
غزل: عمر عمري
عمر عمري
ميدان ته په غورځنګ بيا راوتلی ايوبي دی
په توره او په ډال باندې پوښلی ایوبي دی
سرونه به کړي غوڅ بيا د مغرورو صليبيانو
چې ډېر ورته غصه او قهرېدلی ايوبي دی
غزا ده، پرې ناتار دی، د دښمن چيغې نارې دي
ګُذار د منجنيقو، پرې پېل کړی ايوبي دی
په توره تروږمۍ کې، د آسمان په کناره کې
په څېر لکه د ستوري ځلېدلی ايوبي دی
له سترګو یې د اوښکو پرځای وینې څڅېدلې
په حال د مظللوم دومره دردېدلی ايوبي دی
په ننګ، غیرت، مېړانه او د لوی الله په نصر
مدام د معرکې مجال¹ ګټلی ايوبي دی
ايثار او قربانۍ ته یې غليم ګوته په غاښ دی
دښمن هم په مېړانه کې منلی ايوبي دی
دا ځکه (عمري) یې په شعرونو کې ستايمه
تاريخ د پاک اسلام راته ساتلی ايوبي دی