د تصویر منځ کې، سکاټ مېلر، تادین خان، اسدالله خالد

مېلر یو ځل بیا کندهار ته تللی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر له شاوخوا درې میاشتې ځنډ وروسته یو ځل بیا کندهار ته سفر وکړ.

هغه د دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد په ملتیا کندهار ته لاړ او له ځايي چارواکو سره يې د دې ولایت پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

مېلر نږدې درې میاشتې وړاندې د تلې میاشتې پر شپږویشتمه، کندهار کې د طالب نفوذي بریدګر له بریده روغ را ووت او د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د برید ښکار شو.

مېلر له یادې پېښې وروسته یو ځل بیا تېره ورځ (جمعه، ۱۲سلواغې) سفر وکړ او له د جنرال رازق له ورور او امنیه قومندان تادین خان سره يې لیدلي دي.

په دې سفر کې دوی د کندهار په میوند او او غورک کې د عملیاتو قومنده ورکړې او ۲۰۵ اتل قول ادو له چارواکو سره يې لیدلي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د