کړې وه، په تېر ۲۰۱۸م کال اسیا جام کې سرېلنکا او بنګلدیش ته په ماتې، پاکستان او هند سره زړه بوږنونکې سیالیو دا ثابته کړه چې افغان لوبډله د هرې لوبډلې لپاره ګواښ ثابتیدلای شي.

لوبډلمشر اصغر افغان د نړیوال جام چمتو والي په اړه وویل چې مونږ نړیوال جام له غوراوي سیالیو راهیسې اصلي هدف ګرزولی، دا مهال مو ۴۴ لوبغاړي په چمتو والي بوخت دي، له دې څخه به غوره لوبغاړي نړیوال جام ته خوښوو.

افغانستان لوبډله له نړیوال جام څخه وړاندې د ایرلینډ پر وړاندې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو سیریز او د سکاټلینډ لوبډلې پر وړاندې دوه یو ورځنۍ سیالۍ لري، د اصغر افغان په وینا چې په هره لوبه کې به هدف بریا وي.

که څه هم د شل اویزو سیالۍ د افغانستان د خوښې فارمیټ دی خو اوسمهال د ملي لوبډلې ټول روزونکي پر لوبغاړو یو ورځنیو سیالیو ته په چمتو والي تمرکز کوي او د تمریناتو په وروستۍ اوونۍ کې به د شل اوریزو سیالیو لپاره چمتو والی نیسي.

د یادونې ده چې افغان لوبډله له نړیوال جام وړاندې د پاکستان او انګلستان لوبډلو سره دوه تمریناتي سیالۍ لري، دا ډول په ۲۰۲۰م نړیوال جام کې مستقیما شامله شوې او په ګروپ بي کې ځای لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x