افغانستان

انډیپینډنټ: اشرف غني د «ISI» په امر خپل استخباراتي چارواکي ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): انډیپینډنټ د محمد اشرف غني د واک په لومړیو کې د پاکستاني پوځ مرکز ته د هغه د سفر په اړه له یوه رازه پرده پورته کړې ده.

ورځپاڼه لیکي اشرف غني انګېرل چې دا مرکز به پر طالبانو د نفوذ په برخه کې رول ولري او د ده سفر سره له دې چې له اصولو سرغړاوی و، خو ده ته یوه هیله ښکارېده.

انډیپینډنټ لیکلي نوموړي د ای ایس ای په امر له پوځ او ملي امنیت ادارو څخه یو شمېر کسان لرې کړل، خو بیا هم په امنیتي وضعیت کې کوم مثبت بدلون را نه غی.

محمد اشرف غني د ۱۳۹۳ل کال د لړم پر ۲۲مه په دوه ورځني سفر پاکستان ته لاړ هلته يې د پاکستاني وژل شویو پوځیانو پر قبرونو د ګلونو ګېډۍ هم کېښودې.

د پاکستان د «دې نیوز ټرایب» انلاین رسنۍ لیکلي و: «غني د نظامي مرکز د لیدنې پر مهال له لوړپوړو نظامي مشرانو سره د افغانستان و پاکستان د ګډې پولې د امنیت په باب خبرې وکړي.»

په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ وايي، کابل له اسلام اباد سره د ډېورنډ کرښه پر رسمیت پېژندلې، ځکه د اغزن تار پر غځېدلو چوپه خوله دي.

تېره اوونۍ د پاکستاني پوځ ویاند وویل، د اغزن تار غځولو لړۍ يې نږدې زر کیلومترو ته رسولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

که چیری ژوند وو ګورو به چی طالبان څه کوي، هغوی چی یو وار ټولو تجربه کړی هم دي. نه چی په غنی شکر وباسو.

Karwan

لونګ##ه، ته اوس غواړي چه غني ## له مسلمانانو سره په يوه تله کي واچوي. ګناه کوي، توبه وباسه، سوله به راشي او انشالله هرځه به سم شي. کاروان

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x