نظــر

اردو ونړيږي، که نه؟

لطف الله خيرخوا

ځينې ملګري ننۍ اردو نړول هغسې ګواښنده بولي، لکه د کمونستې اردو نړول. ما ته مې زړه وايي، چې ستونزه د هغې اردو نړولو کې نه وه زېږولې، بلکې د فاتح لوري خامۍ او انشعاب زېږولې وه.
هغه د چا خبره کومه اردو، چې يو وار پر ظاهرشاه وبلوسېده، بيا پر داود خان، بيا پر ترکي، بيا پر امين او سربېره دا چې روسان يې لکه د خوږې ګوتې ساتل، تا وخدای دا اردو د پرېښودو وه؟
ننۍ اردو له هغې بد تره، اصلاً او اساساً امريکا د ځان لپاره جوړه کړې. دا اتلس کاله پر مسلمانانو چاپه ماره روږدې ده؟ کله يې د کوم يرغلګر ځواب ويلی؟ هغه چې بهرنيان يې بمبار کړي، د ځان پوښتنه يې کړې؟ رښتيا ووايئ دا ۱۸ کاله به څومره کرت ولس بمبار شوی وي، يوه ورځ يې، هسې احتجاج قدرې کړی؟
ځینې خلک پاکستان نېغ نېغ کوي!! هغه ورځ راوښيه، چې دې اردو د پاکستان ځواب ويلی وي؟
نن هم کونړ په توغنديو ويشتل شوی او لسګونه کرت دا کار شوی، تا وخدای پورته يې هم ورکتلي؟
ښه که دا اردو پرېښول شي او د کمونستانو د دورې بلوسېدلي، جنرالان او قومندانان يې سر کې وي، څه وايې؟ له کوم خيانته به سر وغړوي؟
خفه کېږئ مه، دا وار واحده کُتله د فتحې پر درشل ولاړه ده. پراګنده او منشعبه نه ده، وبه ګورئ، چې وطن څوک څنګه ساتي؟ وبه ګورئ، چې د هېچا حق هم ضايع نه شي. ان شاءالله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد

د اسلامې هیوادونو پوځونو ښه دې که بد، محکوم دې که آزاد خو بالاخره د همدي اسلامې هیوادونو پوځونه به ددغه ملت پت، عزت او عقیدوي ارزښتونه ساتې، د همدي پوځې قوت انسجام، یووالی او اتحاد کولای شې بیرته پر نړۍ اسلامي خلافت قایم کړې، د جهاد، اسلام او خلافت معتقد هیڅ کس د هیڅ یوه اسلامې هیواد پوځي قوت ختمیدلو ته خوشحاله نه اوسې البته ددې پوځونو تثقیف، عقیدوي او نظریاتي اصلاح په کار ده. د افغانستان د اوسني نظام نړول د هیڅ ذې شعور افغان او مسلمان خواهش نشې کیدلای البته د طالبانو د اسلامې تحریک په راتګ… نور لوستل »

محمد قاسم احمدی

من هم یک طالب العلم هستم اما که کی طالب واقعی است باید افکار و اندیشه اسلامی به فهم سلف مد نظر گرفته شود چون طالب از نظر اسلام به کسی اطلاق میشود که هدف اش طلب علم شرعی و رساندن به دیگران باشد اما در کشور افغانستان لقب طالب را کسی گرفته که در طول تاریخ اش نتوانسته حد اقل به فامیل و اقارب درجه یک اش را به راه سلف بفهماند چون ما مسلمان هستم اولویت کاری ما دعوت بسوی اسلام باشد که در کار خود اصلا موفق نبودیم. حال راجع به سیاست آنها باید کفت که بنام… نور لوستل »

لونګ

برادر: اینطور سیاست کله و مغز اصلاح شده میخواهد که شما میګوید. #################. اردو تحت قماندوی سر اعللای کشور میباشدست. وقتیکه قوماندان سر اعلی کشور امر کند اردو قبول میکند. بناآ شخص اول باید اصلاح شود و انسان مسلمان و درست باشد. اردو را باید تقویت کرد چون مدافعین کشور هستند. در غیر آن این طالب های #### هم باید نباشند اینها هم ظلم کردند به صدها افراد بیګناه را کشتد و مهم اینکه اینها با اداره و نظم چه میدانند جز اینکه در خدامت ## باشند.

