نړۍ

ټرمپ: که له طالبانو سره د سولې تړون وشو، ټول عسکر له افغانستانه باسو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون وشي، دی به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي او خپلو کورونو ته به يې راولي.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل راپور کې د ولسمشر غني هغه ليک افشا کړی و، چې د ټرمپ په نوم يې ليږلی و او له هغه غوښتي وو، چې خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي  او په مقابل کې به يې دوی خپل مصارف راکم کړي.

ټرمپ دې وړاندې هم د سولې روانو خبرو ته خوشبيني ښودلې وه، خو څارونکي وايي، چې  د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د اشرف غني د هغه لیک په ځواب کې دي، چې د امریکايي عسکرو د پاتې  کېدو غوښتنه يې کړې وه.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د سياسي ګوندونو له استازو او رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه پر مهمو مسائلو هوکړې ته نږدې  شوي او پر نورو خبرو د هوکړې لپاره يې راتلونکې ناستې ګټورې بللي دي.

طالبانو هم ويلي، چې له امريکايي جهت سره خبرې تر ډېره بريالۍ دي او د نور پرمختګ لپاره خوشبينه دي.

طالبانو او امریکا پر دوو مهمو خبرو هوکړې  ته نږدې شوي، چې هغه د بهرنيو پوځيانو وتل او د طالبانو له لوري دا ډاډ دی، چې راتلونکي وخت کې به افغانستان د امريکا پر ضد نه کارول کيږي.

خو د دواړو غاړو ترمنځ مهم خنډونه لا هم شته، چې طالبان له ګډ حکومت سره خبرې نه کوي؛ ځکه چې د طالبانو په باور، ګډ حکومت د ا مريکا لاسپوڅی دی او مشروعيت نه لري او دوهمه خبره د اوربند ده، چې لا هم دواړه خواوې پرې هوکړې ته نه دي رسيدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

اوس نو په ډاګه شوه چی د امریکایانو پاتی کیدل او تلل دواړه د طالبان په لاس کی دی، دا غنی بیچاره مو خوسی ملامت کړی.

Karwan

غني فاسد خو داشغال دوام غواړي او خپلي ګټي ورته مهمي دي. دا چه څومره افغانان وژل کيږي، غني او شمالي ټلوالي ته بي تفاوته ده. کاروان

غمی،پښتین

لونګ ته
سوله نه د طالیب او نه د افغان دولت په لاس کی ده،سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده،
مثال ،خلیلزاد پاکستان ته لاړ او له پاکستان څخه ډایرکت قطر ته ولاړ،شپږ ورځی خبری وشوی.په پنځمه روځ خبرو کی پاکستان یو میلیارد ډالر واخیستل،شپږمی ورځ خبری کی رسنی وویل چه څه نه څه تر لاسه شوه.
میلیاردونه ډالر امریکا لګولی.د ظاهر شاه او د داود د وخت پاکستان خواری کړی ،ګلبدین ،مسعود یی ګرځول.
نو مفته سوله نشته.طالیب او دولت هسی د سطرنج پیاده ګان دی،
اصلی لوبه د پاکستان او د امریکا ده.

غوربندي

د دولسمشر اشرف غني ليک ان شاءالله د طالبانو په خير تمام شو.

د نړی دوهم مفکر او زرکلن اشرف غني ته زما مشوره ده تر څو د ټرمپ د ناهيلي کوونکو څرګندونو په ځواب کې احتجاجا د ارګ ماڼی کې د ننه ځانوژنه وکړي.

عبدالواحد اڅګزۍ

الله په قرآنکریم کی فرمایی:يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۲۶۹﴾ (خدا) به هر كس كه بخواهد حكمت مى ‏بخشد، و به هر كس حكمت داده شود، به يقين‏، خيرى فراوان داده شده است‏؛ و جز خردمندان‏، كسى پند نمى‏ گيرد. (۲۶۹)سوره البقره.اوس نوامریکایان وایی اشرفغنی متفکردی اودقرآنکریم درویه هغه جاهل ناپوه دۍ چه پریوداسی یوغیورمملکت چه ددنیاوټولوجابرانوته یی غاښ ماتوونکی شکستونه ورکړی دی اودملکه یی شړلی دی او۹۹،۹۹٪مسلمانان دی پخپلوملحدوافکارودامریکادپاره حکومت کول غواړی په یواخبارکی لیکلی ووچه دافغانستان دصلح کیلی دپنجاب په لاس کی ده ولی ته نیی انسان… نور لوستل »

لونګ

ملا ستانکزی ویلی دی چی که چیری طالبان واک ته ورسی نو د افغانستان ټوله دفاعی او امنیتی قواوی به منحل کړی. آیا دا خبره ریښتیا ده؟ که ریښتیا وی نو طالبان پدی کار سره غواړی چی یو وار بیا پنجابیان پر مونږه مسلط کړی، غواړی چی اداره او نظم له منځه یوسی. که چیری طالبان افغانان وی نو باید له دری نیم لکو عسکرو او پولیسو څخه د ښه استفاده وکړی. طالبان دی داسی فکر نکوی چی نور زمونږ دښمنان ختم شول. په والله قسم چی همدا پاکستانی او ایرانی به اورسته له وتلو دوی ته داسی دښمنان شی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x