افغانستان

طالبان: د زده‌کړو او کار په برخه کې د ښځو حقونو ته ژمن یو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په راتګ سره به يې ښځو ته د اسلام په رڼا کې د زده‌کړو او کار په حق کې ژمن پاتې شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته ويلي، د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې به د ښځو حقونه وپالي.

شاهین ويلي: «موږ ټول هغه حقوق، که د کار حق دی که د تعلیم، میراث او نور ټول حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي، دا ټول به د اسلامي ارزښتونو او زموږ د افغاني ارزښتونو په رڼا کې وي.»

نوموړي په مسکو کې له افغان سیاسیونو سره د جوړېدونکې غونډې په تړاو هم ویلي چې پلاوی يې ګډون ته تیار دی او په وینا يې هلته د تنظیمونو مشران او «برجسته اشخاص» ګډون لري.

ښاغلي شاهین له حکومت سره د نه خبرو په اړه ويلي چې دا امریکایانو جوړه کړې اداره ده او هیڅ ډول مشروعیت نه لري.

نوموړی ټینګار کړی چې راتلونکې کې به ټول‌شموله اسلامي نظام جوړوي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم له آی ایف پې نیوز سره خبرو کې ویلي سل سلنه د داسې نظام جوړېدو هوډ لري چې شورايي به وي، مسلمان علما‌ء به پکې پرېکړې کوي او د ښځو حقونه به پکې خوندي وي.

هغه ويلي ښځو ته به د کار او زده کړو لپاره خوندي چاپیريال برابروي او ټول‌شموله نظام کې به ټول خلک خپل ځان وویني.

دا په داسې حال کې دی تېره اوونۍ کابل کې د «افغان ښځو شبکه» پر نوم بنسټ د سولې پروسه کې د ښځو د حقونو د هېرېدو اندېښنه په ډاګه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x