طالبان: له امریکا سره په اساسي خبرو توافق ته رسيدلي يو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل):د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو په ويستلو کې جدي دی او زياته کړې يې ده، چې له امریکايي استازو سره به د سولې خبرو لپاره بله ناسته روانه مياشت په قطر کې ترسره شي.

تېره ورځ واشنګټن ويلي و، چې له طالبانو سره خبرې ښه لوري ته روانې دي او فرانسوي خبري اژانس نن د ذبيح الله مجاهد له قوله ليکلي، چې «امريکا سره په اساسي موضوعاتو توافق رسيدلي يو.»

 د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي مجاهد له قوله وايي، چې طالبان له امريکا سره د توافق په تطبيق او له امريکايي لوري د رښتينو ګامونو په اخيستو فکر کوي، تر څو په افغانستان کې امریکايي اشغال پای ته ورسيږي او زياته کړې يې ده، «داسې  ښکاري، چې ټرمپ  له افغانستانه د امريکايي  پوځيانو په ويستلو کې جدي دی.»
د طالبانو وياند ويلي، چې د دوی لومړنۍ موخه د بهرنيو پوځيانو ويستل او دوهمه موخه يې افغان شموله اسلامي نظام راوستل دي او د دې لپاره يې له ټولو سياسي جهتونو سره خبرې پيل کړي دي.

مجاهد ټينګار کړی، چې دوی د واک انحصار نه غواړي او د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته که افغان حکومت د دوی پر وړاندې ونه دريږي، هېڅکله به جګړه او شخړې رامنځته نه شي.
د فرانسې خبري اژانس د ذبيح الله مجاهد له قوله وايي، چې د دوی راتلونکی نظام به د شورا پر بنسټ  جوړيږي، چې اساسي واک به يې د باتجربه علماوو، پوهانو، ولسي استازو او نورو مخورو سره وي او طالبان سل سلنه هيله من دي، چې د امریکا له وتلو وروسته به په هېواد کې بريالی اسلامي نظام راولي.

مجاهد زياتوي، چې د نويمو کلونو پر مهال دوی له ګڼو اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستونزو سره مخ وو او د پخوا په پرتله يې تجربه ډېره ده.

هغه وايي، چې دوی د ښځو له تعليم سره مخالف نه دي او د دې لپاره به د خوندي چاپيريال جوړولو هڅه وکړي.

طالبان وايي، چې امریکايي استازو سره به يې د سولې راتلونکي خبرې د فبرورۍ مياشتې په ۲۵  وي او امریکا هم له طالبانو سره د خبرو جاري ساتلو پخلی کړی، خو کره نېټه يې نه ده ښودلې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

تاسی وایی: (که افغان حکومت د دوی پر وړاندې ونه دريږي، هېڅکله به جګړه او شخړې رامنځته نه شي.) هدف مو څه ده؟ یعنی چی تاسو ته حکومت باید تسلیم شی؟ دا هم د حل لاره نده. افغانستان هغه پخوانی د امارت د وخت ګډ وډ وطن ندی دلته ډیر کار شوی، خلک هو ښیار شوی نور څوک د اسلام په نوم نشی غولولای. بله خبره: حکومت سره دری نیم لکه عسکر او پولیس دی که چیری طالبانو نه خارجی ملیشی، پنجابی، ازبک، چیچن او عرب لری شی شاید لس زره هم پاتی نشی. او که چیری طالبان د جنګ… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

لونګ صاحب

اله که طالب امد!

دا هغه ناره ده چې مونږ به د اسلامي پوهنتون له انګړ څخه د حزب اسلامي په راتښتیدلو قوماندانانو پسې وهلې.

مجاهد
میلمه
مجاهد

لونګ صاحب ، ته څوک یی ، څه نوم لری چیری او څه دنده لری، هغه ستا کار دی. مګر بلاخره یو انسان یی ، د اسلامیت او افغانیت دعوی هم لری. جنی او انسانی شیطانان د انسانانو د خطا ایستنی هڅی لری. د لاس اړونی د پاره یی اسلام منحیث دین ( چه خلکو ته حتی په هغو کارو کی چه له خلکو پټ دی سمه لیار په ګوته کړی ) او هم منحیث نظام ( چه خلکو ته په ګډو تعاملاتو، راکړه ورکړه او د ژوند په نورو ښکاره چارو کی رسمی او غیر رسمی لاس اړونه لری… نور لوستل »

عبدالله عابد
میلمه
عبدالله عابد

که صداقت ریشتینوالی دالله ج سخه ویره او دمرګ یاد دانسان سره ملتیا وکری نو سله دیره اسانه ده، خو افسوس چه اوس دا معیار له منځه تللی او یوازی زان غوشتل هدف دی.