افغانستان

بارنټ روبین: امنیتي ځواکونه بشپړ د امریکا پر مالي ملاتړ تکیه لري

 

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان په چارو کې د نظر خاوند او څارونکي بارنټ روبین وايي د امنیتي ځواکونو ټوله تکیه د امریکا پر مالي مرستو ده.

هغه په واشنګټن پوسټ کې په خپره کړې لیکنه کې لیکي، د افغانستان لپاره اوس طالبان ګواښ نه دي؛ بلکې ستر ګواښ د اوسنیو نړۍوالو مرستو کمېدل او د سیمه‌ییزو سیالیو را څرګندېدل دي.

روبین لیکلي په روانه پروسه کې ډونالډ ټرمپ د پام وړ ګام اخیستی او د واشنګټن هغه نظریه يې شاته واچوله، چې باید په افغانستان کې دایمي پوځي حضور ولري.

دغه کارپوه د راتلونکي افغانستان په اړه لیکي، چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید له سیاسي بدلون سره وتړل شي او په وینا يې طالبان باید په اوسني «نظام کې مدغم شي، چې په دې ډول به د اوسني حکومت د چپه کېدو وېره کمه شوې وې.»

هغه د مشورې په ډول لیکلي چې له راتلونکي افغانستان سره نړۍوالې مرستې مهمې دي او په وینا يې باید اروپايي ټولنه د ضامن په ډول را ښکېله شي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وویل، د مذاکراتو په روانه پروسه کې به دوی د ضامن په ډول ګډون ولري.

په ورته وخت کې د طالبانو د مذاکرتي ټیم مشر شیر محمد عباس ستانکزي هم له نن ټکی اسیا سره ځانګړې مرکه کې ویلي، چې اسلامي کنفرانس، ملګري ملتونه او نور با اعتباره اړخونه به د مذاکراتو وروستیو پرېکړو کې د ضمانت کوونکو په ډول برخه ولري.

یاده دې وي طالبانو پرلپسې یادونه کړې چې دوی د واک انحصار نه غواړي او د اسلامي اصولو او ارزښتونو په رڼا کې ټول‌شموله نظام يې هدف دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x