ورزش

بيګ باش ليګ: مجيب ځدران يو وار بيا د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي مجيب ځدران د استراليا په بيګ باش ليګ يو وار بيا په زړه پورې توپ اچونه وکړه.

مجيب الرحمن چې د بريسبين هيټ لوبډلې برخه دی په ننۍ لوبه کې په څلورو اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې، ۳ يې ويکټې واخيستې او ۱۱ توپونه يې ميس کړل، پر نوموړي هيڅ څلوريزه او شپږيزه ونه وهل شوه.

څو ډوله توپ اچونکی مجيب په غوره توپ اچونه د ننۍ لوبې د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.

په ننۍ لوبه کې لومړی لوبه د پرت سکروچر لوبډلې وکړه چې په ۲۰ اورونو کې يې يوازې ۱۲۸ منډې جوړې کړې، په ځواب کې بريسبين لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۷.۳ اورونو کې پوره کړ.

دا لومړی وار نه دی بلکې تر دې وړاندې هم مجيب په يادو سياليو کې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې.

مجيب الرحمن په بيګ باش ليګ کې تر دې دمه ۱۲ سيالۍ ترسره کړي چې په غوره اوسط سره يې ۱۴ ويکټې اخيستې دي.

دده سربېره محمد نبي او راشد خان هم په يادو سياليو کې ښه ځليدلي او څو څو واره يې جايزې ترلاسه کړي، خو اوس به قيس احمد هم په بيګ باش ليګ کې خپله وړتيا ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x