فټبال: نن د اسیا کپ په پایلوبه کې قطر او جاپان سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د متحده عرب اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې د اسیا کپ په پایلوبه کې نن د جمعې په ورځ د قطر هیواد ملي لوبډله د جاپان د ملي لوبډلې سره مخ کیږي.

دا لومړی ځل دی چې د قطر لوبډله د اسیا کپ پایلوبې ته رسیږي، خو جاپان دغه جام څلور ځله ګټلی دی او اوس هم ډیر توقعات همدا دي چې جاپان یې کیدای شي وګټي، ځکه جاپان کله هم پایلوبه کې ماتې نه ده خوړلې، خو بل اړخ ته قطر هیواد هم د اسیا جام په لوبو کې پخواني ټول ریکاډونه مات کړي دي او تر پای لوبې یې ۱۶ ګولونه وهلي دي خو خپله یې یو ګول هم نه دی خوړلی.

قطر په اسیا جام کې ۶ لوبې وګټلې او همداسي جاپان شپږ لوبې ګټلي دي.

د ګروپونو په سټیج کې قطر د سعودي، شمالي کوریا او لبنان سره یو ځای وو، خو قطر د سعودي په شمول ټولو لوبډلو ته ماتې ورکړه او په خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ.

قطر په خپل ګروپ کې ۱۰ ګولونه ووهل او خپل ګول یې د مخالفینو څخه پاک وساتی.

د اسیا جام په دوهم پړاو (۱۶ ټیمونه) کې د عراق سره مخ سو او د یوه ګول په وهلو یې لوبه وګټله او کواټر فاینل ته یې لاره وموندله او هلته یې قوي لوبډلې جنوب کوریا ته په یوه ګول ماتې ورکړه.

په نیمه پایلوبه کې چې د جنوري میاشتې پر ۲۹مه نیټه تر سره شوه، د متحده عرب اماراتو قوي ټیم ته یې د هغوی د لسګونو زرو مینه والو پر وړاندي په ۴ شرموونکو ګولونو ماتې ورکړه چې له امله یې په ټول امارات او په ځانګړي ډول په ابوظبي او لوبغالي کې د غم او غوصې څپه خپره شوه. د لوبې پر مهال د اماراتي لوبډلې مینه والو میدان ته چپلکې، د ابو بوتلو او خوراکې توکې وغورځولې او هڅه یې وکړه چې قطري لوبغاړي په نښه کړي.

بل لورې ته جاپان هم ازبکستان، عمان او ترکمنستان سره په ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ، په دوهم پړاو کې يې سعودي په یوه ګول تر شا پرېښود، په کواټر فاینل کې یې ویتنام ته په یوه ګول ماتې ورکړه او په نیمه پایلوبه کې يې ایران په ۳ پاکو ګولونو باندي مات کړ.

باید وویل شي چې قطر د اسیا جام له پیله په خپلو ټولو لوبو کې د مینه والو څخه محروم وو، ځکه چې په متحده عرب اماراتو کې د قطر هیواد سره خواخوږي جرم شمېرل کیږي او همداسي د اماراتو، سعودي او بحرین له لوري پر قطر باندي محاصرې وروسته ددغه هیواد اتباع اماراتو ته نشي تللای، خو بل اړخ ته د ګاونډي هیواد عمان اتباع چې اماراتو ته راشه درشه ډېره لري، د قطر لوبډلې د تشویق لپاره میدان ته راځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د