ننګرهار؛ د داعش مرستې ته دنګېدلي کمانډویان طالبانو ځپلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي ننګرهار کې يې هغه ځواکونه ځپلي چې د دوی د سرتېرو پر وړاندې د داعش په مرسته ور خوځېدلي و.

طالبان وايي د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوه سیمه کې يې هغه کمانډو عسکر پر چاودنو الوزولي چې د داعش مرستې ته ورغلي و.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په دې «تکتیکي چاودنو» کې شپږ کمانډو عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي سرتېرو يې تېره شپه له داعشیانو سره جګړه ګرمه ساتلې وه، چې کمانډو عسکرو پرې چاپه ووهله خو د دوی د خښ کړل شویو بمونو ښکار شول.

تر اوسه په ختیځ کې امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي ځواکونه د داعش مرستې ته ور دانګې، بلکې د طالبانو تر څنګ دولتي چارواکو، سیاسیونو او مبصرینو هم پرلپسې امریکا او حکومت په ګډه د داعش پر ملاتړ، تمویل او د هغوی لپاره پر تبلیغاتو تورن کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د