
د لوبې په دوران کې سریلنکایي لوبغاړی مرګونی ټپي شوی/ ویډیو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د استرالیا او سریلنکا کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دویمې ټیسټ سیالۍ په دوران کې په دویمه ورځ د سریلنکا لوبډلې توپوهونکی په سر/غاړه لګیدنې له کبله مرګونی ټپي شوی.
د سریلنکا لوبډلې اوپنر توپوهونکی دیموت کارونرتنې د استرالیا چټک توپ اچونکي پيټ کمینز لخوا په باونسر توپ د هیلمټ لاندې په شا خوا غاړه او د سر لاندې برخه ولګېد چې روغتیایي حالت یې ښه نه شو او سمدلاسه یې ډاکټرانو لوبغالي کې تداوي پېل کړه.
Unfortunate incident in Canberra.
Karunaratne cops a bouncer from Cummins and has to be stretchered off after lengthy treatment on the field.
The crowd applaud him off the field.#AUSvSL LIVE 👇https://t.co/6kWcomxmyJ pic.twitter.com/e1qWvO0MmZ
— ICC (@ICC) February 2, 2019
د یاد لوبغاړي روغتیایي حالت اندیښمن بریښېده چې وروسته د استرالیا ځايي روغتون ته واستول شو، خو لا تر اوسه یې په اړه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي خو ځینو رسنیو د نوموړي حالت د اندیښنې وړ بللی.
https://www.youtube.com/watch?v=wM9ta3tBV4o
دیموت کارونارتنې د سرېلنکا لوبډلې لخوا یوازینی لوبغاړی و چې د کرېکټ نړیوالې شورا په غوره یوولس کسیزه ټیسټ لوبه کې شامل شوی و.
۳۰ کلن سریلنکایي لوبغاړي د استرالیا لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې ۴۶ منډې جوړې کړې وې چې دغه پېښه وشوه، پر ځای یې لوبډلمشر دینیش چندیمل توپوهنې ته ښکته شو، د استرالیا د ۵۳۴-۵ منډو په ځواب کې د دویمې ورځې په پای ته رسیدو سریلنکا د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۲۳ منډې جوړې کړي دي.
د کرېکټ پرمهال د توپ لګیدنې له کبله ډیرې داسې پېښې شوي خو په ۲۶ نومبر ۲۰۱۴م کال کې داسې پېښه رامنځته شوه چې د استرالیا لوبډلې ته یې سخت ټکان ورکړ، په یوه کورنۍ لوبه کې استرلیاوی لوبغاړی فیلیپ هیوجز د هیلمټ لاندې د سر په لاندې برخه کې په توپ ولګېد چې له کبله یې یاد لوبغاړی مړ شو.
له دغې پېښې وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د هیلمټ شا خوانۍ برخې ته د ساتنې لپاره اضافي څيز ولګاوه خو د ځینو لوبغاړو لا پرواهي دا ډول پېښې رامنځته کوي.
د یادونې ده چې د سرېلنکا لوبډله د یوازې ۲ ټیسټ سیالیو لپاره استرالیا ته په سفر ده، چې په لومړۍ ټيسټ سیالۍ کې یې د یوې پاڼۍ او ۴۰ منډو په توپير ستره ماتې خوړلې ده.