ورزش

فوټبال: قطر د اسیا جام اتلولي وګټله/ ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبۍ کې د جمعې په ورځ د قطر او جاپان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې په کې قطر جاپان ته په ۳-۱ ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د اسیا جام فوټبال سیالیو کې چې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ په ۵ جنوري پېل شوې وې، قطر لوبډله وتوانېدله څلور واره د اسیا جام اتلولي ګټونکې لوبډلې جاپان ته ماتې ورکړي او په لومړي وار د اسیا جام اتلولي وګټي.

په یاده سیالۍ کې لومړی ګول د قطر لوبډلې لخوا المعز علي په ۱۲مه دقیقه کې وواهه، دوهم ګول هم د قطر لوبډلې لخوا عبد العزیز حاتم په ۲۷مه دقیقه کې وواهه، چې په دې سره لومړی نیمایي په ۲-۰ پای ته ورسیده.

په دویمه نیمایي کې د چاپان لوبډلې لخوا تاکومي لوبغاړی وتوانېد په ۶۹مه دقیقه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ګول ووهي چې په دې سره نتیجه ۲-۱ شوه، خو د قطر لخوا دریم ګول اکرم عفیف په پينالتي شاټ وهلو په ۸۳مه دقیقه کې وواهه او د قطر بریا یې یقیني کړه او سیالۍ په ۳-۱ پای ته ورسیده.

https://twitter.com/korahd55/status/1091339993296064512

په دې ډول قطر په لومړي وار د اسیا جام فوټبال اتلولي خپله کړه، په یادو سیالیو کې قطر یوازینۍ لوبډله وه چې یوازې یو ګول پرې ووهل شو، خو خپله یې پخواني ټول ریکاډونه مات کړل او تر پایه یې ۱۹ ګولونه ووهل، د قطر لوبډلې تکړه لوبغاړ المعز علي د یادو سیالیو غوره لوبغاړی وټاکل شو چې تر ټولو زیات ۹ ګولونه یې ووهل او پخواني ټول ریکارډونه یې هم مات کړل.

له دې وړاندې په نیمه پایلوبه کې چې د جنوري میاشتې پر ۲۹مه نېټه تر سره شوه، قطر د متحده عربي اماراتو پیاوړې لوبډلې ته د هغوی د لسګونو زرو مینه والو پر وړاندې په ۴ ګولونو سخته ماتې ورکړه چې له امله یې په ټول امارات او په ځانګړي ډول په ابوظبي او لوبغالي کې د غم او غوصې څپه خپره شوه.

قطر په یاد جام کې یو شمېر ریکارډونه هم مات کړل، چې له مخې یې په یو لیګ کې د یوه لوبغاړي زیات ګولونه، د لوبډلې زیات ګولونه او د کمو ګولونو خوړلو ریکارډونه پخپل نوم کړل.

د قطر او جاپان ترمنځ د اسیا فوټبال جام پایلوبه په قطر او نورو عربي هېوادونو کې لسګونو زرو مینوالو په سترو لوبغالو، بازارونو او نورو پراخو ځایونو کې یوځای په ستر سکرین وکتله، او په جمع یې بریا ولمانځله.

یاده دې وي چې قطر هېواد به د ۲۰۲۲م کال فوټبال نړیوال جام (فیفا) کوربه توب کوي، چې ټاکل شوې دقطر لوبډله هم په کښي ګډون وکړي، د ۲۰۱۸م کال نړیوال جام چې په روسیه کې ترسره شو فرانس لوبډلې اتلولي خپله کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

زما له یاده وتلی وه چي د جمعې په ماښام د آسیا جام پایلوبه تر سره کیږی که نه شاید د تلویزون له لیاری می دا لوبه لیدلې وای. خوښ شوم چي د قطر هیواد جاپان ته ماتی ورکړه او قهرمان شو البته جاپانیان هم ښه لوبغاړی لری او ښه تېزه او تُنده لوبه کوی. د پورته لیکنی په وروستیو کرښو کی لیکل شویدی چي په ۲۰۲۲کال کی نړیوال جام د قطر په هیواد کی تر سره کیږی او ( شونی) ده چي قطر هم پدې لوبو کی ګډون وکی. شونې نده بلکه ګډون ئې همدا اوس مسجل او ثابت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx