د ښاغلي غني سیاسي جنون

نن ټکی اسيا سرليکنه

تیره ورځ ښاغلي غني په کابل کې د ځوانانو په نوم یوې غونډې ته احساساتي وینا کوله .

نوموړي د خپلې وینا ډیره برخه د سولې هغو خبرو ته ځانګړې کړې وه کومې چې د ده د حکومت په ناخبري کې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تر سره شوې.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په ترڅ کې په مکرر ډول پر دې خبرې ټینګار کاوه چې د سولې کیلې په کابل کې ده ، که څوک سوله
غواړي هغه باید له کابل سره خبرې وکړي…

که د ښاغلی غني په باور ریښتیاهم د سولې کیلي په کابل کې وي بیا خو زلمي خلیلزاد ته نه دي په کار چې په اضطراري وضعیت کې پوره (۶) ورځې له طالب استازیو سره په قطر کې پر افغان سوله سر خوږوي.

په هرصورت دلته زمونږ خبره د ښاغلي غني له خولې پر سولې باندې نه ؛ بلکې د هغه په یولړ جنون آمیزه څرګندونو او اصطلاحاتو باندې ده چې د ولسمشري له مقام سره څه چې د یوه عادي کلیوال افغان له حیثیت سره هم مناسب نه دي.

ارګ مشر د هغې غونډې برخوالو ته چې ډیری شمیر یې میرمنې وې په خپل خطاب کې داسې وویل:

(( اول : هرڅومره چې له تاسو سره ملاقات کوم انرژي مي څو چنده زیاتیږي…))

(( دوهم : ستاسي خبرې ښځې محوره دي او زه په ټولنه کې د افغان ښځمنو په لوی او فعال حضور باندې ویاړم.))

(( دریم : هرڅوک چې غواړي افغان ښځې دوباره په قفس کې واچوي هغه دي په خپل تفکیر باندې دوباره فکر وکړي.))

ښاغلي غني چې د غونډې د برخوالو هڅونو زیات احساساتي کړی و نورې هم څو داسې نا شولته وکړې چې نه یې د افغانانو له مذهبي عقائدو سره اړخ لګاوه او نه یې هم د هغوی له درنو افغاني عنعنو سره.

ځکه په افغاني ټولنه کې که څوک نامحرمې ښځې ته ووايي چې زه دې په لیدو انرژي اخلم هغه به یا په شرعي لحاظ نامحرمې ته د کتلو له تحریمه نا خبره (جاهل) وي او یا به مرفوع القلمه (لیونی) وی.

له بده مرغه چې ښاغلي غني د خپل حکومت په تیره څلور کلنه دوره کې ډیرې داسې څرګندونې او کړنې لرلي چې له دیني احکامو سره د ده په ښکاره نابلدي ( جهالت) دلالت کوي.

خو د ده حامیانو ( امریکایانو) ته بیا د نوموړي په ټولو کمالاتو کې همدا د ده جهالت معیار دی چې له امله یې ورته د ټول افغان
مسلمان ولس برخلیک سپارلی دی.

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

HONOR DOCTOR PH.D. ASHRAF GHANI IS HIGHEST ACADEMIC PERSON
HE GOT WIDELY THEORY IN ECONOMIC.RELIGION&POLITIC.
HE GOT COMPLETE STUDY IN GLOBAL HISTORY.HONOR GHANI CAN BRING ECONOMIC CHANGE IN AFGHANISTAN.&
GHANI IS HIGHEST LEVEL TEACHER FOR MODERN ECONOMY.
GHANI CAN PREPARE AFGHANISTAN FOR NEW ECONOMIC REVOLUTION.AFGHANISTAN NEVER GOT IN PAST 200 YEARS LIKE GHANI PRESIDENT AND IN NEXT I DO NOT THINK SO.
I WANT LONG HEALTHY LIFE FOR GHANI
DEATH ON ANY ENEMY OF GHANI

غوربندي
میلمه
غوربندي

KAMAWAL SAAB PHD DOCTORS SHALL STAY IN CLASSES AND TEACH STUDENT , ITS FOOLING INFO, HE NEVER GOT THEORY OF ECONOMIC NOR RELIGION (EVEN HE DOES NOT KNOW FUNDAMENTALS OF ISLAM)HOWEVER POLITICALLY HE IS A STUPID AS HE CANNOT CONTROL HIS EMOTIONS … … SO PLEASE CORRECT YOUR INFORMATION OTHERWISE THE DEATH YOU WISH FOR GHANI ENEMIES SHALL RETURN TO YOU. راز مامد کامه وال صاحب زه نه پوهیژم تاسو د څه لپاره دلته انګریزي ژبه لیکلی ستاسو نظر او معلومات د اشرف غنی په اړه زاړه او له شنو درواغو ډک دي. اول: غنی په جامعه شناسی کې دکتورا… نور لوستل »

Ghmai.Pashtyn
میلمه
Ghmai.Pashtyn

سیاسی جنون خو به ډاکتر غنی صاحب لری او یا نه؟
خو طالیبان د سیاسی جنون سره ،دینی جنون هم لری ،هغه دا چه په جده مکه مکرمه کی ناسته نه کوی ،مسکو کی یی کوی.ایا دا دینی جنون نه دی؟بل
کرزی څه موده مخکی یی کافر باله، پلار یی هم کافر ور لوخړه کړ.اوس ورسره کینی ،سلا مشوره ورسره کوی.دا سیاسی او دینی جنون نه دی نو څه دی؟
ورسره طالیبان نظامی جنون هم لری،ملی اردو .طیاری،ټانکونه،موټری ،غنیمت بیا یی منحل او بیا یی کباړ کوی.دا کومه زیرکتیا ده؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

غوربندی صاحب ! دغه کس چه وخت ناوخت د رازمحمد کاموال په نوم د دین او ملت ضد تبصری او هغه هم به انګلیسی لیکی د کرنی پوهنځی څخه فارغ شوی په څلورم ټولګی کی زما شاګرد وو د حاچی شکور وراره یاسینی نومیږی د امریکا استخباراتو ته په افغانستان کی کار کوی پارلمان ته هم فوق العاده راوړل شو او بیا معاون شو ، د کمیشن زیاتوالی د پاره په انګلیسی لیکنی کوی د خلیلزاد په شان له له افغانیت او اسلامیت یی فاصله نیولی مګر د خلکو د خطا ویستنی د پاره که وخت ناوخت د اسلامیت او… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ډېر احساساتی ږغېږو چي دا کار مو د نظر د اختلاف واټن نور هم زیاتوی. زه خپله د غنی طرفدار یا دښمن نه یم خو د ځینو خلګو استدلال ډېر د خندا وړ دی. کوم درباری ژورنالیسټ چي چالاکه چالاکه کیږی څو ورځی مخکی په کومه لیکنه کی د غنی د زده کړو په هکله یوه بُرِشته باټه لیکلی وه چي ګواکی غنی د اکاډمیکو زده کړو تر څنګ څو زره کاله د پاکستان په کومه رسمی مدرسه کی د سیرة النبی زده کړی هم تر سره کړیدی. کاشکی یو اقتصاد پوه یا جامعه پوه او حتی یو طبیب ډاکټر… نور لوستل »