افغانستان

ګډ حکومت: د مسکو ناسته په سوله کې مرسته نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د بهرنيو  چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان سولې په اړه د طالبانو او افغان سياستوالو ناسته په سوله کې مرسته نه کوي او له مسکو څخه يې غوښتي، چې له حکومت سره په خپلې شوې ژمنې ودريږي او يوازې د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني.

د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي ویلي، دغه ډول ناسته، چې د افغانستان  په مالکيت نه وي، په سوله کې ګټه نه کوي.

رویټرز او نورو رسنيو ويلي، چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ مسکو کې د طالبانو او د اشرف غني د مخالفو سياسيونو ناسته ده او د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې  دغې ناستې ته يې  د کابل حکومت ته بلنه نه ده ورکړې.

روسي چارواکي وايي، چې د مسکو ناستې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ګډ حکومت د اجرائيه رئیس دوهم مرستيال محمد محقق، د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيه مشر او د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور، د جمعيت اسلامي  لوړپوړی مشر اسماعيل او يو شمېر نور جهادي قومندانان بلل شوي دي.

طالبانو هم د مسکو ناستې کې د خپل پلاوي د ګډون پخلی کړی دی.

محمد محقق د مسکو ناسته کې د ګډون په اړه څه نه دي  ویلي، خو زياته کړې  يې ده، چې افغان سياستوال په هېواد کې د سولې راوستو لپاره هلې  ځلې  کوي او په عين حال کې يې پر ولسمشر غني  تور لګولی، چې د سولې راوستو پر ځای يوازې د خپلې  څوکۍ ساتلو غم وړی او د ده په مشرۍ کې هره ورځ شاوخوا دوه سوه افغانان وژل کيږي، خو دی بيا هم يوازې د خپلې څوکۍ غم وړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x