غني له ټرمپ غوښتي، چې کابل ته سفر وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سولې روانو خبرو او له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو بحثونو پر مهال د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتي، چې کابل ته سفر وکړي.

د امریکايي ولسمشر په نوم لېږل شوي ليک کې اشرف غني له ټرمپ څخه غوښتي، چې خپل پوځيان دې نه باسي، په مقابل کې به يې دوی خپل مصارف کم کړي او هغه ته يې بلنه ورکړې، چې افغانستان ته سفر وکړي.

نيويارک ټايمز هغه ليک خپور کړی و، چې اشرف غني د ولسمشر ټرمپ په نوم ليکلی و او د ورځپاڼې په وينا لوړپوړي افغان چارواکي د دې ليک د لېږلو تاييد کړی دی.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم د دغه ليک په اړه ليکلي، چې ولسمشر غني له ټرمپ څخه غوښتي، چې له طالبانو سره روانې خبرې بايد د تېرو اوولسو کلونو د لاسته راوړنو په بيه تمامې نه شي او غوښتنه يې کړې، چې واشنګټن بايد د افغانستان حکومت سره په ګډه افغانستان لپاره د امریکا سټراټيژي په تطبیق کې سلامشورې  وکړي.

ارګ تر اوسه د دې راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې،  چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې مهم پړاو ته رسيدلي او دواړه غاړې وايي، چې خبرې ډېرې  ښې روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له دې خبرو خوښي ښکاره کړې او ټينګار يې کړی، که له طالبانو سره توافق ته ورسيږي،خپل ټول عسکر به له افغانستانه راوباسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

که ټرمپ کابل ته راشي نو د اشرف غني ناملي امنيت به د ښار په ګڼه ګوڼه کې يو شمېر کابل ښاريان د بمي بريدوړو هدف وګرځوي او پړه به يې په طالبانو کرامو واچوي تر څو په دې توګه د ټرمپ نظر د عسکرو د ايستلو له تصميم څخه واړوي.