قیس احمد د استرالیا په بیګ باش لیګ کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې ځوان لیګ سپینر لوبغاړی قیس احمد په بیګ باش لیګ کې د هوبارټ هوریکنز لوبډلې لخوا واخیستل شو.

د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ په بیګ باش لیګ کې د هوبارټ هوریکنز لوبډلې منلې چې د افغانستان سوکه توپ اچونکي سره یې د روان بیګ باش لیګ اتم پړاو تر پایه تړون لاسلیک کړی.

قیس احمد چې اوس په بنګلدیش غوره لیګ کې د راجشاهي کینګز لوبډلې لخوا لوبیږي په نږدې کې استرالیا ته سفر وکړي او د خپلې لوبډلې سره یو ځای شي تر څو په راتلونکې سیالۍ کې ګډون وکړي، نوموړي په بي پي ایل لیګ کې په شپږو سیالیو کې ۶ ویکټې اخیستې دي.

۱۸ کلن قیس احمد د ۲۰۱۸م کال ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو کې په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړې وه چې په مرسته یې افغان لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه، نوموړي په دغو سیالیو کې ۱۴ ویکټې اخیستې وې.

قیس احمد به خپله لومړۍ سیالۍ په بیګ باش لیګ کې د محمد نبي لوبډلې «میلبورن رینیګیډز» پر وړاندې د فبروري میاشتې په ۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره کړي، د نوموړي لوبډله په یاد لیګ کې تر ټولو وړاندې په لومړي نمبر ده او نیمه پایلوبې ته یې هم لار موندلې ده.

لیګ سپینر به لوبډله کې د ټپي شوي لوبغاړي تایمل میلز ځای ونیسي، د هوبارټ هوریکنز لوبډلې منیجر قیس احمد سره په دغه تړون خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د نوموړي په راتګ به زمونږ د توپ اچونې برخه نوره هم پیاوړې شي.

د یادونې ده چې د محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن څخه وروسته قیس احمد څلورم افغان لوبغاړی شو چې په یادو سیالیو کې ګډون کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د