افغانستان

دمقر او ګيلان امنيه قوماندانانو د وسلوالو غلو بانډ جوړ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایت د مقر ولسوالي امنیه قومندان نذیرغورځنګ او د ګیلان  ولسوالي امنیه قومندان لطف الله کامران  د کابل- کندهار په لویه لار د غلاوو لپاره مشترک د وسلوالو غلو بانډ جوړ کړئ دی .

مخکي په دي لویه لاره  د شپي مهال یا هم د ماښام له لمانځه وروسته له لویو او وړو موټرانو څخه غلاوي کیدلي او مسافر شکول کیدل. له یوي میاشتي راهیسي دي غلاوو رسمي بڼه خپله کړي د مقر د ولسوالي د امنیه قومندان نذیر غورځنګ د شخصي پولیسو اړوند کسانو د کاریز پوسته اوس د کابل کندهار په لویه لار  سي صدو سي (۳۰۳) او لوی بار دار موټران را ګرزوي موټروانان يي توقیف کوي او له پنځوسو څخه تر اتیا  زره افغانیو پوري د پیسو غوښتنه ځني کوي .

کورنیو چارو #وزارت او غزني ولایت #مقام د پام وړ؛د غزني په مقر ولسوالۍ کې د عامو مسافرو او موټر چلوونکو په وړاندي روان وحشت او بې عدالتي!!!

Posted by ‎احمدولي سرحدي Ahmad Wali Sarhadi‎ on Thursday, 31 January 2019

شکول شویو موټروانانو له رسنیو سره په مرکه کي ویلي دي چي په یاد لاره د نذیر غورځنګ او لطف الله کامران د کسانو له لوري شکول شوي او بي عزته شوي دي .

یاد موټرانان وايي چي دوی په وژلو ګواښول شوي او ګواښ ورته شوی چي که پیسي رانکړئ تاسو به ووژنو او د طالب نوم به در باندي کیږدو ، حکومتي چارواکو ته به ووایو چي دا په جګړه کي وژل شوي دي .

د سي صدو سي )۳۰۳( موټرانو ډریورانو د غزني له امنیه قومندان ، داخله وزارت او ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه کوي چي د دوی غور وکړي او د پولیسو له غلاوو او شکونو څخه يي وژغوري .

د #ارګ #داخله وزارت او #غزني ولایت د پام وړ؛دویم نمبر #ویډیو؛ایا د حکومت په نوم غزني کې څه سته؟د غزني په مقر ولسوالۍ کې د عامو مسافرو او موټر چلوونکو په وړاندي روان وحشت او بې عدالتي!!!

Posted by ‎احمدولي سرحدي Ahmad Wali Sarhadi‎ on Thursday, 31 January 2019

د ګیلان ولسوالي امنیه قومندان لطف الله کامران تر دي وړاندي د اندړو ولسوالي د محلي پولیسو مشر، امنیه قومندان او د قره باغ ولسوالي امنیه قومندان پاتي شوی ، په اندړو ولسوالي کي نوموړي د شتمنو خلګو په اختطافونو او د خلګو په ځورولو کي پراخ لاس درلود ، نوموړی د اندړو ولسوالي د قومي مشرانو او سپین ږیرو د مسلسلو شکایتونو له امله د اندړو ولسوالي  له امنیه قومنداني څخه ګوښه شو ، له  څه مودي وروسته د دولت له لوري د ګیلان د امنیه قومندان په حیث وټاکل شو.

د مقر ولسوالي امنیه قومندان نذیر غورځنګ هم مخکي په اندړو ولسوالي کي په اربکیانو کي دنده لرله ، د اندړو له سقوط وروسته نوموړی د مقر ولسوالي د امنیه قومندان په حیث وټاکل شو .

دریم نمبر #ویډیو؛ایا د حکومت په نوم غزني کې څه سته؟د غزني په مقر ولسوالۍ کې د عامو مسافرو او موټر چلوونکو په وړاندي روان وحشت او بې عدالتي!!!

Posted by ‎احمدولي سرحدي Ahmad Wali Sarhadi‎ on Thursday, 31 January 2019

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close