لونګ

###. هغه مجهزه اردو چی پری کار شوی غواړی هغه له منځه یوسی تر څو میدان بنجابیانو ته خالی پاتی شي. د هری اردو په سر کی یو کسی سر اعلی قوماندان چی معولآ هغه ریس جمهور وي. نو چی ریس جمهور امر د تعرض نکوی بیا اردو څه ملامته ده. دا اردو باید اصلاح شی و ساتل شی. تاسی غواړی چی د آی اس آی اومانونه پوره کړی نور نو ستاسو هدف څه ده؟ اردو دی نوی، حکومتی اداری دی ټولی ړنګی شدی صرف دا تاسی ### دی یی. په نوم د طالب او اسلام مو تجارت شروع کړی… نور لوستل »

جميل

ويل کيږی چی د داود خان ښه قوی او زړه وره اردو وه ، دځينو ارمانيږی ، خو که واقعيت ته وګورو دا داسی کمزوره او بی همته اردو وه چی رئيس ئی په ارګ کی بند و او دوی په سوريانو کی پټ وه . اوسنی اردو ته چی وکتل سی ټوله مزدوره ، فاسده او ډيره بی همته اردو ده ، دا اردو د دی لپاره نده روزل شوی چی د بهرنی حملی دفاع دی وکړی ، د دوی له خوا حمله خو د عقل نه وتلی خبره ده . دا اردو د ګوريلايی او چريکو جګړو لپاره… نور لوستل »

حکیمي

کله چي داردو نوم اورو نو لومړی موسترګوته دپله لاندې پوډریان درېږي دصلیب لخواجوړه شوې اردوکې په واک سړی داخله نده اخیستې داټول نشه یان لواطت کاران بچه بازان بې حده غداران ملي خاینان غله اودټولنې رزیل اوپست همته غلامان دي چي دوه لسیزې یې داجرتي قاتلانو په حیث دهیواد مظلوم خلک ووژل طالبان ولې شف شف کوي دراحل امیرالمومنین هغه خبرې چیرته دي چي حکومت یې دسقوط له ګواښ سره مخ وه اوده ویل چي (دفاسقانو په حکومت کې ترشمول موږ ته مرګ ډېرښه دی) اتلس کاله مبارزه مووکړه که دوه کاله نوره مبارزه وشي بیابه نه دااوردو پاتې… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

په اوردوکی غلطی نسته آمراوفرمان ده یی بایدمسلمان اوصالح وی اوپراسلامی اصولوبرابروی ټول افغانان یودی خوابتدایی تربیه یی بایدصحیح وی ترهغه وخته چه اصلاحات کیږی داوردودمنځه وړل لویه ناپوهی ده بایدپه اوردوکی اصلاحات وسی،ملحدین بایدفوراً له اوردووایستل سی اوخپله طالبان بایدپه اوردوکی ضم سی آمرین یی باید صالح طالبان وی.

پژمان

څينې فکر وي چې که اردو ونړیږي نو افغانستان به د فوځ له نه شتون سره مخامخ شي خو زه وایم هغه اردو چې د امریکا لپاره خپل هیواد وال وژني او تر اوسه ېې د هیڅ کوم بهرني دوښمن پوزه نه ده وینې کړې تر شتونه ېې نه شتون زر واره بهتره دی، البته دا وسایل ټانګونه وسلې الوتکې به داسې چاته په میراث رسیږي چې تر اوسه ېې په تش لاس د سر په بیه د هیواد دین او ناموس ساتنه کړې ده ، اردو به لرو انشاء الله چې مزدوره به نه وي. بلکې د سیالیو تر… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x