«ګټيالی مجاهد»

لطف الله خیرخوا

زه، چې څومره هم د معاصر جهاد د قيادت په اړه فکر وځغلوم، سرښندنه يې د دې وخت له عقلي دايرې وتلې رابرېښي. کله، چې يو څوک پر دغسې سرښندنو نظر وساتي او بيا د خپل چاپېرچل د عقل دايره، نفسيات او رجحان ورسره پرتله کړي، وپوهيږي، چې دا دوه اړخه سره په څومره واټن کې دي.

پر همدې پرتله بيا زه د مسلمان قيادت عظمت ته هېښ شم. بې له دې، چې سړی ووايي، دا خلک الله جل جلاله د همدې وظيفې انجام ته پيدا کړي، د دوی د ژوند بل هدف نه و، نه دوی، د معاصر انسان د پرېوتي انتخاب وخت درلود. بل هېڅ ځواب نه په ګوته کيږي. موږ ګورو؛ کوم کار، چې د معاصر جهاد مشرانو وکړ، له هر اړخه د ځنډ او خنډ عوامل لري، که نه «اخوان» ډله بايد په خپل رسالت کې پاتې نه وی. زموږ د تېر جهاد مشران او نسل بايد له خپل مسيره اوښتی نه وی.

له دغې زاويې نو د سړي زړه دعاء وغواړي. پر خپل امت او قيادت ونازيږي. هيله‌من شي، چې لا هم د پاخه تول پېرودونکي شته. د يرغل سيوري ته لوی شوی نسل او له يرغله متاثر انسان همدا ستره ستونزه لري، چې تول يې خام دی.

ګورئ! که په معاملاتو کې د تول نيمګړتيا د يو قوم د هلاکېدو سبب کېدی شي، نو د عقيدې خام او نيمګړی تول يو نسل نه شي نړولی؟ د همدغه تول توپير دی، چې يو څوک په کې د روان يرغل مخې ته ډېر ارزانه پرېوتل او يو څوک په کې دومره لوړ قيمت شول، چې د اخيستو هېڅ بدل يې پيدا نه شو.

شهيد معلم اول ګل د هغو قيمتي قامتونو کتار کې ودرېد، چې بدل يې نه درلود او د ده پوخ تول، د ده د غوره انتخاب اصل دليل و. که د ده، دا پوخ تول نه وی، نو شونې وه، ده هم د نړۍ د زور او زر طلسم ته غاړه ايښی وی. د شهيد معلم اول ګل عقل او زړه کې د حق او باطل تر منځ د عقيدې متانت داسې پرده اچولې وه، چې نه يې حق د باطل پر خوا ورغلط شو او نه يې باطل د حق په څنګ کې بې توپيره پاتې شو.

د شهيد معلم اول ګل د بلوسګرو ستونزه همدا ده، چې د حق او باطل تصور يې بې توپيره دی. د دوی په عقل کې د اشکالو اغېز تر هغه بريده ژور دی، چې ان د دوی عقيدوي مسير ترسيموي. دوی اصل او شکل سره بېل نه کړ. دوی د ژوند اصل پرېښود او شکل يې غوره کړ. همدغه توپير شهيد معلم اول ګل د ګټياليو مل کړ او بلوسګر يې به يې ګورو، چې کله د شهيد معلم اول ګل د اصيل امت تاريخ د روانې معرکې څپرکي خپلې حافظې ته سپاري، شخصيت، عقل او نفسيات يې څنګه انځوروي؟

د بلوسګرو زامن او ورپسې نسل به د تاريخ څپرکي خامخا لولي، خو درېغه، چې د تاريخ جبر د هغوی پر معصوميت زړه خوږولی او دا ځوروونکې مرحله يې له خپلې حافظې هېره کړې وی. هو، د تاريخ د برائت لپاره دا ويل کېدی شي، چې د ظلم دا څپېړې بلوسګرو په ميراث پرېښي. تاريخ ظلم نه کوي، بلکې په تمام عدالت د شهيد او بلوسګر نسلونو ته د هغوی خپل خپل حق سپاري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د