ايران: په ځانګړو ځواکونو بريد کې ۶ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ایران په سيستان بلوچستان ايالت کې د سپاه پاسدارن ځانګړي پوځ په يو مرکز بريد کې يو سرتيری وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ايران د ايرنا خبري اژانس ويلي دي چې دا بريد د سيستان بلوچستان ايالت په نيکشهر سيمه کې د سپاه پاسداران په يو نظامي مرکز شوی دی.

د سپاه پاسداران ځانګړو ځواکونو هم ويلي دي چې د دې نظامي مرکز د قدس د څانګې په کارمندانو نن سهار بريد شوی دی او ددې مرکز غړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

له پيښې وروسته ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي او په ټپيانو کې د دوو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه ددې بريد مسؤليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی خو امنيتي مسؤلينو دا يو تروريستي بريد بللی دی او ويلي يې دي چې امنيتي ځواکونه د بريد ګرو د نيولو هڅې کوي.

د يادونې وړ ده چې د تيرې سه شنبې په ورځ د ياد ایالت په مرکز زاهدان کې هم په دوو چاودنو کې درې سرتيري ټپيان شوي وو.

دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې ايران په دې هيواد کې د اسلامي انقلاب د راتګ څلويښتمه کليزه لمانځي.

سپاه پاسداران چې د ايران تر ټولو غښتلی پوځ بلل کيږي په ۱۹۷۹ ميلادي کال کې په دې هيواد کې له اسلامي انقلاب وروسته جوړ شوی دی او شاوخوا ۱۲۵ زره عسکر لري چې هوايي، ځمکني، بحري او د قدس له پاره ځانګړي څانګې لري او همدا راز د ايران د داخلي امنيت د ساتلو مسؤليت لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د