اته کاله وړاندې، هو، اته کاله وړاندې!‌

شاهدالله رحيمي
د معلم اول ګل مجاهد زوی

شهیده پلاره ستا له هجره مې زړه غم نیولی
ګریوان مې لوند دی، بیا مې تورو سترګو نم نیولی

هغه وخت چې د جهاد او مجاهد له نومه خرڅ شوو پردیو رهبرانو د خلکو په اذهانو د نفرت او کرکې پردې غوړولې وې، او د اسلام له نومه په استفادې یې د خلکو په ناموس، مال او ځان هر راز غیر انساني او غیر اسلامي تیری وکړ، بیا هم داسې سپیڅلی په دین او هېواد مئین شخصیت چې له شخصي ګټو یې ملي او دیني هغو ته ډیر ارزښت ورکاوه، موجود و. او پایله یې دا شوه چې خپل هر څه (مال او ځان) یې د همدې موخې د تر لاسه کولو، په هېواد کې د یرغل د ختمولو او د اسلامي شریعت د قایلو لپاره ځار کړل او د شهادت سپیڅلی مقام یې خپل کړ.

د نفس د پاکۍ به یې همدا دلیل کفایت وکړي؛

(یوه ورځ مې مور کیسه راته کوله چې شهید پلار دې له پیسو ډک بیک کورته ورسره راوړه، ما فقط ور وکتل، پلاره دې سمدواره راته وویل چې لاس ور نه وړې، دا د بیت المال پیسې دي نباید چې لمس یې هم کړې، کارول خو یې لا پریږده…..

د پاک نفسۍ او خیانت نه کولو بل لوی دلیل یې دا دی چې دداسې یو سپیڅلي شهید چې کابو ټوله اسلامي نړۍ (بخصوص افغانستان) یې له نوم سره اشنا ده، اولادونو د خپلې تداوۍ لپاره دومره څه نه درلودل چې درسته تداوي پرې وکړي، خو ملګرو یې د نوم په اورېدو له هر لورې په پوره اخلاص مرسته وکړه او خپل ایماني او وجداني مسولیت یې تر سره کړ، لدې به نور د پاک نفسۍ اوخیانت نه کولو بل لوی دلیل چیرې وي؟!!!‌

په داسې حال کې چې د جهاد له نومه په استفادې ډیر خلک میلیونران او میلیاردان شول ، خو د رب شکر اداء کوم چې پلار مې هغسې یو شخص نه وو.

څو شبې وړاندې مې له خپلې انۍ (د پلار له مور) سره کلونه وروسته ولیدل او مجلس مو وکړ. ادې مې که څه هم لکه د غر غوندې د هسکو ځوانیو لرونکو اولادونو مرګ ډیره کمزورې کړې وه خو بیا یې هم د خپل شهید زوی په شهادت ویاړ کاوه او دا یې د اسلام او خاورې لپاره یو ستر افتخار ګاڼه، پوهیږئ د اولاد له جدایي څومره درد لري؟، خو د شهید پلار جدایي د ټولو قبوله وه/ده. ځکه هغه رح په داسې لار لانړه چې خدای مکړه سبا یې چاته ونشو یادولی.

نن سبا د سولې خبرې تودې دي، ماته مې نیغ د شهید پلار قربانۍ او مېړانې سترګو ته ودریږي او وویاړم ووایم چې پلاره ستا قربانیو او اتلولیو رنګ راوړ، نن یو وحشي یرغلګر قوت مات سو او د حقې لارې د شهیدانو وینو رنګ راوړ.
تاسې د سولې اتلان وئ، تاسې وګټله او هغوی چې په پردیو خرڅ شول هم یې دنیا بایلوده او هم یې دین، وشرمېدل او لا به وشرمیږي.

د شهادت اتم تلین دې مبارک شه، په ګور دې نور….

شکر چې رب ج ، ستا د زوی ولۍ وباړ رابښلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

رحیمی صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! تر ټولو لمړی به د شهید اول ګل معلم صاحب د شهادت د قبولو دعا وکړو . الله ج فرمایی چه شهیدانو ته مړی مه وایاست هغوی ژوندی دی او ستاسی په شان خوراک کوی مګر تاسی نه پوهیږی. هغوی مونږ وینی مګر مونږ یی نه وینو هغوی ګټلی او مونږ د ګتلو او بایللو ترمنځ منتظر پاتی یو الله ج دی مونږ ته هم د هغوی په شان د شهادت ښکلی مقام په برخه کړی . دا خبره می نن سهار د ازاد صاحب لیکنی په اړه تبصره کی ازاد… نور لوستل »