مجیب د بیګ باش لیګ سیالۍ په ځانګړې بریا پای ته ورسولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۷ل): سوکه تکړه توپ اچونکي مجیب الرحمن ځدران د استرالیا غوره لیګ «بیګ باش» سیالۍ په ځانګړې بریا او د غوره لوبغاړي په حیث پای ته ورسولې.

مجیب الرحمن چې ډير ژر به افغانستان ته په کورنۍ کې د ناروغانو لرلو له کبله راستون شي، په بیګ باش لیګ کې د بریسبین هیټ لوبډلې په ګټه ۱۲ سیالۍ ترسره کړې چې په یادو سیالیو کې دوه ځل د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

وروستۍ لوبه په یاد لیګ کې مجیب الرحمن د جمعې په ورځ په لومړۍ فبروري ترسره کړه چې په کې يې د یاد لیګ خپله غوره توپ اچونه وکړه، مجیب د توپ اچونې پرمهال په ځانګړي مهارتونو شهرت خپل کړی دی.

مجیب ځدران په وروستۍ سیالۍ کې ۴ اورونه وکړل، یوازې ۱۶ منډې یې ورکړې او ۳ مهم لوبغاړي یې وسوځول چې لوبډلې ته یې ګټه ورکړه او په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

مجیب الرحمن په ۱۲ سیالیو کې په ۲۳.۴۲ غوره اوسط «۱۲» ویکټې ترلاسه کړي، چې له مخې یې ۳.۱۶ غوره توپ اچونه وه، دا ډول د مجیب اکانومي ریټ چې «۶.۴» پر اور و تر دې دمه پنځم غوره اکانومي ریټ دی.

دا ډول مجیب الرحمن د بیګ باش لیګ په لومړۍ سیالۍ کې د راشد خان لوبډلې پر وړاندې غوره توپوهنه هم کړې وه چې د مبصرینو او د خپلې لوبډلې روزونکو د پام وړ ګرځېدلی و.

د مجیب لوبډله د «سوپر فور» څخه وړاندې دوه سیالۍ لري خو داسې بریښي چې لوبډله یې نیمه پایلوبې ته لار نه شي موندلای، دا مهال د نوموړي لوبډله «بریسبین هیټ» په جدول کې په ۹ پواینټونو لرلو سره په اووم نمبر ده.

له ده پرته محمد نبي چې لوبډلې یې نیمه پایلوبه ته لار موندلې او راشد خان چې لوبډله د کوښښونو په درشل کې ده، یادې سیالۍ روانې ساتي، ددوی سره به د یکشنبې په ورځ څلورم لوبغاړی قیس احمد هم یوځای شي.

د یادونې ده چې مجیب الرحمن به لومړی افغانستان ته د ناروغانو لرلو له کبله راستنیږي او له هغې وروسته به په هند کې د ملي لوبډلې سره په تمریناتو کې ګډون کوي تر څو د ایرلینډ پر وړاندې سیالۍ او نړیوال جام ته چمتو والی بشپړ کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د