رښتيا هم اول ګل شو!

مولوي وکیل احمد متوکل

د شهيد معلم اول ګل د شهادت د اتمې کليزې د رارسېدو په مناسبت

د شهید معلم اول ګل د ویاړلي ژوند له حماسو څخه د یو څو کار نامو یادونه کوم.
شهید معلم اول ګل د مرحوم حاجي رحيم ګل زوی، د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی و. لومړنۍ زده کړې یې د عبدالوکیل په منځني ښوونځي کې سرته رسولې وې او نورې ذده کړې یې د ننګرهار ولایت په میخانیکي عالي لېسه کې سرته رسولې وې. دیني زده کړې یې له خپل تره مولوي ثناءګل څخه کړې وې. دا چې هغه ډېر زیرک او پوه انسان و، نو د مکتب دوران کې له اول صنف څخه تر دولسم ټولګي پورې په لومړۍ درجه فارغ شو.
په ١٣٥٨ کال کې چې کله زموږ په ګران افغانستان کې شوروي اتحاد یرغل وکړ، نو شهید معلم اول ګل هم له خپل وطن څخه مهاجر شو. په پېښور شمشتو کيمپ کې دېره شو او د ستر غازي مولوي محمد یونس خالص بابا له مخلصو مجاهدینو سره یو ځای شو. شهید معلم اول ګل د مولوي صیب خالص له خاصو قومندانانو څخه و. دا چی شهید معلم اول ګل په نظامي ډګر کې ډېر پوه ځیرک انسان و، له همدې امله په ننګرهار، کنړ، لغمان کې په جهادي فعاليتونو کې وځلېد او خوست ته يو ځل د محترم مولوي جلال الدین حقاني صیب د مرستې په موخه لاړ و.
کله چې د داکتر نجیب حکومت نسکور شو او د ننکرهار ټول مجاهدین جلال اباد ښار ته ننوتل، نو معلم اول ګل د څلورمې لېوا قومندان وټاکل شو. همدارنګه د اسلامی امارت په ټوله پينځه کلنه دوره کې هم د څلورمې لېوا قومندان پاتې شو.
د امارت اسلامی په دوران کې مې مجاهد اول ګل لومړی ځل په کندهار کې ولید. غوښتل یې چی له امیر المومین ملا محمد عمر مجاهد سره وویني. ما ورسره مجلس وکړ. د روسانو پر وړاندې يې د جهاد کيسې راته وکړې. له شهید شیخ اسامه -رحمه الله – سره يې د خپلې ملګرۍ یادونه وکړه. له طالبانو سره د همکارۍ په اړه یې معلومات را کړل. زما پر اند هغه یو زیارکښ او پوه انسان و. عابد او ښایسته سړی و.
دوهم ځل د اسلامی امارت له سقوط وروسته بګرام زندان کې سره یو ځای شوو، خو مخامخ مې ونه لید. امریکایي محققینو چی له هغه سره تحقیقات کول. زما د پېژندګلوۍ يې هم ورته ویلي وو. هغوی بیا ما سره د هغه د پېژندګلوۍ په اړه خبرې وکړې.
شهید معلم اول ګل، له شهید شیخ اسامه رحمه الله سره د اړیکو او په پټه توګه له تورې بوړې څخه د هغه د ایستلو په تور زنداني و. کله چې له نورو بندیانو سره یو ځای له بګرام څخه ګوانتانامو ته یوړل شو، هلته یې د ډېر وخت لپاره سختې شپې او ورځې تېرې کړې. الله تعالی دې ورته د خیر بدله ورکړي، بیا چې کله هلته شهید شو او هېواد ته راوړل شو تر ځنډ وروسته کورنۍ ته وسپارل شو. شهيد معلم اول ګل د خپل ډول اول شهید و چې په ننګرهار کې په بې ساري ولولو سره خاور ته وسپارل شو ۔
روح یې ښاد او یاد یې تل
په درنښت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د