نړۍ

د امریکا مشرانو جرګه: له افغانستان د عسکرو  کمول د امریکا په زيان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا مشرانو جرګې غړو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې پرېکړې سره مخالفت ښودلی، چې له سوريې د امریکايي  پوځيانو د بشپړ وتلو او له افغانستانه د عسکرو کمولو په اړه يې کړې ده.

د امريکا مشرانو جرګې د  رايو په اکثريت هغه لايحه منلې، چې له افغانستان او سورويې د امریکايي پوځيانو د ويستلو په اړه په کې ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکول شوی دی.

په دغه لايحه کې راغلي، چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو يو دم وتل د امریکا د ملي امنيت لپاره ګواښ  ثابتېدای شي

د لايحې وړاندې کوونکي سناتور ميچ مکانل مشرانو جرګې ته د وينا پرمهال ویلي، چې ولسمشر  ټرمپ  بايد له افغانستان او سوريې د خپلو عسکرو راويستلو په اړه د امریکا ملي امنيت ته پېښېدونکي ګواښونه هم په نظر کې ونيسي.

امريکايي سناتورانو دا لايحه په داسې حال کې تصويب کړې، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص  استازی زلمی خليلزاد له طالبانو سره د سولې خبرې کوي او د دواړو غاړو سربېره ډېری افغانان او همدارنګه د امریکا ولسمشر او کارپوهان د روانو خبرو پایلو ته په ښه سترګه ګوري.

ولسمشر ټرمپ هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، که له طالبانو سره د سولې هوکړه بريالۍ شي، خپل ټول عسکر به له افغانستانه وباسي.

سناتور مکانل زياتوي، چې لا هم افغانستان د امريکا لپاره خوندي نه دی او که امريکايي  پوځيان يو دم له دغه هېواده راووځي، د امریکا ملي امنيت لپاره به ګواښونه رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

طالبانو ته مې وړانديز دی چې د امريکا مشرانو جرګې او خلکو په ادرس يو سرخلاصی ليک وليږي، او ورته وفهموي چې د اشغال د دوام زيان تاسو ته تر هغو ډېر او څوچنده دی چې اوس اوس خپل عسکر وباسی.

Ahmed

ېهودبان به خود ده امرېکېانو ده عسکرو له افغانسنان او سورېا چی له وتلو سره کلک مخالفت شېئ څکه چې ده وسلو ده پلورلو لوئ بازار به لمنڅه ولاړ سی. دا ده دوئ ده کاروبار په زېان ده. دوئ هلته قوې لابی لری او تر آخری هده به کوشش کوی سی دلته جګړی ته دوام ورکی ده خپلو ګټو لپاره.
طالېبانو ته پکار ده سی ټرمپ او ده امرېکا وولس ته پرانستې لېک واستوی او ده دی ظالېمانو دا هڅي خونسا کې
ده افغانستان او په ټوله نړې کی ده سولی په هېله

پتنګ

زه پر دې عقیده یم چې د عادي امریکایې اولس تنقید ونه او غوښتنې ډیرې او مهمې دي نظر د سینا مجلس ته چې جمهوریتخواهان پکشې اکسریت دي ! که دوی نه وځې نو لازم ده چې غني خپل تړون ورسره قطعه کړي تر څو چې افغانان نور زیات د توپونو ګولۍ نشي او تبا هي پکشې رانشي خو غني امریکیان غواړي او اولس ورته کومه مانا نلري، امریکایان به وزي چې نه یې اولس غواړي نه یې طالبان اونه یې زمونږ اسیائي ګاونډيان !

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x